|
د ارواښاد بابي په مړينه د خواشينۍ پيغامونه زهرې وسترگو
ته په دواړو لاسو سيورى وكړ عبدالمجيد بابى » پښتنه اوښكه« او پښتنه او ښكه هم يتيمه شوه، نه پوهيږم ، د انسان په بڼه كې هغه ځناور ، چې د مجيد بابي پر لور يې د وژونكي ماشين ماشې ته گوتې ورغلي دي ، لا تر اوسه به ژوندى وي ؟ ايا د شهيد بابي سپېڅلي روح به د هغه وحشي ستونى ته د دار رسۍ نه ور اچولې؟ ... دا ځمكه هم بې احساسه ده او له خپله غيرتې غضبه سړه شوې ده ، چې له ډيره خشمه يې وار دواره خپل دوزخي لړمون ته كش كړي ، او اسمان څنگه له قهره ځاى پر ځاى اور ورباندي نه بلوي ؟ دا بې رحمه ځمكه ولې نه ژاړي ، چې نن يې خورا رښتينى او سپېڅلى بچى عبدالمجيد بابى ورشهيد كړى دى ، څومره بې انصافي ده، چې ځمكه او اسمان دواړه زموږ د مظلومو پښتني اوښكو په تويدو ځان نه خبروي ! مهربان ښوونكى ،خوږ ژبى شاعر، تكړه ليكوال او زيرك څېړونكى شهيد عبدالمجيد بابى ډير مهربان او مينه ناك انسان و. د عالي انساني كركټر او ارام مزاج خاوند و، دوه واره مې له هغه سره د ليدو كتو او لنډو دوه يا درې ساعته، خو خورا صميمي او دوستانه خبرو اترو وياړ درلودلي دي . دا هغه وخت و چې زه د اروا ښاد استاد محمد انور نوميالى له جنازې سره كندهار ته تللى وم . زه له جنازې سره د يوه نابلده ښار په لور روان وم . غم ، بد امنۍ او نابلدتيا زما د اوږو بار دروند كړى و، له كابله مې د تليفون پر ليكه له بابي سره خبرې وكړي او زه يې د سفر په وړاندې داسې ډاډمن كړم ، چې تابه ويل د ډېرو صميمي ملگرو لوى لښكر راسره دى . پر ما د هغه د صميمت سيوري تر اوسه پاتې دي او زه يې د انساني مينې مرهون پاتې شوم . شايد دا له دې كبله هم وي ، چې د ارواښاد بابي قلندري طبيعت راباندې خوږ لگېدلي و، خو د رښتيني ، صميمي انسان او خواږه دوست په توگه دده په مظلوم مرگ ډير غمجن يم او په وير كې يې د زړه اوښكې ورنذرانه كوم . د عالمونو د خالق (ج) له دربار څخه دده كورنۍ ، دوستانو او ټول علمي ، فرهنگي چاپيريال ته د جميل صبر غوښتنه كوم . د شهيد بابي روح دې ښاد او ياد دې يې تل پاتې وي . امين
ډاكتر شيرحسن حسن ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ ننګيالی ـ بڅرکی زموږ په قسمت كې لکه چې يوازې اوښکې او غم دی؟ دشهيدعبدالمجيدبابي په ناګهاني شهادت سره: نن پښتانه منورين ،بيا ديوه داسي غم سره لاس اوګريوان دي چي تيرغم يې ځای پر ځای هيرسواو يوبل غم ورسره جمعه سو، دتيروغمونواوښکي خولا تر اوسه نوې وچي سوي ، چي نورو اوښکو سيلاب وکړ،ددې مظلوم پښتون ملت ګناه څه ده؟ نن دپښتنو هغه دقلم ،علم اوادب خلک په نښه کيږي .دهراته بيا تر با جوړه او هغه سيمي چي پښتانه په کښي ميشت دي ،هر ورځ په لسهاو پښتانه وژل کيږي ،دنړۍ ستر سرمايداري هيوادونه دناټوپه نظامي تشکيل سره دډموکراسۍ تر نامه لاندي ،ددې هيوادپه دننه کي هغه ظلمونه ،ناخوالي اوغيري بشري کړني سرته رسوي ، چي زموږ نړۍ يې په تيرو وختونو کي بيلګه نه لري ،نړۍ خپل بيلانس دلاسه ورکړی دی.امريکايان دملتونو، قومونو او هيوادونوپه ژوند اوراتلونکې باندي لوبي کوي.زموږ په هيواد کي تر اتيافيصده ډيرخلک غواړي ، چي اشغال ګر قوتونه دي نور زموږ دظلم څخه لاس واخلي اوداخاوره دي نور افغانانو ته ورپريږدي، په څو خوږو شعارونو دي ،ددې خاوري تماميت ،آزادي ،رفاه استقلال نه را نيست اونابوده کوي.