ليكنـــــــــــــــــــې

 

بسـمل
۲۶ـ۰۹ـ ۲۰۰۹
  

بېړنۍ اعلاميه

   زموږ په سیمه کې به یوخطرناک سرطاني مرخېړی  ددریمې نړیوالې جګړې سبب شي

   موږ  د ویانا کنوانسیون  د۱۹۶۱او۱۹۶۳زېږدیزوکلونود پرېکړو درناوی  غواړو

قدرمنو، په هیواد،ولس اوناموس مینوهیوادوالو اوسیمه والو!

د جرمني  په  بایرن ایالت کې  دافغانانو کولتـــوري  ټولنـــه  په  ډېر درناوي سره له  تاسو څخه  هیله کوي  چې  دیو خطرناک سرطاني مرخېړي  د پراختیا مخه  ونیسﺉ  او که نه نو د پېړیو پېړیو غلامې  ته  به  اړایستلای شﺉ  .

عزتمنو خویندو او وروڼــو!

په  نړۍ اوسیمه کې  دروانو لوبواو دوه مخوسیاستونوله  مخې  بربنډه اوجوته  شوه  چې  د تروریزم  په  پلمه ورو په ورو زموږ بډایه سیمه  په موډرن  ډول سره د ښکېلاکګروترسینه لاندي کیږي .

کوم څه چې د۲۰۰۱کال  دسپتمبر په یوولسمه نېټه په نیویارک کې پېښ شول  اوس یې نړیوالوته نوي ذهنیتونه  او دبشریت دراتلونکې  لپاره بې شمېره  اندېښنې  پیدا کړې  دي  .

که موږ او تاسو لږ په ځیر سره دافغانستان  اشغال اوورسره څنګ کې بیاپه ډېره بیړه  دعراق  اشغال  ته  پام وکړو نو به  دې نتېجې ته ورسیږو چېSIA   اوبوش  په  توده کې سړه رانه وسته  مانا دسپتمبر د۱۱یوولسمې نېټې په  پلمه یې سم لاسي  دخپلودکتورینوستراتیژیکې نقشې  اودکلونو کلونو سنجول  شوي  پلانونه یوپر بل پسې  په خوراسرټمبګي اوډېره بې رحمي سره عملي کړل .

په پښو ولاړ نظامونه یې ونړول، سیمه یې اشغال  او داشغال  د دوام لپاره یې  داسې مقاومت  وزېږاوه چې هم یې تمویلوي  اوهم  یې هغه برخه ځپي له کومې یې چې سترګه کیږي ترڅوپه سیمه کې د دوی  پاته کېدوته پلمه  پاته  وي .

دا چې صدام  په لنډه  موده کې پیدااوغرغره کېدای شي خو په  نږدې  یوه لســـېزه کې  د اسامه اوطالب  جګپوړو چارواکوپته لا نه لګي  علت یې دښکېلاک اوږدول دي .

زموږ  په  پوره ګمان  اسامه  اوطالب مشران  د SIA او ISI  په ولکه کې دي چې یا خو به یې په  راتلونکې کې  یو ځل بیا په تخت سپاره کړي او یا خو به یې دخپلو ګټو، اعتباراوځان سپیناوي لپاره غرغرې ته پورته کړي .

داچې  ښاغلی مک کرسټل په ډول ډول پلمو سره نور پوځیان غواړي  هدف یې  د سیمې  دایمي اشغال، ناارامي او په اسیا کې نوروطبعي منابعوته  ځان  رسول  دي  لکه  څنګه  یې چې  دسپتمبر د یولسمې نېټې  پېښه  زموږ  د ګران افغانستان  د اشغال لپاره وکاروله  همداسې  دا نننۍ نا امني  کومه  چې دوی پخپله  زېږولې ده  د دې لپاره کاروي  چې  په  سیمه کې  خپل پوځي حضور غښتلی  او هېوادونه یرغمل کړي .

دا خویې لا دا خو تر شا یې ده بلا هغه  داچې  له پاس  ذکر شوي  د(سرطان خطرناک مرخېړي) څخه زموږ هدف  په سیمه کې د امریکا لوی استخباراتي مرکز  دی کوم چې دسفارت په نوم  په پاکستان کې جوړیږي  البته  د تاسود لا مالوماتو لپاره په لاندې ډول  سره دپاکستان  دجنګ  ورځپاڼې لیکنه  خپروو.

