ليكنـــــــــــــــــــې

 

ډاکټر داود اعظمي ته
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

 په ډېري خوشحالي سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد ځوان ليکوال، ژورناليست او سياسي څيړونکي ډاکټر داود اعظمي په سويس کې د نړيوال اقتصادي فورم لخواه د ٢٠١١ کال لپاره د نړي په کچه د ځوانانو نړيوال مشرانو په ډله کې غوره سو.

د دغي جايزي لپاره د نړي څخه په زرګونو کسان کانديد وو چې د نيکه مرغه ښاغلي ډاکټر داود اعظمي د بي وزلي افغانستان د ځوانانو استازي په دي وتوانيدي چې دغه جايزه خپل ځان ته نصيب کړي.

ښاغلي داود اعظمي د دوکتورا د لوړ علمي رتبي تر څنګ دری لسانس او دری ماستري ډيګري هم د خپل زيار په کارولو سره ترلاسه کړي دي، په پنځه ژبو باندي پوهيږي او کلونه کلونه کيږي چې د بي بي سي راډيو په نړيوالي سرويس کې چاري ترسره کوي او د يوه کاله را هسي په کابل کې د بي بي سي د دفتر د رئيس په حيث کار کوي.

ښاغلي اعظمي د ژورناليستيکو او څيړنيزو فعاليتو تر څنګ په دری ژبو شعر او نثر هم ليکي.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د دغي نړيوالي جايزي د ګټلو په مناسبت ښاغلي ډاکټر داود اعظمي او د افغانستان ټول ولس په ځانګړي توګه ځوانانو ته مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي، د لوي خدای (ج) د درباره څخه ښاغلي ډاکټر اعظمي ته د لا برياليتوب غوښتنه کوي.

 

په درنښت

الحاج غرزي خواخوږی

د ټولني مشر

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com