ليكنـــــــــــــــــــې

 

   بســـــــــمل
  ۰۲ـ۰۵ـ۲۰۱۱

د بايرن مېشتو افغانانو ژور خپګان اوسخت احتجاج ليک

دافغان ولس په اوږو سپرو ګوډاګیانو دملېشو اعلی سرقوماندان حامد کرزي او منفور رحیم  ته په ترخو تورو لیکو چې که تاسې افغانان نه یاست ستاسو نیکونه خو افغانان ول .

که تاسې نن تش په نامه مسلمانان یاست خو ستاسو نیکونه رښتیني مسلمانان ول .

نن ستاسو دنیکونو له ارمانونو، دود اودستور سره  ستاسو په واکمني ؟؟ کې داسې بې شرمانه او لعنتي چلن کیږي چې  دنړۍ په تاریخ کې ساری نه لري .

څلور ورځې پوره شوې چې ستاسو دیو افغان او قهرمان پیلوټ مړی لا یرغلګرو یرغمل ساتلی دی .

کورکلی خپل اوخپلوان یې  ټول  ددې شېبې څاري چې دتاریخ  اتل په  درنښت اوولولو سره دافغان پاکې خاورې پتمنې غېږې  ته  ور وسپاري خوداستاسومنفور اوانسان  دښمن باداران   دافغان ولس  دلازیات  سپکاوي لپاره د احمدګل شهید مړی له  ځان سره یرغمل ساتي .

ستا په خپل کور کې ستا عزت لوټیږي کرزیه  آیا  ته  هم  افغان یې ؟

تا ته دباتور او اتل  افغان (پښتون ) قام حماسې ملنډې ښکاري؟

بس دی بس دی نور یو څه  د احمد ګل شهید  له پاکو وینو څخه زده کړه  ژوند به تل نه وي خواتلولي به دتاریخ  په زرینو پاڼوکې تلپاتې وي .

موږ بایرن  مېشتي افغانان   د هر ژوندي موجود په مړینه  خوابدي کیږو خو هغه  چاچې په لوی لاس موږ ته جګړه او لمبې  راوړې دي له  هغوی سره خواخوږي  وجداني جرم بولو.

موږ دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دافغانانو نظرواخیست  هغوی  داحمد ګل شهید په اړوندسخت  په غوسه دي دهغو ټولو ګلواو اتلو  افغانانو په  استازیتوب  تاسو ته  خپل سخت  احتجاجلیک وړاندې کووچې سملاسي  د شهید افغان  پیلوټ  مړی  خپلوخپلوانو ته وسپارئ  .

یادونــــــه :

موږ د شهید احمد ګل پیلوټ ټولو خپلوانو ته دخواشیني په حال کې دجمیل صبر غوښتونکي ملي اتل احمدګل شهید ته د فردوس جنت سوالونه کوو.

له طالبانو څخه  داګیله کوو چې  په لمړۍ ورځ  خو تاسو احمد ګل خپل یار باله  خو نن یې  دجنازې  پوښتنه  هم نه کوئ .

دشهید احمد ګل دپوره پېژندګلوي لپاره دا لاندې لینک کښېباسئ

 http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15491

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com