ژباړن: هارون شفيقي

له پاكستان نه خپريدونكې جنګ ورځپاڼې په خپله يوه وروستۍ ګڼه كې په پاكستان كې د امريكا د پوځي او استخباراتي بوختياوو په اړه يوه ليكنه خپره كړې ده چې دلته يې په ګډه سره لولو:

 په اسلام آباد كې د امريكا د سفارت د پراخولو د پلان په اړه د پاكستان سترې محكمې ته د هغه هيواد د وطن ګوند لخوا عرض شوى دى او پكې ويل شوي دي چې امريكا غواړي په اسلام آباد كې خپل سفارت اتلس هكتاره نور هم پراخ كړي چې له دې سره به د امريكا سفارت ۵۶ هكتاره (۱۱۵۰جريبه) ساحه ونيسي . په حقیقت کې امريكا غواړي په دې پلمه په پاكستان كې پوځي هډه جوړه كړي. ځكه چې دومره لويه ساحه يوازې د دیپلوماتيكو اړتياوو لپاره نه كارول كيږي، په عريضه كې ويل شوي دي چې كه سفارت  ته دغه ځمكه وركړل شوه نو د پاكستان اتومي تاسيسات او ملكي سلامتۍ ته سخت ګواښ دى.

 امريكا د خپل سفارت د ساتنې او امنيت په پلمه دوه سوه كورونه پر كرايه نيسي د دې ټولو اقداماتو لپاره اجازه وركول د پاكستان لپاره ډير بد شګون دى، پر دې سربېره په پاكستان كې د بليك واټر امريكايي امنيتي كمپنۍ هم فعاله ده چې په جاسوسي او ترهګري  چارو كې ځانګړى مهارت لري، د وطن ګوند له خوا په عرض پاڼه كې دا يادونه هم شوې ده چې سعودي عربستان او ځينې نور عربي هيوادونه په سند او پنجاب كې غواړي اوه لكه هكتاره كرنيزه ځمكه وپيري، د دې  انديښنه شته چې د شرقي هند د كمپنۍ په څېر دغه ځمكه هم د امريكا د لومړنيو موخو لپاره  وپيرل شي،  په ستره محكمه كې پر كورنيو چارو وزارت، بهرنيو چارو وزارت او د قانون پر وزارت دعوه شوې چې بايد د دې معاملې مخنيوى وشي او د هيواد ملي ګټې وساتل شي، تردې وړاندې د سند په ايالتي محكمه كې هم د امريكا په سفارت كې د ۷۵۰۰۰ پوځيانو لپاره د هستوګنځايونو جوړولو پرخلاف عريضه شوې وه، په هغه عريضه كې هم ويل شوي وو چې په سفارت كې د پوځيانو هستوګنه  د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ زيږديز كلونو د ويانا كنوانسيون د پريكړو پر خلاف ده.

 د سفارت او دیپلوماسۍ د نړيوالو اصولو له مخې سفارتونه د داسې پوځي اهدافو لپاره نشي كارول كيداى، په دې ورځو كې  په اسلام آباد كې د امريكا د سفارت د پراخولو او بليك واټر امنيتي كمپنۍ مساله په هرلوى او واړه مجلس كې د هر چا پر خولو ده، څو ورځې وړاندې امريكا ته له سفر نه مخكې د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې آصف علي زرداري د رسنيو مسوولين او سياسي شنونكي روژه ماتي ته ور ميلمانه كړي وو، د ولسمشرۍ د ماڼۍ په يخه هوا كې هم د امريكا د سفارت مساله ډېره توده ياده شوه، زرداري ويل چې د امريكا او هند د سفارتي عملې د شمير پر زياتوالي بايد څوك اندېښنه ونه كړي، كه څوك غواړي چې د خپل سفارت د عملې شمير دوه چنده او يا ترهغو هم زيات كړي هيڅ د اندېښنې خبره نه ده، پاكستان پياوړى او پرخپلو پښو ولاړ هيواد دى،  بهرني سفارتونه او د هغوى كاركوونكي د اصولو پابند دي، خو دا عجيب تصادف ؤ چې له دې روژه ماتي نه مخكې  ولسمشر زرداري د امريكا او چين له سفيرانو سره بيل بيل ليدلي وو، د امريكا سفيرې اين پيټرسد او د چين سفير لوژووائى په تيرو ورځو كې پر دې مسلې په ځانګړيو خبري ناستو كې نظرونه څرګند كړي وو، چين په اسلام آباد كې د امريكا د سفارت پر پراختيا انديښنه ښكاره كړې وه . د چين د سفير په حواله په رسنيو كې دا خبرې راغلې چې هغه د امريكا سفارت ته خبرداری ورکړی وو چې د سفارت د پراخولو په اړه د پاكستان د قوانينو او اصولو درناوى وكړي . دا د ډيرې حيرانۍ خبره ده چې د يوه هيواد سفير د يوه بل هيواد سفير ته د اصولو د درناوي په اړه خپل مسووليت ور په ګوته كوي او پارلماني آداب ور ښيي، دا د ډيرو غيرعادي حالاتو ښكارندوى دى، وروسته د چين د سفارت له لوري يو وضاحت هم په رسنيو كې خپور شو چې په كې ويل شوي وو چې د چين د سفير خبرې په رسنيو كې غلطې خپرې شوې وې، خو دغه خبره ښكاره شوه چې د امريكا د سفارت د پراخوالي مساله بايد د ايف پاك له مسالې سره تړلې وګڼو، په اسلام آباد كې داخله وزارت د دوو داسې پېښو پلټنه كوي چې امريكايي وسله وال چارواكي كله پوليسو درولي نو دوى پوليس وېرولي او د خطرناكو عواقبو ګواښونه يې ورته كړي دي.

