|
د خواخوږۍ پيغام دځان أودخپلې ټولي کورني دزړه له کومي خواخوږی دګران استاد پوهنوال محمدرسول باوری دځوان ورور عزیزالله جان باوری د نا څاپی مړینی په نسبت وړاندی کوم دځوانیمرګ روح دی ښاد او ستاسی درنی کورنۍ ته جمیل صبر غواړم. میرزا محمد تره کئ له مسکو څخه ************ د پوهنمل حاجی محمد نوزادی لخوا د تسلیت پیغام په ډیری خواشینۍ سره د انترنیټ په جال کی د لروبر ویب پاڼی دلاری خبر شوم چی زما د ګران دوست ، وتلی لرغونپوه او پیژندل شوی فرهنګی شخصیت پوهنوال محمد رسول باوری کشر ورو نامراد عزیزالله باوری دیوی ناڅاپی ناروغۍ له کبله په حق رسیدلی دی . ځوانیمرګ عزیزالله جان یو رشید ځلمۍ او دخپلو نورو وړونو پشان ورته پاک خدای ( ج ) غوړیدلی استعداد ورکړی وو چی کولای یی شوه د وطن په ننی ماښام کی لږ ترلږه د یوه کنج روښانه څراغ و ګرځی ، خو : دا فلک یو
څه نادان غوندی باغوان دی زه پدی توګه په ابدی خوب ددغه ځوانیمرګ د ویدیدلو له کبله و الحاج محمدجان باوری ، پوهنوال محمد رسول باوری ، الحاج محمد امین باوری او ددوی و ټولی کورنۍ ته په ژور خفګان سره پدی ماتم کی تسلیت وایم ، د لوی او بخښونکی خدای نه ځوانیمرګ ته فردوس جنت او په ویر کی پاته کسانو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوم . امین یا رب العالمین ************ د غمشريکۍ پيغام په ډيره خواشينۍ د خپل همزولي، ملګري او دوست ارواښاد انجنيرمحمدنعيم په مړينه خبر شوم.
د اروښاد نعيم روح ته د جنت ارامي اوښادي غواړم، د افضل ټکور اود هغوی د ټولې درنې کورنۍ سره غمشريک يم، او ټولو ته د جميل صبر دعا کوم.
|
