|
د کابل بهیر له پيښور افغان ادبی بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ افغان ادبي بهير په خپله اونيزه غونډه كې چې دجمعې مباركي په ورځ چې دروان كال
دغبرګولي دمياشتې په ۲۸ مه چې دجون دمياشتي له ۱۸ مې نيټې سره سمون خوري په كاروان
انسيټيوټ كې دهيواد دوتلي شاعر حاجي پيرمحمد كاروان په مشرتا به پيل كړه . دغونډې
په ترڅ كې شاعر ليكوال او قانون پوه ښاغلي عبدالستار سعادت يو قرارداد وړاندي كړچې
پكې دافغان ادبي بهير پېښور له ملګرو سره دملاتړ اعلانولو غوښتنه شوي وه . بهير
والو په يوه خوله دافغان ادبي بهير پيښور په بيا فعاليدو دخوښي په څرګندولوخپل بشپړ
ملاتړ اعلان كړ . دافغان ادبي بهير (كابل ) په استازيتوب نورمحمد سعيد |