|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې پيغام
نيټه: ٢/٦/١٣٨٨ - ٢٤/٨/٢٠٠٩
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد ځوان او تاند خبريال جان الله هاشمزاده چي په پاکستان کې د پژواک خبري آژانس او د شمشاد د تلويزيون لپاره د خبريال په توګه کار کاوه نن د هېواد د دښمنانو لخوا د خيبر ايجنسي په سيمه کې د مسافر وړونکي موټر څخه کښته او وروسته په شهادت ورسول سو.
انالله و انا اليه راجعُون
خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد هاشمزاده شهادت هېواد ته يو فرهنګي ضايعه بولي او خپل د خواشينۍ مراتب د دوي محترمي کورني، فرهنګي ټولنو، د پژواک خبري آژانس او شمشاد تلويزيون ته وړاندي کوي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس او محترم کورني ته ېي جميل صبر غواړي.
په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2009 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||