ليكنـــــــــــــــــــې

 

په فرانکفورت کې د PSDP له خوا
 د پښتونخوا جشن  راپور

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند     (Pashtoons Social Democtatic Party  (PSDP

  چی  ، دلری  اوبری پښتونخوا د پښتنو ګډ سنګر   دی د ۲۰۱۰ع کال دجون په ۱۲مه  نیټه دفرانکفورت  څانګي په کوربه توب د فرانکفورت په ښار کی   د« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړکړ.

  پدی جشني غونډه کې اروپا میشتودهيواد والو، پوهانو، سیاسي ، ټولنیزو  او ولسي سړیتوبونو  ، شاعرانو، لیکوالانو،میرمنو، تنکیو ځوانانو ، پیغلو او د پښتونخوا  په سلګونو مینه والو  او د ای ار وائی ،  پي ټي وي او نورو خبري رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.

دغه راز   د عوامی نیشنل ګوند مشر او د ریلوی مرکزی وزیر ښاغلی حاجی غلام احمد بلور     د غونډي  ځانګړي  مشر میلمه ؤ.

د ګوند د مشرانو دجرکي غړي ښاغلي سید عليشاه، له خوا دغونډی ګډونوالو ته د هرکلي وویلو وروسته   ښاغلي محمد صادق خان د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره غونډه  پرانستله.

د غونډي د سټیج چاري د ګوند خپرونو د چارو مشر ښاغلي عزیز سرشار له خوا پر مخ بیول کیدي.

 غونډه د ماښام په اووه بجو د پښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه.

ورپسي  د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د فرانکفورت د څانګي په استازیتوب  د غونډي  ګډونوالو ته هرکلی او ستړي مه شي وویله،  لدي وروسته  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلی تاریخپوه  علی خان محسود دګوند په سیاسي مبارزه او د پښتونخوا په تاریخ  او د سیمي په روانو کړکیچنو حالاتو  هر اړخیزه  رڼا واچوله  او له ښاغلي حاجی غلام احمد بلور څخه ئی  مننه وکړه چی زمونږ سره د پښتونخوا جشن په خوشالئ کی ګډون وکړ.

ورپسی د ګوند د کورنیو چارومشر  ښاغلي مبارز څاپی خپله  ارزښتناکه لیکنه  ګډونوالو ته واوروله.

دغه رازد ګوند دوییم مرستیال ښاغلي نصیر خان د ستر پښتون محمد ګل خان بابا ارزښتناک  او مانا لرونکي افکار   ګډونوالو سره شریک کړل، او د ګوند جنرال سیکرټري ښاغلي نصیر ستوری د ګوند نوی ټاکل شوی مشرتابه ،چی ټاکني ئی په ۲۹ مئ ۲۰۱۰ پای ته رسیدلي وي   حاضرینو ته وروپیژندله،  لدی وروسته د ګوند د ښځو او د ټولنیزو چارو مشري میرمن خاپیرئ شینواری په خپله وینا کی په پښتنو میرمنو او پیغلو غږ وکړ چی د پښتو او پښتونولئ په لاره کی دی خپلي هلي ځلي لا  ګړندئ کړي او پدی لاره کی دی د خپلو میړونو، او اولادونو پوره پوره ملاتړ وکړي.

ورپسي د سایل صیب شعر (خوښ د پښتونخوا په میږتون یمه پښتون یمه) په ځانګړي او په زړه پوري انداز سره د یو ی ډلي ځوانانو له خوا وویل شو، چی غونډي ته ئی زیاته ښکلا ورکړه.

ورپسی ددی غونډي ځانګړي میلمه   ښاغلی حاجی غلام احمد بلورچی له پښتونخوا څخه د پښتونخوا جشن کی د ګډون لپاره راغلي ؤ ګډونوالو ته   وینا وکړه  اود پښتونخوا د نوم د لاسته راوړلو، د پښتنو او د سیمی په اوسنیو کړکیچنو حالاتو او په ځانګړی توګه د کوزی پښتونخوا په روانه غمیزه    ئی رڼا واچوله .

لدی وروسته  دپښتونخوا دجشن په مناسبت لنډه او په زړه پوري  مشاعره وشوه چی دپیغلي ډیوه  سنګین وردګ  له خوا پدي شعر سره پیل شوه«د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده*** په کابل او پیښور کی افغان یو دی»  د مشاعري په لړ کی  ، ښاغلي مطیع الله روفي،ښاغلي نسیم  ستوري، میرمن  اوګئ باوري، ښاغلي وسیم لایق، ښاغلي عبدالطیف اپریدی، ښاغلي ببرک دقیق شفیق ، ښاغلي ګل عزیز باوري،  ښاغلي استاد بصیر احمد اصف، ښاغلي عزیز افسوس ، ښاغلي عبدالولي برهان، ښاغلي خیبر  مومند، ښاغلي پيښوري شینواري .  ښاغلي   محمد اسحاق،  ښاغلي ایوب خان، ښاغلي محمد داؤد هلمند او ښاغلي بسم الله خان سنګین ځدران     په ښکلی انداز کی شعرونه واورول .

ورپسی د غونډی د ټنګ ټکور جشني  برخه   پیل شوه چی ، د هیوادنامتو او خوږ غږو سندرغاړو،  ښاغلی  انجنئیر عبدالطیف راهي او  ښاغلی نادر صدیقي ښکلی  ښکلي ملی سندری  وویلی چی د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزید
غونډه  په ملي اتڼونو  سره د شپی په دوه نیموبجو پای ته ورسیده     او د غونډی د تخنیکي همکارانو ښاغلی نسیم  ستوری او ښاغلی عبدالولي برهان څخه مننه وشوه.

دغه راز غونډ ته  د هیواد له دننه او بهر څخه د ځني سیاسي ګوندونو او کولتوري ټولنو او سازمانونو د مبارکئ پیغامونه رارسیدلي ؤ چی  وخت د کمئ له امله ونه ویل شول،  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له دغو ټولو څخه د زړه له کومی مننه کوی .

 

 

 

 

 

 

یادونه:  د غونډی د انځورونو البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ

http://picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/PakhtunkhwaJeshan#

 دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی،د ویډیو د لنډیز د لیدلو لپاره  دلته ټک ورکړئ

http://www.youtube.com/watch?v=GXB14TwNHaw

 

په درناوي

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com