ليكنـــــــــــــــــــې

 

م .  شاه    خوستی

 

د روسيې د کالوګه  ولايت  په  کالوګه ښار کې د ملتونو د دوستۍ په نامه    فيستيوال جوړ شو

 

د روسيې د کالوګه  ولايت  په  کالوګه ښار کې  د دغه ولايت  د کلتور وزارت لخوا ((د ملتونو  دوستي )) په نامه    کلتوري   ــ هنري فيستيوال  ترتيب او جوړ شو  .

 

په دې فيستيوال کې  د افغانستان ، آذربايجان ،داغستان ، تاتارستان ، ارمنستان ، اکراين او نورو   ولسونو  فعالينو برخه اخيستې وه .

په نوموړي  فيستيوال کې  ټولو ګډونوالو په  خپلو ملي  لباسونو کې    د  خپلو  خپلو   کولتورونو   بېلګې  نورو   ته وښودې  ،  او د خپل هېواد  مروجې  غذا ګانې يې  نورو ته  د پېژندلو لپاره تيارې کړې وې .

په نوموړي  فيستيوال کې د باختر په نامه   د افغانانو  د خپلواکې غير سياسي   ټولنې   مشر  او په دغه  ولايت کې  د پيداګوژې  د انستيتوت  د رياضياتو استاد  ښاغلي مبارک شاه خوستي ته د ښه خدمت  له امله د سرو زرو مډال ورکړ شو . 




 


 






 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com