 د امريكايي چارواكو له خوا پخپله اعتراف شوى چې دوى د ۱۸ هكتارو پر ځكمه داسې يو كمپليكس جوړوي چې په سيمه كې به د دوى ګټې خوندي كړي او دوى به پرې يو ميليارډ ډالر لګوي. چې ۴۰۵ ميليون ډالر يې په جوړېدو او ساختمان، ۳۳۰ يې د چارواكو پر استوګنځاى، او تر ۵۵۰ ميليونو نور ډالر هم مصرف پرې راځي.

د دې ۱۸ هكتاره ځمكې قيمت يو ميليارډ روپۍ ويل شوى دى، په داسې حال كې چې څه موده مخكې د اسلام آباد حكومت ۶ هكتاره ځمكه په ۶ ميليارډه روپۍ پلورلې وه.

 د امريكا سفيرې اين ډبليو پيټرسن څو ورځې مخكې په يوه خبري كنفرانس كې د امريكا د سفارت د پراخېدو خبره ياده كړه او دا يې هم وويل چې په امريكايي سفارتخانو كې به ۱۵۰ پوځيان اوسېږي.

 نوموړې پاكستان ته د امريكا له لوري وركړل شوې مرستې يادې كړې او ويې ويل چې تر راتلونكو ۱۸ مياشتو پورې به پاكستان ۴ ميليارډ ډالره تر لاسه كړي، تر څو خپل پوځ پرې پياو ړى كړي. د دې ټولو مرستو او تشكيلاتو د حساب كتاب او ادارې لپاره نورو چارواكيو ته اړتيا ده، اوسمهال د امريكا په سفارت كې ۲۵۰ امريكايي او ۱۰۰۰ كسه پاكستانيان په كار بوخت دي چې شاوخوا يې ۲۰۰ كورونه امريكا په كرايه نيولي دي.

 اوسنى سفارت په ۱۹۶۹ كې جوړ شوى، چې د ۱۹۷۹ په اور لګېدنه كې ډېر وېجاړ شوى و، اوسنى تعمير يې هم تر ډېره د اوسېدو نه دى. نوى سفارت به د 56 هكتاره ځمكه باندې په راتلونكو ۸ كلونو كې د ۷۳۶ ميليون ډالرو په لګښت جوړېږي.

 امريكا وايي چې په پاكستان كې د دوى د نوي سفارت ودانۍ او پراخوالى د دواړو هېوادونو د ښو اړيكو ښكارندوى كوي، پر دې بايد پاكستاني چارواكي اعتراض ونه كړي.

 د پاكستان د پوځ پخوانى مشر متقاعد جنرال اسلم بېګ وايي چې په اسلام آباد كې امريكا د سيمې په كچه لوى استخباراتي مركز جوړوي، چې د آى اس آى، ايف بي آى، بلېك واټر امنيتي كمپنۍ، بي ايس سي او نورو امريكايي كارپوهانو او چارواكو لپاره به تر ۳۰۰ زيات مركزونه پكې جوړېږي، چې له دې ځاى څخه به نه يوازې پاكستان بلكې ګاونډي هېوادونه لكه، چين او ايران هم څارل كېږي.

 كه څه هم اسلام آباد اوس ډېر خوندي نه دى او ډېرى د سفارت كاركونكي له خپلو كورنيو سره دلته نه شي اوسېداى، د نورو سفارتونو كاركونكو خپل شمېر كم كړى دى، حتى ډېرو خو يوازې د سفارت په نوم يو تعمير لري او بس.

