ليكنـــــــــــــــــــې

 

 

مطبوعاتي اعلاميه

 اسلام آباد ـ  ۲۰۱۱ د اګست ۹ مه

د اګست په ۷ مه نیټه د The Nation ورځپاڼې د Pak-Afghan Ties  تر عنوان لاندې یو سرمقاله خپره کړې او  په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي په حواله یی داسې تحلیل کړې چې امریکا د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دې . په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت نوموړې مطلب په کلکه ردوي .ښاغلي داودزي په نوموړې مرکه کې چې د وقت تلویزون سره یی کړې په ډیر واضح ډول ویلي وو چې امریکا د افغانستان او پاکستان طبعي متحد دې . نوموړي دواړو ګاونډيو هیوادونو ته د ورپيښو ګډو مشکلاتو لمنځه وړلو لپاره په ګډې همکارۍ تاکيد وکړ .په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د The Nation ورځپاڼې څخه په ټينګه غوښتنه کوي چې په راتلونکې کې د داسې مهمو موضوعاتو په خپرولو کې ډیر مسئولانه چلند وکړي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com