شاګله
بارکزی
۱۱ / ۴/ ۲۰۱۰
ورونو،دخپل
هيواد
ديوې
افغانې
اوپښتنې
خورږغ
واورئ!!!
دروان کال دوری دمیاشتی د(۱۲) نیټی څخه کورنی اوبهرنی رسنی
په ډیرزرب دښاغلی حامدکرزی اودافغانستان دغربی مرسته
کوونکوپه ځانګړی ډول دامریکی سره پراړیکویاپه رښتیااندیښمن
دی، یافکرکوی چی انشالله داځل به می ارمان ګوټی پوره شی.
اوځینی هم حیران دی چی خدایه خیرکوه چی داځل به څه ناورین
پیښ شی. درسنیوخپرونی می په ژوره توګه تعقیب کړی دی.
موږمیرمنی، خویندی اومیندی ډیرملایم اودمهربانی ډک زړونه
لرو. باوروکړی چی دهرڅومره زورزیاتی تاب موراوړی دی. دهغه
خاوندلا قسم په خدای دامن اوارامی دوعاوی کووچی یوه ورځ
مودمهربانی ږغ نه دی ځنی ارویدلی ولی په یادولری چی افغانه
ښځه یوڅه نشی بخښلای اوهم یی دخپل ژوندپه بیه نه زغمی، هغه
دبیګانه اویاخپل ناروا سترګی، جنسی تیری اوددغه ډول بی
فرهنګه انسانانودجنسی غوښتنوپه مقابل کی زغم اوحوصله.
نوځکه می زره ځله مرګ خوښ دی ، هغه نالایقه افغان چی
داسلام دسپیڅلی دین په نامه یی زموږمیندی اوخویندی بی عزته
کړی.نوځکه دغه دجهادپه نامه ښامارانوته نفرین لیږم . غواړم
اصلی مطلب دنامتوشاعرښاغلی عبدالباری جهانی دشعردیوی جملی
په لیکلو پیل کړم
پښتنوبیړی ډوبیږی ږغ می اوری ږغ می اوری پښتنوبیړی
ډوبیږی
دښاغلی محشورمیهن فدا(یاتخت است یاتابوت)په مقاله کی می
توجه دی جملی راجلب کړه:
« جناب حامدکرزی به مثابه یک مجاهدمدرن وبریده ازجهادی های
افراطی، شایدازنارامی وجدان مدت هاپیش رنج میبرد........»
دپورته مطالبوتربیان وروسته سړی ویلای شی چی دبی باکه
غربیانوپرپښه یی .. وخیژاوه چی دسفارت ساتونکویی دهمجنس
بازانوجشن زموږپه جګړه ځپلی هیوادکی جوړاوه. داکړنه که
دمجبوریت څخه وه اوکه بل عامل وه، دامیړانه اوغیرت بلل
کیږی.
دښاغلی قطب الدین حقیارپه مقاله کی ولولی: « کرزی که
ازمردم وحتی قوم خودبکلی جداشده درمحاصره افرادانګشت
شمارتیم خود به هذیان ګویی ویاوه سرایی های خطرناک، وضدملی
ومردمی دست زدند ........ »
ښاغلی حقیارصاحب! ستاسوپه نظرملی اومردمی کړنه داده چی
دهیوادیوزعیم په ټوله معنی دزړه له کومی په معنوی اوظاهری
ډول خپله غلامی په اثبات ورسوی. ستاسوترنوشتی می دیوروسی
جنرال لیکنه راپه زړه شوه.« دهیوادصدراعظم سلطان علی
کشتمندته یی څوځله ویلی وه چی روسی سربازانوپه یوه پیښه کی
تیری اوجنایت کړی دی ولی صدراعظم داد دښمن یودسیسه بلله،
چی په وروسته کی هغه روسی جنرال دمرکزی کمیټی عضویت دلاسه
ورکړ.ولی کشتمنددهیوادپرپتمنوښځوتیری دسیسه بلله.»