افغانانو دتاريخ په اوږدوکي هم آزادي په خپلو مټواخيستې وه ،هم يې په قدر پوهيږي، هم يې دهيواد په دننه کي خپله ډموکراسي لرله او هم يې ساتلې وه ،خو هغه وخت چي خارجي مداخلې را پيل سوې ،نو يې هم زموږ ټوله روبنايي بنسټونه را خراب کړه .نن ورځ چي دناټو ٤٤هيوادونه دامريکاي اشغال ملاتړي دي ،په هيواد کي تر بل هر وخت امنيت خراب اودافغانانوژوند ، فرهنګ ،کلتورته سخت ګواښ متوجه دی. دشهيد عبدالمجيد بابي پرمړينه ، نه يوازي دهغه منوره کورنۍ بلکي؛ټول لراوبر پښتانه او افغانان ژاړي ،پر کندهار دماتم تور لوګی ګرځي.دغم کمبله مو ټوليدل نه لري ،داوښکودستمالونه موداوښکو توان نه لري ، پرپښتنو خو ښونځی ،علمي مؤسيسې وتړل سوې اوس هغه څه چي دپخوانيو وختونو راپاته منورين اودقلم خاوندان دي هغه هم يو،يورا څخه اخيستل کيږي. زه دخپل ځان او داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په استازيتوب ددولتي چارواکو څخه غواړم چي ددغسي شخصيتونو ،دقلم دخاوندانو او منورينو ژوند ته پا ملرنه وکړي.هغوی ته کورونه دامن په ځای کي ورکړل سي،اودمحافيظنوپه وسيله سره هغه وساتل سي.او دشهيد عبدالمجيد بابي قاتلان بايد ونيول سي اوددولت يا قانون ومنګولوته دي وسپارل سي ،په دې باب نه يوازي دولت بلکي ؛ددولت دخالفينو څخه هم زما غوښتنه دا ده ،چي ددغسي هيوادپالوژوندته پاملرنه وکړي.که نه ددې قوم اينده په تاريکي کي ده اويوه سخته دسيسه پښتون قوم ته متوجه ده.
نن چي
شهيدبابی زموږ په منځ
کي
نسته دايوه لويه ضايعه بولم،هغه په کندهار کي دکلتور،ادب
اومذهبي بنسټونو دپاره
، دوياړ وړ خدمتونه کړي وه. دهغه په مرسته په کندهار کي موزيم دبيا دپاره
فعاله سوه
، هغه
دکندهار هغه کتابخانه ، چي دمجاهيدنو په وخت کي په خپل
منځي جنګونو کي په سل
کي
اتيا فيصده خرابه سوې وه بيرته ورغول . اوددولتي مطبعې
ماشينونه يې هم دبيا
لپاره سمبال کړه ، شهيد بابي ، په کندهار کي داطلاعات او
کلتور په برخه کي ډيرو
ټولنو،رسانيو ته دخپرونو چانسونه برابر کړه، وشهيد
عبدالمجيد بابي ته داطلاعات او
کلتورهغه دکړاوه ډکه ؛خو مهمه چوکی ور په برخه سوه چي په
پخوا کي هم دافغانستان هغه
ډيرو لووړو ليکوالان اودوخت نامتو دقلم پريشتې پر نوموړي
مقام ناست وه.که څه هم
نوموړی رياست په ١٣٠١هـ ش کال منځ ته راغلی ؤ.چي تر اوسه
يې موږ په کارنامو افتخار
کوو.لکه : مرحوم عبدالعز يز خان ،مرحوم عبدالحی حبيبي صاحب
،مرحوم عطايي صاحب ،
مرحوم اغامحمد کرزی صاحب ،مرحوم ايوبي صاحب ، مرحوم
عبدالصمد ويسا صاحب ، مرحوم
محمد علم بڅرکی صاحب اوداسي نور منورين ،چي نوموړی رياست
يې پرمخ په برياليتوب سره
وړی.او دطلوع افغان نامتو ور ځپاڼه يې چلول ، شهيد بابي
صاحب هم نوموړې ور ځپاڼه او
دکندهار کلتوري ارزښتونه په ډير هوښيارانه توګه پر مخ
بيول.دنوموړي شهادت نه يوازي
دکندهار فرهنګيان نا ارامه کړه .بلکي دټولو پښتنو
ورڼواوافغانانو دپاره يوه نه جبرا
کيدونکې ضا يعه ده . داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه دهغه
کورنۍ اود شهيد دوستانواو
پلويانو ته دزړه له کومي تسليت وايي اودايوه نه
جبرانيدونکې پيښه ګڼي خدای دي دته
جنتونه ور په نصيب کي .
