ليكنـــــــــــــــــــې

 

په هالنډکې د افغانستان ملي ګوندد شورا د خواخوږۍ پيغام

د یوه نه هیریدونکی غم او ویر ،یوې  بلې سیلئ  زمونږ  او زمونږ  د ټولو ملګرو ، دوستانو او په ځانګړی توګه  د یوې شریفې او غم ځپلی کورنئ د زړونو ستنې ولړزولې .

په ژورې خواشینئ سره مو د ګران  ملګری  محترم استاد او دیپلوم انجینیر محمد طاهر د مړینې لړزوونکئ خبر تر لاسه کړ .

 تل به نه وی شګفته ګلزار د عمر
 نه  به  جوړ وی  همیشه  بازار د عمر
لکه سیند د اباسیند په غورزه درومی
هسې یون دی په تلوار تلوار د عمر
په ساعت د سلو کالو یاری  پرې  کا
بې وفا په هسې رنګ دئ یار د عمر

انجینر طاهر  خپله ځوانی ، ټول  له انرژئ  ، خوځښت او خلاقیت نه ډک ژوندد هیواد او خلکو خدمت ته ورکړه او په دې سپیڅلی لاره کې یې ملاماتوونکی ستونزې او کړاوونه  وزغمل . استاد د هېواد په سلګونو بچیان وطن ته د خدمت په روحیه وروزل ، او د هېواد د اقتصادی او تخنیکی ودې او پرمختګ به لاره کې یې نه هېریدونکې خدمتونه وکړل .

استاد په استادانه  وړتیا او مهارت سره د منځنیو پېړیو د تیارو ، جهالت  او استبداد پر ضد پراخه او نه ستړی کیدونکی مبارزه وکړه .

د بنسټ پالو د مغولی واکمنئ ، زوال او یو مخیزې تباهئ په کالونو کې یې د بیرته را اوچتیدو او ژمنو د بیا نوی کولو او غبرګولو د پاره ، بې سارئ  هاند او هڅې وکړې .

په داسې حال کې چې د محترم استاد دیپلوم انجینیر طاهر بې وخته مړینې د   ده  ټول ملګری  او بې شمېره دوستان په غم او سوګ کې کښېنولی دی  ، مونږ په هالند کې د افغانستان د ملی ګوند غړی د دې ویرژلی پېښې په اړه د هغه درنې کورنئ ، ملګرو او د هېواد ټولو خلکو ته د زړه له کومی  ددې سترې ورکې له امله د خپلې خواخوږئ  مراتب وړاندې  کوو .

تل دې وی د استاد انجینیر طاهر ژوندئ یاد !

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com