ليكنـــــــــــــــــــې

 

٢٦/٠٣/٢٠١٠

په روسيه كې د پښتو پوه پروفيسوركانستانتين
 لېبېديف د نوي كلنۍ نمانځنغـــــــــــونډه جوړه شوه

           په هغه غونډه کې چې  نن  د استاد لېبېدف  د نوي کلنۍ  د نمانځنې لپاره  په  روسيه کې د افغانستان  لوی  سفير  ښاغلي زلمي عزيز، د  روسيې  د ديپلوماتيکو او علمي کړيو  استازو، د  استاد  شاګردانو او  ګڼ شمېر افغانانو  په  ګډون  د  مسکو دولتي پوهنتون د اسيا ــ افريقا  انستيتوت   په  يو  تالار  کې  نيول شوې  وه ، د استاد  لېبېدېف  د شخصيت  او  پښتو ژبې ته د نوموړي پوهاند د څه کم  اويا کلن  خدمت او  له  ١١٠   څخه ډېرو اثارو  په  اړوند ويناوې وشوې ، او  د مينه والو  له  خوا  د استاد  په  اړه  د خاطرو  يادونه وشوه.

        په غونډه کې د روسيې د بېلابېلو  دولتي مقاماتو ، د افغانستان  لوی  سفير او  د غونډې د نورو ګډونوالو  لخوا استاد  ته ستاينليکونه  ، ليکلي پيغامونه ، سوغاتونه  او د ګلانو ګېډۍ  ورکړل شوې  او   استاد ته  د خوښۍ ، ښې  روغتيا ،  اوږد عمر  او   لاډېر خدمت  هيلې  وړاندې شوې .

         همدارنګه په  غونډه کې  پر ګډونوالو  د استاد  لېبېدېف د نوي  کلنۍ لپاره  د  هغه  د مينه والو   او  د افغانستان د  علمي ـ اجتماعي  بنسټونو، علمي  شخصيتونو  او  مينه والو  پيغامونو ته  ځانګړې  او چاپ شوې  ګڼه  وويشل  شوه .

        د انځورو غونډ د ليدو  لپاره  دا   کرښه  کښېکاږئ !

       د دې  کرښې  په کليک سره  په  نوموړي  مناسبت  د تل افغان  وېب پاڼې لخوا  ځانګړې  شوې  ګڼه  ترلاسه کولای او  لوستلای شئ .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com