ليكنـــــــــــــــــــې

 


 

 

د ارواښاد غلام محی الدين زرملوال په مړينه
د خواشينۍ  پيغامونه

 

پوهاند دوکتور م.ا. زيار
اکسفورډ،١٥-٨-١٠

دپرمختګ او نړيوالې سيالۍ يو بل ارمانژلي ويرژلي کړو
د ارواښاد غلام محی الدين زرملوال جنازه په اوښکو او
يا دونو بدرګه کوو!

هسې خو مې د منځنيو زده کړو راهيسې د زرملوال مستوفي صاحب په نامه پېژاند، ځکه په هماغو ګوتشمېرو سياسي روښاندانو کې شمېرل کېده چې تر اماني پېره دوې لسيزې راوروسته يې لومړی ملي- سياسي ګوند (( ويښ ځلميان)) رامنځته کړی وو. خو د ړومبي ځل لپاره ورسره د ناستې پاستې وياړ مټې د ١٣٥١په پسرلي ول کې را په برخه شو. زه  د اروپاله شپږکلنې زده کړيزې جلاوطنۍ څخه  له((سوسيال دېموکراتيکو)) تلوسو سره هېواد ته تازه ستون شوي وم. د((دېموکراسۍ لسيزې)) تر سيورې لاندې سياسي منډې ترنډې تر بل هرځايه زياتې پر دوه ګونو لوړښوونيزو منځيو کابل پوهنتون او پولي تخنيک راغونډې وې. شاګردانو او استاد انو د لوستخونو پرځای له سرو سپينو او زرغونو جنډو او نارو سره چمنونه او ورزشي ميدانونه راخپل کړي ول. په دې لړ کې موږ د ژبو او ادبياتو پوهنځي څو بې ډلې ټپلې استادان خپل وزګار وخت چار ناچار د هغو په نندارو ګوډاوه او چې رسخت به شو، يو د بل کورته به سره تلو او د بېلابېلو ډلو ټپلو شننې او ارزونې به مو کولې.

د استاد تږي کور راته بيا په دې ډېر وړنده وو چې پر استادانو سربېره يې د نورو روښاندانو پر مخ هم تل ور پرانېستی وو. روهي صاحب خو ورسره  دېوال پر دېوال ګاونډی وو او زه او پوهاندضميرساپی به له مېکرويانو ور برابر شو. دغه درې سره ښاغلي د ويښو ځلميانو د دويم پښت، هغه هم د پوهنتوني ټولنې (اتحاديې) د چپي((کمونېستي)) غورځنګ د مخينه والو په توګه، کيڼ افرا طي((شعله يي)) او ښي افراطي ((اخواني)) ډلې ټپلې يو مخيزه ردولې، ان لا تر هغې له مخه چې په پوهنتون کې د دواړو ډلو ترمنځ خونړی ټکر راشي او ړومبی او وروستی ماوېست پښتون(سيدال سخندان) پر رڼا ورځ په خپلو وينو کې ولمبول شي!

هغو درو واړو ښاغلو،منځلارې ناسيونالېستي ډلې ټپلې او بيا((افغان ملت)) هم په دې ايډيال  نه باله چې د قبايلي او فيوډالي نظام او په سر سرکې يې د پاچا د تلپاتوالي  پلوي کوله، او دا هغه څه دي چې زموږ افغاني او په تېره پښتني ټولنه يې له پېړيو پېړيو همداسې پښه پرځای ساتلې ده. پوهاندضمير د خپلې خوښې ګوندد ((خلکو دېموکراتيک)) هغه يوازېنی بلونج(بديل)، يا لږ تر لږه غنيمت باله او ويل به يې چې هر وخت يې دواړې ډلې سره بيرته يوځای شوې، پکې به ورګډېږي.

همداسې يو مازيګر سره د استاد تږي په ناستخونه کې پر سياسي شننو او د ګوندونو پر ارزونو اخته وو چې ناببره د کور زنګ را وترنګېده او شېبه پس مې پر زرملوال صاحب سترګې روڼې شوې او په دې توګه يې ما لومړۍ پلا د سيده پېژندنې او هم بنډارۍ وياړ ترلاسه کړ. هغه دسياسي انددود له پلوه نه ښی وو، نه کيڼ، ، سره له دې چې د يوه يوموټي سياسي ګوندپر شتوالي يې ټينګار کاوه، خو بيا يې هم پر شتو ګوندونو زړه اوبه نه څښلې. هغه په ټوله مانايو رښتينی((ملي- مترقي)) انسان وو او د زړه له کومي د ولس و هېواد د پرمختګ او پرمختيالېوال. له دې کبله يې خبرې پر هرچا ښې لګېدې او ساتونه ساتونه به ورته ټول غوږ غوږ ول. لکه څنګه يې چې ګران دوست غمخور د ژوند ليک په ترځ کې يادونه کړې، د وينااو غږېدا خوږلنی او راکښون يې په دې کې نغښتی وو چې  دډېرو وچو او ترينګلو سياسي سکالوو او ښکالوو (بحثونو) په ترځ ترځ کې يې خورا په زړه پورې ټوکې ټکالې او نکلونه کول او چې به يې وليدل، د ناستو پاستو کسانو زغم ورسره غځونې کړې، نو هله به يې آرې خبرې بيرته راواخېستې او تر بل پړاوه ياپای به يې ورسولې.

