ليكنـــــــــــــــــــې

 

په لندن کی دافغان ليکوالو فرهنګی ټولنې
 مشرانو او قدرمنو غړو
!

په ډېرې خوښی سره مو خبر ترلاسه کړ چې هلته په لندن کې ستاسو په همت د ستر ادبي هاند لړۍ راپیل شوې او دا دی نن د لندن ښار په خپل زړه کې د پښتو ادب ، ژوند بښونکو وږمو ته ساه ورکوي او د پښتونخوا ( ټول افغانستان ) د ښایسته شپونکي په شپېلۍ کې یې د سباوون له پیغام سره د ویښ  پښتون  تر غوږونو رسوي .دا د تاریخ روایتونه دي ، دا زړې خو خوږې کیسې دي ، دا (( د سالو وږمه )) تر هر مشامه رسوي ، هغه چې د ( اپګان ) د دغه تمدن زېږونکي ټبر ویاړلی تاریخ راسپړي.

هو دا  ترانې او دا ساندې ، ستاسو په پېرزوینه  د لوی افغان د ښایست او پایښت ، بنسټونه به لاپسې پیاوړي کړي .

تاسو ته ددغه شان  هوډ مبارکي وایو

. لومړنۍ ادبي غونډه مو بختوره شه

پرېږده چې ستاسو غږ   ویده زړونه رابېداره او کاڼه غوږونه ، راڼه کړي

ستاسو سره مل

د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز استازی

یوسف هېواددوست

اټولې اودده نالیکلې خبرې داستاد په نامه ولیکو او خپرې یې کړو.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com