|
۲۳ـ۰۱ـ۲۰۱۰
په جرمني کې دبايرن
مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې
اعلاميه
بســــــــــــــــــــــــمل
نن
دشنبې ورځ چې د۱۳۸۸وم لمریز کال دسلواغې
له دریمې نېټې سره سمون خوري زموږ دکولتوري
ټولنې غړو دسږ کال لمړۍ نوبتي غونډه وکړه
چې په طرځ کې یې په ډېرو مهمو سیاسي
او کولتوري مسلو بحث وشو موږ دخپل ګران
هیواد په روانه پېچلې او دردوونکې وضعې
خبرې وکړې، دکابل دلاس پوڅې او ناکامې
ادارې پرله پسې ناکامۍ او دولس په وړاندې
یې نه بخښونکې جفاوې په سختو کلماتو کې
وغندل شوې، موږ د حامد کرزي په عوام فرېبي
اوبیاهم له جنګي جنایتکارانوسره د ملي
مشارکت ترعنوان لاندې دهغه وروستي له
شرمه
ډک ګامونه محکوم کړل، زموږ دغونډې
زیاتره وخت دامریکا په کلیفورناکې دسولې
دجرګې دپرېکړه لیک په ارزونې او ملاتړ و
لګېد له هغه څخه وروسته زموږ بحثونه
د راتلونکې اونۍ په کنفرانس کوم چې
انګرېزانو د خپلوموخو او اغراضو په منظور
په لندن کې پلان کړی دی وغزېدل د دې ترڅنګ
زموږ ملګرو د امریکا غږ،
ازادي اوبي بي سي رادیوګانویوطرفه
اوخصمانه خپرونوته جدي ګوته ونیوه
اوچلوونکې یې چې ظاهرأ افغان ژورنالستان
خودمادي امتیازاتو په بدل کې دخپل پلرني
او مورني هیواد په اړوند خوراغیر مسؤلانه
خپرونې تنظیموي په شدت سره وغندل زموږ
دغونډې پرېکړې، ملاتړ او تصمیمونه
دلاندې اعلامې په تصویبولوکې راغونډ شول
:
۱ ــ موږ دامریکا په کلیفورناکې دسولې
دجرګې له پرېکړه لیک څخه په کلکه ملاتړ
کوو.
۲ ــ موږ دکابل دسولې له جرګې څخه ترهغه
وخته ملاتړ کوو تر کومه چې دکابل دادارې
له اغېز څخه لرې او بې پرې پاته وي .
۳ــ موږ دیو بې پرې نړیوال کنفرانس له
لارې دکرزي د تش په نامه اوله فساد څخه
ډکې ادارې بدیل غواړو تر څو د یو لنډ محال
حکومت په راتګ سره
سولې او ورپسې دعادلانه ټولټاکنو لپاره
زمینه برابره کړي .
۴ ــ موږ له نړیوالو سره دښو مناسباتو تر
څنګ دخپل پلرني هیواد دځمکې او فضأ واک
غواړو .
۵ــ موږ دانګلستان د بهرنیو چارو د وزیر
ملیبند وروستۍ غیر مسؤلانه څرګندونې چې
غواړي افغان والیانو ته زیات صلاحیت
ورکړ شي په کله محکوموو او دا د
افغانستان د تجزې لپاره یوه خطرناکه
لوبه ګڼو.
۶ــ موږ دلندن کنفرانس بې غرضه نه ګڼو
بلکې دا به افغان ځورېدلي ولس ته یوه بله
لومه او دوخت ضایع وي .
۷ــ موږ له یو شمېر هغو تکنوکراتو اومسلکي
افغانانوڅخه غوښتنه کوو چې دخپل شخصیت او
مظلوم ولس د نجات لپاره دکرزي له تش په
نامه ادارې څخه ګوښه شي تر څو د شمال
دجنایتکارې ټلوالې عمر ور لنډ کړي .
۸ــ
موږ له هغو افغان ژورنالستانوڅخه کوم
چې لوېدیځو دا پاس یادو شوو رادیوګانوته
چوپړ کوي غوښتنه کووچې که دخپل هیوادپه
ګټه څه نه شي وېلی نو دنورو مخه دې نه
نیسي او که نه په راتلونکې کې به دهر یو
نوم جلا جلا خپل ولس ته وروښیو.
یوه جـــــــدي هیـــله :
زموږ کولتوري ټولنه په هیوادکې دننه او
بهر له ټولو کولتوري ټولنو، فرهنګیانو،
فرهنګپالو او ملي سوداګرو څخه هیله کوي چې
په خپل اخلاص او نوښت سره دیوې داسې ځواکمنې
نړیوالې رادیو په جوړولو بریالي شي چې
زموږ دولس او ګران هیواد دملي ګټواو
استقلال لپاره دنړۍ په کچه
خپرونې تنظیم او دخپلو حقه حقوقو د
ترلاسه کولو لپاره خپل غږ اوچت کړای شي .
