|
مينه چاپ او پر ليکه شوه
د سلامونو په وړاندې کولو سره زېرے ورکوو چې د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ (( مينه )) مجلې د څلورم کال اومه ګڼه يعنې د ٢٠١١ کال د اکتوبر د مياشتې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو. بايد يادونه وکړو چې په دې ګڼه کښې د ګرانو لوستونکو لپاره يوه سوالنامه هم ورکړې شوې ده چې له ګرانو لوستونکو څخه غواړو چې دا سوالنامه ډکه کړي او د پوسټ يا ايمېل په ذريعه يې مونږ ته راوليږي. په مينه
ستاسو د هر ډول
ليکنو ته سترګې په لاره د تماس لپاره: پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (خېبر پښتونخوا) پښتو برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com اردو برېښناليک: meenaurdu@yahoo.com اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com ټېلفون: 0092917114546 ګرځنده: 00923028819981 اکاؤنټ نمبر: 0110008095 الائيډ بېنک جنرل بس سټېنډ برانچ پېښور (خيبر پښتونخوا) |