ایادغه ستاسودنظره ملی کاروه؟؟؟
دښاغلی میرویس زاهد په مضمون کی ولولی : کرزی صایب همیشه
دملکی خلکودوژلو شکایتونه کول .... اوحتی یوورځ یی په ډاګه
وویل: دهلمندولایت انګریزانودغه حالت ته ورساوه اووروسته
یی ددوی یودیپلومات دهیوادڅخه وشاړه ....»
حقیارصاحب! داهم یوضدملی کړنه وه؟هرګزنه . داهغه میړانه وه
چی رښتیاهم ښاغلی عبدالله اودمزارشریف «مردمی؟؟» حکمران ته
دملت پرضدیوعمل ښکاری. ځکه دهلمند، اوروزګان، کندهار..
باتوره ولس چی وژل کیږی دپورته حکمرانانوپه نظرددښمن لیکی
ضعیفه کیږی. فکرونه کړی چی زه پښتون قوم ترنوروباتوره بولم
دهیوادټول وګړی سره وړونه دی اوهمیشه یی دهیوادپه دفاع کی
په ګډه ځانونه قربان کړی دی. زمادویناتیره څوکه
هغوظالمانوته متوجه ده چی په
مختلفوبهانواونومونوزموږدپیاوړی ولس دپاکواحساساتوڅخه
ناوړه ګټه اخلی .
ډاکترعبدالله حتماً دامریکی دځانګړی استازی دغرضه ډکی خبری
ارویدلی دی چی پښتانه یی داسی طالبانوته نژدی وبولل چی په
هره کورنی کی خوبه یوطالب وی! دروسی اوغربی بادارانوتبصری
عبدالله اودده یارانوته جرأت ورکړی اودکرزی صاحب وینایی بی
مسولیته وبلله. ولی په دی دهیوادنالوستی ښځی هم پوهیږی چی
ښاغلی عبدالله په زړه کی دخوښی ګوړی ماتوی، ځکه دکرزی صاحب
دمنځه تلل دنوموړی اودده دمنفوری ډلی چانس ور زیاتوی .
ښاغلی عبدالله ! په دی وپوهیږه چی دهغومنفوروډلوڅخه یوه هم
ستاسی ډله ده چی دخپلی حکمرانی په وخت کی علاوه
پرنوروناوړه کړنودهیوادپرپتمنوښځوپه ډیره سپین سترګی او
دنه وجدان په دردلوجنسی تیری هغه سرحدته ورساوه چی ددی
وحشیانودډاره انجونوځانونه ووژل. اوبیامودمیرویس
زاهددمقالی په استنادپه میلیونونوډالرونه واخیستل
ترڅوبیګناه ځوانان دطالب په نامه ووژنی، مګرهغه په
جبردجګړی لیکوته ټیل وهل شوی وه، لکه تسی چی دپنجشیربیګناه
خلک په جبرجګړی ته ټیل وهل . نه پوهیږم ولی
ستاسودهیواددمظلومو خلکوپه وینوزبیښولوارمان نه خیژی.
هو! دابه درسته وی چی په هیوادکی اداری فساداونوری نادودی
شته اودابه اوج ته هم رسیدلی وی. تاسوښه پوهیږی چی
هیوادجګړی ویجاړه کړی وه تاسواوستاسوهغویارانوچی په
افغانستان کی دمسلمانان جوان نهالګی شین کړی وه، هیوادیی
داسی ویجاړکړچه دکافر زړه هم ورباندی خوږیدی ولی تاسوباک
هم نه ورباندی کاوه. په دغسی حالت کی کرزی دقدرت واګی
ترلاسه کړی. ایاددی ټولوخرابیوعامل کرزی دی؟؟ تاسودټول
کابل واک نه درلودی؟ همدااوس ستاسودنازولوله خوادهیوادپه
شمال کی دجنسی تیریوکړنی دوام نه لری؟؟ خیربیاهم خوښی کوه
اوخپل غوړه مالیوته ادامه ورکړه ولی دهرانسان وجدان ستاسو
په څیرنه دی. پریږده چی کرزی په میړانه خپل په دغه
وینامړشی. کرزی هم دټولومیړنیو افغانانوپه څیریوافغان دی
اووینی یی ترنوروسری نه دی.