یادونـــــــــه :
که پاس یاد شوي ژورنالستان دپخواپه څېر
خپلو مغرضواوعوام فرېبانه خپرونوته دوام
ورکړي نوله خپلو ټولو هیوادپالوفرهنګیانو،
منورینو،اخبار، ویبپاڼو، ویبلاګ اونورو د
ازادو رسینیوله چلوونکوڅخه په کلکه هیله
کووچې ټول افغان ولس وهڅوي ترڅو دخپل عمر
داخوږې شېبې دغلیم دتبلیغ اورېدلو ته
ورنه کړي باید زیاته کړوچې دادی له
دریولسیزو څخه ور واوښتې چې دپاس یادوشوو
رادیوګانوببولالې مو واورېدې بې له دې
چې خپل روح اوروان
ته
موزیان
ورساوه بله ګټه مو ونه کړه اوس نو پرېږدئ
چې دیادو شوو رادیوګانو دایو شمېر
خرڅ شوي ژورنالستان له خپلې ماتې سره
کډه بار وګرزي .
دجرمني
په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري
ټولنـــه
دامریکا
په کلیفورناکې دسولې دجرګې پرېکړه لیک
دسولې دجرګې د یو شمېر هیوادوستو او
زړه سواندو افغانانو په ګډون چې له
اروپا، کاناډا او د امریکا له مختلیفو
ایالتونو څخه راغلي وو د شمالي کلیفورنا
په هیورا ښار کې د۲۰۱۰ زېږدیز کال د
جنوري په دوهمه نېټه غونډه تر سره
شوه دغه غونډه دقران عظیم الشان د څو
مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل چې بیا
دمهموویناګانو له اورولو څخه وروسته
دافغان ولس برحقې غوښتنې دګډونوالوپه
حضور او خوښه د لاندیني پرېکړه لیک کې
راټولې او تصویب شوې :
۱ ــ جرګې دګران افغانستان داشغال واقعیت
دنړیوالو حقوقي موازینو خلاف اعلان کړ .
۲ ــ دجرګې ګډونوالو له افغان وسلوال
مقاومت سره دمناسباتو او دسولې دتامین په
اړوند دافغانستان په دننه کې دسولې دجرګې
د هڅو ملاتړ وکړ .
۳ ــ جرګې هر ډول فساد، بې عدالتي او
دمخدره توکو کښت چې دجنګسالارانو او
دبشري حقونو دناقضینو یا کوم بل چالخوا
تر سره کیږي په جدي ډول محکوم کړ ل .
۴ ــ جر ګې دملیشو مجودیت اوپه بل هر ډول
رامینځ ته کېدل وغندل .
۵ ــ جرګې دسولې په موخه له وسلوال
مقاومت سره داړیکو ملاتړ دسولې دجرګو له
لارې اعلان کړ ، پرهېزګار او دخلګو په
مینځ کې منلي مشران دسولې دجرګو رسالت په
غاړه اخیستلای شي .
۶ ــ دسولې جرګه کولای شي چې دوسلوال
مقاومت داستازو په ګډون یو بین الافغاني
کنفرانس دایر تر څو د
سولې دیو هیت په ټاکلو سره ددې جوګه شي
چې په نړیوالو کنفرانسونو کې دسولې
دتامین لپاره ګټور ګامونه واخلي .
۷ ــ دسولې جرګه دافغانستان دمعضلي
اوروانوستونځو دحلولولپاره دیو نړیوال
کنفرانس ملاتړ کوي .
۸ ــ دسولې جرګه په داسې حال کې چې
دوسلوال مقاومت په مینځ کې دتحمیلي تلفاتو
غندنه کوي په کلیو، بانډو، ښارونو او
شاوخواکې د بې ګناه افغانانوشهادت په کلکه
محکومي، ددې ترڅنګ دملګرو ملتوله موسسې
څخه جدي غوښتنه کوي چې که په ولسي وګړو
کې مرګ او ژوبله په همدې ډول روانه وي
نوبیا دې دبهرنیوپوځي قوتونوپه حضور کوم
چې لا له بنسټه یې راتګ دتوجې وړ نه و .
۹ ــ دسولې جرګه دټولو هغو بندیانو خلاصون
غواړي کوم چې دبهرنیو قواوو په زندانونو
کې ساتل کیږي .
۱۰ ــ دسولې جرګه دهغو ټولو زندانونو تړل
غواړي کوم چې دبهرنیو ځواکونولخوا اداره
کیږي .
۱۱ ــ دسولې جرګه د ډېورنډ دغیرقانوني
کرښې دواړو خواوو ته پر مېشتو پښتنوهر
ډول بمباري محکوموي او ددې ظالمانه
اعمالو بندول غواړي .
۱۲ ــ دسولې جرګه د ډېورنډ دغیرقانوني
کرښې دواړو خواوو او دهیواد په نورو برخو
کې دبې پیلوټه الوتکو بې رحمانه بمبارۍ
په کلکه محکوموي او ژر تر ژره یې بندول
غواړي .
