|
مينه مجله چاپ او په ليکه شوه د پښتونخوا له پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې د دويم کال يولسمه او دولسمه ګڼه يعنې د ١٣٨٨ هجري نمريز کال د سلواغې او کب د مياشتو پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو. .
ستاسو
د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا) پښتو برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com اردو برېښناليک: meenaurdu@yahoo.com اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 |