ليكنـــــــــــــــــــې

 

الحاج غرزي خواخوږی

لمر په دو ګوتو نه پټيږي

د مارچ پر دوهمه نيټه د روهي ويب پاڼي په سياسي او ټولنيز برخه کې مي يوه ليکنه د (بلدوزر په څه بدل سو) تر عنوان لاندي تر سترګو سوه چې د هېواد د کار او زيار د اتل نوميالي مجاهد محترم ګل آغا شيرزي په اړوند يو مطلب د حقايقو څخه ليري د خواخوږی د ليکني په نامه خپور سوي چې د محترم ليکوال د شخصي او غرض څخه ډکه ليکنه د هغه په مغرضه کړی پوري تړاو لري، هغه کړی چې د ځينو بهرنيو او کورنيو مفسدو ډلو چې په افغانستان کې د بيا رغوني سولي او پراختيا مخالف او د هېواد رښتني خدمتګارانو د شخصيت په بدنامولو او تخريبولو کې رول لري، د هغوي د هيلو څرګندوي دي.

د خواخوږی تخلص څه د پاسه د اووه لسيزو څخه را پدي خوا د افغانستان نوميالي ليکوال، شاعر او وتلي سياسي مبارز ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی او د هغه په کورني پوري تړاو لري.

نو هيله مند يم چې د دغه ليکني د ليکوال اصلي نوم مشخص سي تر څو چې د نورو شخصيتونو په شخصي تخلصونو باندي د هېواد نوميالي اتلان تخريب نسي.

ريښتيا هم ښاغلي شيرزي په کندهار او ننګرهار کې د بيا آبادولو او پرمختيا په ډګر کې د بلدوزر په حيث رول لوبولي او لوبوي ئي چې ولس او نړيوالو ته څرګند دي. هغه متل دي چې وايي: خدمت کرده ګناه لازم.

په پاي کې هيله مند يم چې زموږ د هېواد چاپي او بريښنائي رسني او پاڼي په خپلو خپرونو کې د ليکوالانو د هويت په پام کې نيولو سره د چا د شخصي تخلص څخه د بل چا په تخريب کې ناوړه ګته وانخلي.

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com