۱۳ ــ دسولې جرګه دبهرنیو پوځي قواوو شتون
او زیاتوالی دافغانستان دستونځو په حل کې
نه تنها چې ګټور نه ګڼي بلکې زموږ له
هیواد څخه یې دوتلو یوه معینه نېټه غواړي
.
۱۴ ــ دسولې جرګه غوښتنه لري چې دبهرنیو
پوځي قوتونو لنډ محاله حضور او په تدرجي
ډول سره دهغوی وتل باید دیو نړیوال
قرارداد په چوکاټ کې ترسره شي البته دا
قرارداد باید د یو داسې ملي حکومت په
راتګ سره صورت ونیسي کوم چې دوسلوال
مقاومت له ملاتړ څخه برخمن وي .
۱۵ ــ دسولې جرګه دیو داسې قوي، ملي او
اسلامي حکومت ملاتړ کوي کوم چې درښتینو
ملي پولیسو او ملي اردو په رامینځ ته کېدو
کې بریالی شي .
۱۶ ــ دسولې جرګه له ګاونډیانو سره دنېکو
اړیکوپلوی اویو دبل په کورنیو چارو کې
دنه لاسوهنې په موازینو ټینګار کوي .
۱۷ ــ دسولې جرګه دافغان مهاجرینو په
وړاندې دپاکستاني او ایراني مقامونو
ظالمانه کړنې په کلکه غندي او ژر تر ژره
یې درول غواړي .
ومن الله التوفیق
Afghan Peace Conference Declaration
The Afghan Peace
Conference which was attended by many
Afghan patriots and intellectuals who
came from different European countries,
Canada, and different states of the
United States was held in Hayward,
California on January 2nd,
2010. Many Afghans from different
cities and counties of the San Francisco
Bay Area also attended this
unprecedented Grand Peace Conference or
“Jirga”. After the recitation of the
holy Koran and many speeches by
prominent Afghan intellectuals and
personalities, the following declaration
was made:
1.
The Peace Jirga declared the
occupation of Afghanistan a violation of
international laws.
2.
The Peace Jigra participants
supported Peace Jirga’s efforts inside
Afghanistan to establish relations with
armed movements in order to bring peace
in Afghanistan.
3.
The Peace Jirga participants
condemned all types of corruptions,
injustice, and the production of
narcotics by warlords, human rights
violators, and other individuals.
4.
The Peace Jirga participants
condemned the existence and recreation
of militia forces in Afghanistan.
5.
The Peace Jirga supported efforts
to establish contacts with armed
resistance via Peace Jirga in order to
bring peace in Afghanistan.
6.
The Peace Jirga supports the
efforts of our respected seniors and
those who are popular and well-liked
among Afghans to initiate, hold and lead
the Peace Jirga’s and efforts.
7.
With the participation of the
representatives of the armed resistance,
the Peace Jirga can hold an Inter-Afghan
Conference which will choose a peace
delegation to participate in
international conferences in order to
bring peace in Afghanistan.
8.
The Peace Jirga fully supports an
international peace conference in order
to seek and find solutions for
Afghanistan’s conflicts and problems.
9.
The Peace Jirga participants
utterly disapprove the casualties among
the resistance forces and strongly
condemn the killings a of civilians in
Afghanistan’s cities, villages, towns,
and counties. The Peace Jirga demands
that the United Nations reexamine the
presence of foreign troops in
Afghanistan if these killings continue.
10.
The Peace Jirga demands the
release of all the prisoners who were
imprisoned by foreign troops in
Afghanistan.
11.
The Peace Jirga demands the
closure of all the prisons which were
built and created by foreign forces.
12.
The Peace Jirga condemns all the
bombardment of the regions where
Pashtuns live and demands the immediate
suspension of all the bombardment on
both sides of illegitimate Duran Line.
13.
The Peace Jirga condemns the
deadly drone attacks on both sides of
illegitimate Duran Line and demands that
these cruel attacks be ceased
immediately.
14.
The Peace Jirga doesn’t consider
the presence and increase of foreign
troops to be the solution for
Afghanistan’s conflict and demands a
deadline for the withdrawal of all
foreign troops from Afghanistan.
15.
The Peace Jirga demands that the
temporary presence of foreign troops in
Afghanistan and their gradual withdrawal
from Afghanistan be approved by a
national government, supported of the
arm resistance of Afghanistan, and be
regulated by an international treaty.
16.
The Peace Jirga supports the
creation of a strong national and
Islamic government with the support of a
national military and national police.
17.
The Peace Jirga wants and
supports nice and friendly relations
with Afghanistan’s neighboring countries
based on the principles of
noninterference in the domestic affairs
of one another.
18.
The peace Jirga demands an
immediate suspension of the cruel and
unfair treatment of Afghan refugees by
Pakistani and Iranian authorities. |