 د اسلام آباد په ډيپلوماټيكه ساحه كې چېرته چې سفارتونه دي، لوړ لوړ كانكرېټي ديوالونه د ۱۶ فټو په كچه ولاړ دي او پر لوړو دېوالونو يې كامرې لګېدلې دي، چې تر ډېره همدا كامرې څارنه كوي.

 په داسې يوه خطرناك حالت كې چې نور سفارتونه خپلې پښې سپكوي، امريكا ولې غواړي خپل سفارت پراخ كړي؟ د دې پراخوالي او كاركوونكو د شمېر زياتول څه معنا لري، هېڅوك نه دي پرې خبر.

 د پاكستان داخله وزير رحمان ملك وايي چې د دوى استخباراتي كړۍ په ټول هېواد كې شته او هېڅ داسې توطيه نه شته چې د پاكستان لپاره خطرناكه وي، د امريكا د سفارت د پراخوالي يو هدف د امريكايي سفيرې خبرې دي، چې په راتلونكو ۵ كلونو كې امريكا پاكستان ته ۵.۷ ميليارډ ډالره وركوي چې د دې پيسو د مانيټورنګ او كنټرول لپاره نورو كاركوونكو ته اړتيا لري، نو امريكا د دې لپاره غواړي خپل كاركوونكي زيات كړي.

 دا د دې لپاره چې امريكا كومې پيسې په راتلونكو ۵ كلونو كې پاكستان ته وركوي، هغه پاكستان په خپله خوښه نشي كارولاى، بلكې له مخكې ټاكل شوې پروژې به پر مخ بېول كېږي.

 امريكايي سفېرې په دې برخه كې ويلي چې امريكا به پاكستان ته پيسې په ځانګړو څانګو كې وركوي او دا پيسې به ډېرى د انجي او ګانو له لارې مصرف كېږي. دا د دې لپاره چې د امريكا پر پاكستان اعتماد او باور كم شوى دى، ځكه دوى غواړي د پيسو بشپړ حساب ورسره وشي.

 په اسلام آباد كې د امريكا د سفارت اداري مدير جيرالډ فيټاين له بي بي سي سره په يوه مركه كې وويل چې په كراچۍ كې د دوى د قونصلګرۍ د پراخوالي كار له يوه كال راهيسې روان دى، په پېښور كې امريكايي چارواكي د پرل كانټيننټل هوټل د پيرودلو په هكله د هوټل له څېښتنانو سره په خبرو بوخت دي، چې له اخيستلو وروسته به دلته د امريكايانو شمېر ۲۵۰ ته ورسېږي. په دې كې به هغه پوځيان هم شامل وي چې پاكستاني پوځ ته به ټريننګ وركوي، خو د هغوى شمېر نه دى معلوم ځكه تګ راتګ به يې روان وي.

 د امريكا د سفارت دې چارواكي د بلېك واټر په هكله دا خبره رد كړه چې اجازه وركړل شوې چې دلته د تل لپاره پاتې شي.

 بل خوا د پاكستان ځينې سياسي ګوندونو لكه جمعيت علما اسلام، جماعت اسلامي او تحريك انصاف د بلېك واټر پر خلاف د خلكو د پوهاوي لپاره كمپاين پيل كړى دى. د دوى په وينا بلېك واټر په عراق او افغانستان كې د بې ګناه مسلمانانو وينې تويې كړې اوس دوى غواړي په پاكستان كې هم داسې څه وكړي.

 د بلېك واټر له ځينو كارونو له خبرېدو وروسته خلك ډېر په وېره كې دي، اوس د پاكستان حكومت ته دا ضروري ده چې خلك په دې هكله وپوهوي.

هیــــــــــــــــــــــــــــــله :

دبایرن  مېشتوافغانانوکولتوري  ټولنه  په ډېر درنښت سره له ټولو قلموالوملګرو، پوهانو، منورینو، کولتوري   ټولنو، سیاسي او ټولنیزو سازمانونوڅخه  جدي هیله کوي  چې د حقایقو له  مخې  دنړیوالو ذهنتونه  روښانه  او دامریکا ددې خطرناکې پروژې مخه ونیسي  او که نه  دا لوبه به  ځکه   د دریمې نړیوالې جګړې سبب وګرزي  چې نه  چین  دامریکایانو دومره سپین سترګي  زغملای  شي نه روس او نه  دسیمې نور هیوادونه  .

 په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com