|
بسم الله الرحمن الرحيم په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد جشن ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو، داده، سږکال، يوځل بيا، د ګران افغانستان د سياسي استقلال د تلين تاريخي وياړمنه ورځ د روژیِ په مُبارکه مياشت کې راځي . له همدې امله، په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، ســږکال د افغانستان د استقلال، د دوه نويــيــم [ ۹۲ ] تلين په ياد جشن د جولای دمياشتیِ په څلرويشتمه [۲۴ ] نېټه، چې د يکشنبیِ [ دوَيم ] ورځ کيږي،جوړوي . ترڅو بيانيو، مقالو او شعرونو وروسته به د جشن زيات وخت سندرو، سازونو، ډولونو او اتڼونو ته ورکړ شي . تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې په خپل ګډون سره د افغانانو د ازادۍ د ياد جشن، د تېرو کلونو په څېر، دروند او ښکلی کړئ . استقبال ته مو سترګی په لاره يو!
په درنښت د افغانانو د ټولنی مشر نوټ: محترم شاعران او اديبان او ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي. د پيل وخت: د مازديګر درې نيمی بجی. ځای يې: د پخوا په څېر West Acton Community Centre Churchill Gardens, LONDON W3 0JN د معلوماتو ټيليفونونه : 02089930593 او 02089932129 |