ليكنـــــــــــــــــــې

 

 

بلخ ادبي خوځښت له هيندارې څخه مننه كوي

 د هيندارې مطبوعاتي او د ځوانانو پرمختايي موسيسې له بلخ ادبي خوځښت سره د تخنيكي وسايلو مرسته وكړه.

 د روان كال د غويي په دويمه د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د بلخ ادبي خوځښت لخوا د زده كړو د ازرښت په اړه ((راځئ، چې سبق ووايو!)) په نامه يو ورځنى علمي سيمنار تر سره شو.

 د دغه سيمنار په ترڅ كې د هيندارې مطبوعاتي او د ځوانانو پرمختيايي موسيسې لخوا بلخ ادبي خوځښت ته دوه د لوړ كيفيت لرونكي كمپيوټرونه وركړل.

 خوځښت د يادې موسيسې له ښاغلي مشر غوث الدين فروتن څخه مننه كوي، چې له دې خوځښت سره ېې د فكري نږدوالي تر څنګ د تخنيكي چارو د سمبالښت په برخه  كې هم لاسنيوى وكړ.

خوځښت

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com