|
انجنير سيد عبالقادر دافغان جرمن انلاين دمحترمو چلونکو څخه يوه دوستانه ګيله ! تر هر څه دمخه دا حقيقت بايد ومنو چی نظر ورکول ديوه انسان طبعي حق دي چی بايد دهر ډول توهين او سپکاوي څخه مصؤن وساتل سي ۰ چی دې اصل ته په ځانګړي توګه په مدني ټولنو کي دپام وړ پاملرنه سوي ده ۰ زه هم ددې اصل په پام کي نيولو سره دهر ليکوال نظر ته په ځانګړي توګه دافغان ټولني دبرخه ليک په هکله چی يا يي لولم اويايي آورم ، که څه هم زما دشخصي نظر سره مخالفت او يا ليريوالي هم ولري زه داحترام په سترګه ورته ګورم ۰ او هڅه کوم چی که په يوه دوستانه فضا کي که شرايط مساعد سي چی دا دنظر مخالفت يا ليریوالي چی دهر دوست سره چی وي د مخا مخ يا تليفوني خبرو اويا هم دليکونو د لاري څخه پر حقيقت باندي ولاړ يو تفاهم ته ورسيږم ډيره خوښي احساسوم ۰ ځکه نوز ما په دې دوستانه ليکنه کي دافغان جرمن انلاين دمحترمو چلونکو څخه ګيله داده چی : ما ستاسو دويب پاڼي په لومړي صفحه کي دهغه تليفوني مصاحبي په هکله چی محترم عباسي صاحب ددريو افغان شخصيتونو سره يي تر سره کړي وه ، ما خپله دمحترم روستار تره کي دنظر پلوي وکړه ، او دازما يو طبعي حق وو ، چی په يوه وړانديز کي مي نور افغان مينه وال هم ددې مصاحبي واوريدلو ته راوبلل ۰ او زما نظر داوو چی ددې مصاحبي اوريدل به ددوي دملي دريز په تحکيم او پوخوالي کي کومک ورسره وکړي ۰ ولي متاسفانه چی دمي پر ۲۸ نيټه زما ددغه وړانديز په خپريدو سره دا مصاحبه دافغان جرمن انلاين دلومړي صفحي څخه وارشيف ته انتقال سوله ، ولي يو شمير دوستانو ماته تليفون وکړ ، تاسو چی دمحترم روستار تره کي دتليفوني مصاحبي په هکله کوم ادرس چی مو ورکړي دي ، هغه مصاحبه دافغان جرمن انلاين په لومړي صفحه کي شتون نه لري ،او پر ځاي يي دمحترم عباسي صاحب د تیرو څو مياشتو پخواني تلويزوني پروګرام يوه برخه ده ، چی پخواه هم په هم دې صفحه کي دڅو ورځو دپاره ځاي پر خاي سوي وه ، ولي اوس بيا ليدل کيږي ۰ ما چی هم خپله افغان جرمن انلاين دچلونکو دا کار وليد ، دمطبوعاتي نزاکتونو په پام کي دنه نيولو له کبله يي سخت متآ ثره کړم ، او دا مي په مطبوعاتي چاپير يال کي يوه حمله وبلل ۰ دا ځکه چی دمحترم روستار تره کي د ګډي مصاحبي پر ځاي افغان جرمن انلاين کومه نوي مصاحبه او يا نو ر نوي څه نه دي ځاي پر ځاي کړي ، چی بياهم سړي فکر وکړي چی دا ددوي دويب پاڼي يو طبعي پروسه ده ۰ په وروستي برخه کي دافغان جرمن انلاين دمحترمو چلونکو څخه هیله مند یم ، چی په راتلونکو وختونو کي دملي ګټو په نظرکي نيولو سره يي په ويب پاڼه کي داسي څه تر سره نه سي ، چی دنورودنظر او قلمي توهين سبب و ګرځي ۰ تمت باالخير |