ليکنې شننې يې په زړه پورې او دده له ډېرو پخو ازمېښتو او لاسوندو سرچينه اخېسته او ګڼ مينه وال يې درلودل.

 دغه قلمي هڅې يې له هغه راهيسې چې د ګران هېواد پرېښوولو ته اړ

  وتلی او تر کاناډارسېدلی وو، د خپل يېبرور ژوندترپايه پر مخ بوتلې او په دې ډول يې دنا رژېدلو سپېڅلو ملي او انساني ارمانونو په غېږ کې يو څه ارامه ساه ورکړه.

څلور کاله له مخه چې پر يوه رسمي ښوونيز يون اوتاوا ته ورغلی وم، له بده مرغه دوه ورځني کارغالي (ورکشاپ ) دومره کابو رانه کړه چې د يو نژدې خپلوان په مرسته يې، تر کلونو کلو نو وروسته د بيا ليدن، او وروستي ليدن په ترځ کې ورسره تېر خواږه يادونه راتاند کړم!

د زرملوال صاحب يادونه دې تلپاتې او اروادې ښاده وي!

*****************************

 


د افغانستان د نجات
 جرګې له خوا
د خواشينۍ  پيغام

مرحوم غلام محی الدین زرملوال د تېر نسل د فرهنګیانو د کاروان یو مخکښ له دې نړۍ نه سترګي پټې کړې .

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم زرملوال د دفتر او ډګر اتل و . ده د ویښ ځلمیانو د غورځنګ د مورچلونو نه نیولې  د شورویانو سره  ضد په فرهنګي جګړه کې د پام وړ رول لوبولی و .

  کله چه افغانستان د سوسیالیزم او دیموکراسی تر نامه لاندې د ناورین سره مخ شو مرحوم زرملوال د خپلو لیکنو له لارې چې په کې ملي جذبات په کافي اندازه محسوسېدل ، افغانان وحدت او سیاسي تشکل لوري ته رابلل .

 مرحوم غلام محی الدین زرملوال جګړه ځپلی او ټپي افغانستان موږ ته پرېښود بې له دې چې پخپل  ژوند کې  د خپل اوږد مهالې مبارزې محصول یعنی  یو سر لوړی ، د ثبات خاوند او خپلواک هېواد  وویني  .

 مرحوم زرملوال د افغانستان د نجات جرګې د موسسانو څخه  و .

د افغانستان د نجات جرګه د لوی څښتن نه استدعا کوي چې نوموړي ته د ده د دیانت او تقوآ په بدل کې اجر اود کورنۍ پاتې غړو ته يې صبر او استقامت ور په برخه کړي .

د اګست ۱۴    ۲۰۱۰ م کال

د افغانستان د نجات جرګه

*****************************

د حق له اسمان څخه هغه هسک اوځلاند ستوری راپرېوت

په  ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړ چې نامتو مبارز، دحق  لارې  هسک  او ځلانـــد ستوری  خدای بخښلی او ویاړلی غلام محی الدين زرموال له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد.

 انالله و انا اليـــــــــــــــــــــه راجعون .

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اوپه ګردېزښارکې دلویې پکتیافرهنګي ټولنود ګډې جرګې په استازیتوب  زه  محمدامین  بسمل  دژورې خواشیني ترڅنګ  د نومیـــالي  زرملوال صاحب په  دې دردونکي غم کې د هغه له قدرمنې اودرنې کورنۍ سره خپل ځان شریک ګڼم،  زرملوال صاحب ته د فردوس جنت او عزتمنې کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم  .

*****************************

سويډن    دمالمو ښار
د۲۰۱۰ ز کال داگست ۱۴

دا دغم له پاسه غم دی

چي ته پيداسوې تاژړاخلکو خندا کړه       داسي ومره چې ته خاندې خلک ژاړي

 دهيواد يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت  دابد لپاره له موږ نه جلاشو

په ژوره  خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی   ډگر   ټولنيز  شخصيت د جرگو او مرکوپېژندل  سوې څيره الحاج غلام محی الدين زرموال دورپېښې  ناروغۍ له امله، له گران اوهغه ته منلي هيواد افغانستان څخه دبېلتون په شرايطو کښي خپل خوږ ژوند داگست پر ۱۳ مه  دلاسه ورکړ،اوزموږ نه دابدی ژوند په لوردتل لپاره وکوچيدي . اناالله و انا اليه راجعون

دغم خبره داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه افغانان اوقومي مشران خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي افغان ولس  ئې په بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .

ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال  ديوافغان او د ويښو ځلميانو د غورځنګ پخوانی غړی په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې  تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې  ټولی ورسپارل شوی دندي سرته رسولي دې.

دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي اوافغاني کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دخپل توان او طاقت  له مخي  داسي  گامونه اوچت کړي دي چي دتشې ډکول به ئي دډير وخت لپاره موږته گرانه وي .

 موږ پدې ټينگ باور لروچي ددغه ټولنيز اوسياسی  شخصيت  د ملي ،سياسی  او فرهنگې چوپړ يادبه دتل  لپاره  دافغانانوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی خاطرې  په توگه پاته وي .

  په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال  مړينه دهيوادوالو لپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي.

 دلوي خداي ((ج)) له دربار نه د ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال  دکورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دصبر اوحوصلې غوښتنه کوو .

دسیمې ددې دستر مبارز، سیاسي او فرهنګي شخصیت ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال روح دې ښاد ياد دي تلپاتی او ابدي وي . ومن الله التوفيق

په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه  په استازيتوب   حبيب اله  غمخور

 *****************************

د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې
د خوا
شينۍ پيغام

 نيټه: ٢٤/٥/١٣٨٩ - ١٥/٨/٢٠١٠
کابل - افغانستان

 

په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد نوميالي او پياوړي سياسي او ټولنيز شخصيت، د ويښ ځلميانو د غورځنګ د مؤســسينو او فعالينو څخه را پاته نوميالي ښاغلي غلام محی الدين زرملوال د دي فاني نړي څخه وکوچيد.

 

انا لله و انا اليه راجعون

 

ارواښاد زرملوال نه يوازي د هېواد دننه په سياسي ډګر کې فعال بلکه د مهاجرت په ډګر کې هم د روس ښکيلاکګرو پر خلاف په مبارزه بوخت شخصيت وو او د هېواد په فرهنګي جهاد کې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي او د نوي نسل د ذهن په روښانولو او ملي روزنه کې هر اړخيزه ونډه تر سره کړي وه.

ارواښاد د ژوند تر وروستي سلګي پوري د ويښ ځلميانو د غورځنګ د فعاليتونو او هيلو په خپرولو کې خپله ملي فريضه تر سره کړي وه.

 

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ښاغلي غلام محی الدين زرملوال صاحب مړينه هېواد ته يوه ستره سياسي، فرهنګي او ټولنيزه ضايعه بولي.

ارواښاد ته د لوي څښتن تعالي د دربار څخه جنت الفردوس او درني کورني او ويښو فرهنګپالانو او سياستوالو ته جميل صبر غواړي.

 

روح دي ښاد وي

په درنښت

الحاج غرزي خواخوږی

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

*****************************

دميدان ځوانانودټولنې خواخوږۍ پيغام

داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله
دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو

په خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې ملي اومبارز شخصيت الحاج غلام محی الدين زرملوال د روژې د مبارکې مياشتې په درېيمه ورځ د دري نوي کلونو په عمرد له دې فاني نړۍ څخه دابدلپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.

انالله و انا اليه راجعون

ارواښاد زرملوال په ۱۲۹۸ لمريزکال کې دپکتياولايت دزرمل ولسوالۍ دمحال دکلالګوپه کلي کې زېږېدلی، چې وروسته بيالومړی هندوستان او وروسته بياپه ۱۹۹۱ ميلادي کال دکاناډاهېوادته مهاجرشوی و.
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښاد ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.

څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي

په خواخوږۍ
انجينير همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر

*****************************

په ډنمارک کی داغوس دښاردیوموټی افغانانوداتحادیی
اود
    www.nahimi.dk/pashtoویبپاڼی دغړواوکارکنانوله خوادخواخوږی اوتسلیت پیغام

په ډیره خواشینی موخبرواخیستی چی داګست دمیاشتی په دیارلسمه نیټه دافغانستان یومهربان اوخواخوږی سیاست پوه ارواښادالحاج غلام محی الدين زرموال چی دخپل خواږه ژوندډیرکلونه یی دولس په چوپړ کی په پوره ایمانداری اوصداقت تیرکړی وه، دورپیښی ناروغی له کبله دهیوادڅخه لیری داجل داعی ته لبیک ووایه .

انالله واناالیه راجعون

زموږدهیوادپه اوسنی پیچلوشرایطوکی تربل هروخت نه زیات دارواښاد زرموال صاحب شتون دهیوادوالوترڅنګه اړینه وه. اوبایدووایوچی هغه تشه چی دارواښادپه نه شتون کی رامنځته شوه، هیڅوخت به ډکه نه شی. موږدارواښادروح ته دوعاکووچی رب العزت یی دفردوس جنت ورپه برخه کړی. دارواښادکورنی اومینه والوته دجمیل صبرغوښتنه کوو.

په درناوی
داتحادیی دمشرتابه لخوا
دوبیپاڼی دمشرابراهیم نهیمی لخوا

*****************************

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com