ليكنـــــــــــــــــــې

 

د اسلام د ستر  پیغمبر، د بشریت د لوی ناجي حضرت محمد رسول الله (ص) د مبارک میلاد په ویاړ  د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی پیغام

  ۱۵/۱۱/۱۳۹۰  /    ۴/۲/۲۰۱۲
د عربو متحده امارات

 تر هرڅه مخکی د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه پلاوی او ټوله غړو لخوا د حضرت سرور کائنات، فخر موجودات محمد (ص) د ویاړلی میلاد په مناسبت مبارکی او نیکی هیلی د نړی ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د افغانستان مظلوم او مسلمان ولس ته وړاندی کوم.

حضرت محمد رسول الله (ص) چی د هغوی به مخ الله (ج) نړی پیدا کړی او د انسانیت، فضیلت، بشردوستی او خواخوږی ستر سمبول او لارښود په توګه ئی نړی ته ډالی کړی دی چی د بشریت په تاریخ کی ستر مقام او منزلت لری او هر مسلمان ورباندی ویاړی.

حضرت محمد (ص) خپل په ژوند کی د ډیرو ستونزو او ناخوالو په قبلولو سره د اسلام مبارک دین د خپرولو، پرمختیا او ټینګښت دپاره د الله (ج) د عظیم الشان قرآن پر بنیاد او د نبوی احادیثو په بیان سره څه کم دوه میلیارده اسلامی ټولنه نننی نړی ته د ښه مثال به درلودلو سره میراث پری ایښی چی د نړی ټول مسلمانان پر ده مبارک (ص) باندی فخر کوی او د ۱۴ پیړیو په تیریدلو سره نن د هغوی په ارشاداتو او لارښودنو باندی عمل کوی.

 درنو هېوادوالو!

راځی چی د حضرت پیغمبر (ص) د اخوت او خواخوږی پر بنیاد ټول افغان مسلمان ولس یوموټی او یولاسی سو، خپلمنځی اختلافات او ستونزی حل او د سولی دپاره هلی ځلی وکړو تر څو چی د کفارو د توطیو او دسایسو څخه ځان و‌ژغورو.

د وخت څخه په ګټه اخستلو سره یو وار بیا د نړی ټولو مسلمانانو ته د دی مبارکی ورځی په مناسبت د زړه له کومی مبارکی وایم.

د مسلمه امت د لا یوموټیتوب په هیله

 په درنښت،

الحاج غرزی خواخوږی

د ټولنی مشر

د افغان پي ټي وي بکس په هکله د نورو مالوماتو لپاره دلته کلېک وکړئ

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2012  All rights reserved. talafghan@gmail.com