ښاغلی نادرشاه سوری بیانوری زړی کیسی راپورته کوی، ښه داده
چی پرملی وحدت ټینګاروشی. باوروکړه چی په اوبوپاک پریوللی
انسانان په ددیرش کلنی جګړی په دوران کی ډیرلږدی که وی
همداکرزی به وی.
ځینی کرزی لیونی اویایی احساساتی بولی. مګرپه کندهارکی دری
ورځی وروسته خوبه یی سوچ کړی وی.ایادابده خبره ده چی فوځی
عملیات دی دسپین ږیروپه مشوره وشی؟ اوبیاوکرزی ته دطالب
نسبت ورکوی. زه نه پوهیږم چی ولی داحافظی دومره ضعیفه دی.
ایادهمدغه کرزی پلارارواښادعبدالاحدکرزی دغه طالبانوونه
وژی. ولی بیاهم پرنوموړی په بی انصافی دطالب ټاپه وهل کیږی
ځکه دهالبروک په نظردپښتون قوم څخه دی؟؟؟
دهلمنددیوی ښځی څخه می پوښتله چی خوری ژوندموڅنګه دی میړه
خوبدچلند نه درسره کوی؟ لوی اسویلی وایستی اوداسی یی وویل:
خوری دمیړه ظلم جارشم، تراوسنی حالت خولاهغه ظلم ښه وه.
اوس خودبمباریوڅخه په لڅ سراولڅوپښوځغلو..... دابیان
دانسان وجدان ته تکان ورکوی. تیره ورځ دایټالویانوپه
جوړشوی روغتون کی دځان مرګی واسکټونه اونورمهمات دلښکرګاه
په ښارکی ونیول شوه، چی درپوټونوله مخی یی دمخالیفینوسره
اړیکی درلودی اودهلمنددوالی دوژلوقصدیی درلودی. په هیوادکی
دی ته ورته ناورینونه جریان لری ایا دهیوادریس جمهورته
لازمه نه ده چی یوڅه افغانی میړانه ښکاره کړی؟ ولی
دابایدومنوچی ښاغلی کرزی دکلونوپه جریان کی مرسته کوونکی
هیوادونه متوجه کړی دی چی خپل کړنی دهیوادداساسی قانون
اوافغانی رواجونومطابق عیارکړی. یوامریکایی لیکوال
ریچاردبروسن دامریکی کړنی په خپل وروستیودومقالوکی په ډیره
شدیده ژبه انتقادکړی دی مګریوافغان مشرددی بیری څخه چی
ګویا بهرنیان به مرسته ونه کړی بایدخوله یی چوپه وی
اوانسانی وجدان یی تکان ونه خوری.
دخدای لپاره دهیوادمیړنی ښځی داسی فریادکوی چی دهیوادناموس
څخه په میړانه دفاع وکړی. دبهرنیوهیوادونومرسته ترهغه وخته
ګټوره ده چی لږترلږه دافغانستان دخلکوناموس ته درناوی وشی.
مرګ اولوږه ډیره ښه ده که بهرنی مرستی زموږدهیواددناموس په
بیه وی. داوی ستاسی دیوخورڅرګندونی چی دهیوادپه ابادی
اودفاع کی ستاسوخویندی دملالی په ډول ځانونه قربانی ته
تیارکړی دی.
پریږدی هغه دوه مخی خلک چی دهیواددخلکودشملی
دټیټولواوداتلوښځودپوړنی په لیری کولوځان ته دبهرنیانوڅخه
دمقامونوغوښتنه کوی. په درناوی
مأخذونه:
دښاغلی عبدالقدیرعلم، ښاغلی قطب الدین
د
Afghan
German.com
ویبپاڼی څخه
حقیاراونادرشاه سدوزی مقالی
دښاغلی میرویس زاهداوښاغلی محشورمیهن فدامقالی
د
nahimi.dk/pashto
ویبپاڼی څخه
رښتیاپه
افغانستان کی څه تیریدل دروسی سترجنرال مایروف لیکنه
د
Larawbar.comویبپاڼی
څخه