داحمدشاه
بابا دعلمي ـ ادبي
ټولني مشر ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې د خواخوږۍ پيغام
نيټه: ٥/١٢/١٣٨٨ - ٢٤/٢/٢٠١٠ په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد خوږ ژبي شاعر، پياوړي ليکوال، وتلي ژورناليست او خواخوږی ټولنيز شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي نن د کندهار په ښار کې د هېواد د فرهنګ او ادب د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيدي. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد بابي د هېواد د ادب د ډګر ځلانده څيره، د افغاني کلتور د بيا پياوړتيا پلوي چي د هېواد دکلتور او مطبوعاتو د پياوړتيا لپاره نه ستړي کيدونکي چاري ترسره کړي او ډېري ستونزي ېي زغملي وي. د شهيد بابي هلي ځلي نه يوازي په کندهار کې بلکه په ټول هېواد کې د فرهنګپالانو او علمي ټولنو د تائيد او د منلو وړ دي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د هېواد د فرهنګ د دښمنانو دغه نا ځوانمردانه عمل په کلکه غندي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه شهيد بابي ته جنت الفردوس، درني کورنۍ او د هېواد ټول فرهنګپالانو ته جميل صبر او زغم غواړي. روح دي ښاد وي. په درنښت، الحاج غرزى خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنې مشر ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ څه غمیزه ده چی نن بیا افغان ولس د لا بل ویاړلی بچی جنازه د غم پر او ږو وړی! نن بیا د وطن مور د لا بل پیاوړی بچی د مرګ په غم کښی سوځی !نن بیا د تورتم لښکر د بابا او دنیکه لا بل بچۍ د توری ویست!نن بیا د افغان په وینو د چا منګولی سری شوی د هیواد د کلتور ، هنر ، ادب او تاریخ د پیاوړی او مخکښ ساتونکی , څاروونکی او د لوی او تاریخی قندهار د اطلاتو او کلتور ریس الحاج عبدالمجید بابی د سپیڅلی شهادت دردناکه خبر مو په ډیره خواشینۍ سره تر لاسه کړۍ ( انا لله و انا اليه راجعون ). د شهید عبدالمجید بابی بیساری او نه ستړیدونکی کلتوری، فرهنګی، ادبی او تاریخی کړنی, کارنامی او خدمتونه به تل پاتی وی. خدای بخښلی د افغاني کلتور د بيا پياوړتيا لپاره نه ستړي کيدونکي حلی ځلی کړي, پدی لارر کښی ئې ډیری ستونزي زغملي دي, چی افغان ولس او په تیر بیا قندهاریان هغه نه شی هیره ولای. په سویډن کښی د افغانانو کلتوری اتحادیه د هیواد ددی پیاوړی او توریالی بچی او د افغانی (پښتنی) کلتور د مخکښ عالمبردار شهادت و افغان ولس ته یوه ستره ملی ضايعه ګڼي او پدی ګډ ماتم او ویر کښی د افغان ولس او په خاص ډول د خدای بخښلی عبدالمجید بابی کورنۍ سره ځان غم شریکه بولی. زموږ د خواخوږی څه ډک د ادب اوارادت مراتب ومنۍ . دده روح دی تل ښاد وی! په سویډن کښی دافغانی کلتوری اتحادیی مشرتابه هیت مالمو - سویډن
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ د مېرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير دخواشينۍپيغام په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد تکړه شاعر ، ليکوال او د ملت خدمتګار د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس ښاغلی عبدالمجيد بابی نن په شهادت ورسېد. مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د پاک څښتن له دربار نه اروا ښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ او مينه والو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي. انالله و انا اليه راجعون
په
درنښت ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ د روان لېږديز كال د كب د مياشتي د پينځمې نېټې په سهار، يو ځل بيا د پښتنو دښمنانو دې مظلوم ملت ته يو بد زيري وركړ. د كندهار ښار په څلورمه ناحيه كې د پښتو ژبي او قام د دښمنانو له خوا د پياوړي او زړور شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي ويني توي شوې . د پكتيا ولايت ټول فرهنګيان او ژورناليستان د د ليكوال او د كندهار د اطلاعاتو او كلتور ريس عبدالمجيد بابي دغه بي رحمانه وژنه په كلكه غندي او وژونكو ته يي د سزا وركولو غوښتنه كوي . د پكتيا ولايت فرهنګيان له جمهور ريس حامد كرزي او نړيوالي ټولنې څخه په كلكه غوښتنه كوي چې د خداي بخښلي وژونكي ونيسي، په وژنه كې يي ښكېلې ډلې تشخيص او اولس ته يې له وروپيژندلو وروسته د محكمي ميز ته راكش كړي. دا چې خداى بخښلى بابى يوه ورځ وروسته له هغې وژل كېږي چې په هېواد كې د طلوع په نوم د شخصي تلويزيوني چېنل په اړه يې د حقايقو پر بنسټ ځينې سپينې خبرې كړې وې. د دې پېښې څېړونكي بايد همدغه خبره د پلټنې اصلي محور وګرځوي، چې د نوموړي په وژنه كې د نوموړې ادارې لاس لرل يا نه لرل روښانه كړي. د پكتيا د مدني بنسټونو ګډه جرګه ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ |
