|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
د حسينه ګل تنها نوې شعري ټولګه خپره شوه د نوميالۍ پښتنې شاعرې او ليکوالې حسينه ګل تنها پنځمه شعري ټولګه د "له ما نه مۀ بيلېږه" په نامه تازه په پېښور کې له چاپه راووته. دا شعري ټولګه چې د خښي کولتوري ټولنې په زيار او د دې ټولنې د مشر او ادبپال شخصيت الحاج عبدالوکيل "اټک" په مالي لګښت خپره شوې، څه د پاسه ١٤٠ مخونه لري او د نوموړې خوږژبې پښتنې شاعرې د تېرو څلورو شعري ټولګو د غور چاڼ تر څنګ نوي شعرونه هم پکې شامل کړاى شوي دي. د دې شعري ټولګې د ارزښت او هنري جوړښت په اړه ډاکټر محمد زبير حسرت او فيض الوهاب فيض ليکنې کړې دي چې په ټولګې کې شاملې کړاى شوې دي. د "له ما نه مۀ بيلېږه" د ترلاسه کولو لپاره په پېښور کې د اسد دانش کتابتون او نورو پلورنځيو او خښي کولتوري ټولنې سره تماس نيولى شئ. غواړم چې مې ولولې زه ژوند يمه زه نور يمه زه درنه په څه کمه زه د حوا لور يمه (حسينه ګل)
|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2009 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||