|
نعیمه غني دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد پنځه څلويښتمې غونډې رپوټ د۱۳۹۰ کال شنبې په ورځ د سرطان په ۴نېټه د پوهنې وزارت په کتابتون کې د میرمن کلتوري - ټولنیز بهير غونډه جوړه شوه. د غونډې ویندويي اغلې زمزمې او د غونډې مشري اغلې نسرین کوله او همدا رنګه د وردګو او میدان ولایت له یوه کلي څخه راغلې میلمنه اغلې موسکا ساحل او دپښتونخوا له پلازمینې پیښور څخه راغلې د میرمن بهیر غړې آغلې لینا فدا د ننۍ غونډې میلمنې وې. د غونډې په لومړۍ برخه کې د اغلې موسکا ساحل په شعر کره کتنه وشوه:
نغمې مې جوړې کړې
دي رباب دى راسره
سندرې
مې د مينې جوړې کړې
رنګ په رنګ دي
د ښکلې زندګي ټولې شيبې مې دي شمارلې
د خولې نه به مې بيا ستړي آهونه راوريږى
د غم د سمندر نه راوتلې يم ساحل ته
د زلفو ښاماران مې په تندي باندې پراته دي
د ژوند مازديګري دي په رنګونو کې تيريږي
د مېنې په درياب باندې لاهو وي سر ګردانه
د سترګو دبڼو لاندې کتل مې عادت ندي
بيړۍ د محبت مې
لاهو کړې
په درياب کې
موسکا
چې نن راغلې يم د مينې ميخانې ته په غونډه کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د دارالانشآ او مشرتابه هیات غړیتوب ته د میرمن بهیر دغه غړې هره یوه ساهره شریف، محموده تقوا، تورپیکۍ مومند او سوله نیازۍ ور وپیژندل سوې. همدا رنګه د غونډې په وروستۍ برخه کې یوه په زړه پورې مشاعره وشوه چې اتلسو خویندو خپل شعرونه په کې وویل او همدا رنګه د تیلیفون په لیکه له بیلا بیلو ولایتونو څخه ګڼو شاعرانو خویندو خپل شعرونه وویل . په غونډه کې د نعیمې غني نوی چاپ شوی کتاب( اتل به ستوري راوړي) په نامه چې دمصور بنسټ له خوا چاپ شوی و د بهیر په غړو وویشل شو. په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د لینا فدا په شعر کره کتنه وشي. یاده غونډه له غرمې وروسته په ۲ پیل او په څلورو بجو پای ته ورسېده |