|
دعوت پر له پسې ٢٣٠ مه ګڼه خپره او له چاپه راووته
د دعوت د ملي او خپلواکې پښتو خپرونې وروستۍ پرله پسې ۲۳۰مه ګڼه په ۳۲ مخونو کې چاپ او خپره شوه چې په لاندې سرلېکنو ښکلې شوې ده. · د خښتې پرېمنځل، د افغانستان د جوړونې بهرنۍ نسخه - ډاکتر محمد فريد بزګر · استاد تره کي د ددعوت د ادارې سره په مهمه او هراړخيزه تفصيلي مرکه کې: په خواشينۍ سره بايد ووايو چې پښتانه د خپل نن او پرون سياسي مشرتابه د ګناهونو کفاره کورنيو او بهرنيو دښمنانو ته ورکوي · افغانستان کې بېلتون پالنه )وروستۍ برخه( - غلام جيلاني ځواک · کتاب: افغانستان : رښتيا پلټنه د امريکايي لوړنومي ليکوال بروس ريچارډسن د دروند قلم ملغلرې چې د شمالي ټلوالې د مشر احمد شاه مسعود په اړه پکې ډېر اسناد بربنډ شوي او د دغې ډلې اصلي څېره يې د اسناد او کره ثبوتونو په رڼا کې لوڅه کړې ده. دا خورا تاريخې مهم کتاب ښاغلي رحمت اريا پښتو ته ژباړلی او د دعوت د خپلواکو رسنيو د مرکز له خوا چاپ او خپور شوی دی. مينه وال يې د دعوت د ادارې نه اخيستی شي. · ايران در تلاش دستيابي به غنايم سياسي جنګ ضد شوروي در افغانستان )کانفرانس سه جانبه( قسمت دوم - دوکتور م، ع، روستار تره کي · د وژلو ټيم امريکايي وژونکې ډله د عکسونو او تشريح سره. چې لومړی الماني مجلې شپېګل او بيا امريکايي مجلې رولنګ سټون خپاره کړي وو چې اوس دعوت لومړنۍ افغاني خپرونه ده چې دا ټول عکسونه او د بيګناه افغانانو د وژنو پوره داستان خپروي. )د لومړي ځل له پاره( انګليسي برخه: · Partition: Socio/Politico Engineering, Induced Dispossession - by Bruce G. Richardson · The Kill Team - How U.S. soldiers in Afghanistan murdered innocent civilains and mutilated their corpses – and how their officers faild to stop them. Plus: An exclusive look at the war crime photos censored by the Pentagon · The Kill Team Pictures…. د سرليکنې پر ځای پښتو، پښتانه او د مسئوليت احساس پښتانه د سيمې تر ټولو لوی او لرغونی قوم دی چې لويه برخه يې په نني افغانستان او پښتونستان يا په لوی افغانستان کې مېشت دي. خو د دې سره چې دا د سيمې تر ټولو لوی قوم دی خو بيا هم د ډول ډول ستونزو سره مخ دی چې دا ستونزې د ژبني هويت، ژبنې محکوميت او حتی تر عام وژنې پورې رسيږی. د پښتون ژبه، محکومه او خپله پښتون هم محکوم او د واکه بېواکه دي. پښتون هم اور بلونکي دي او هم د اور لرګي، هم ترهګر دي او د ترهګرو قربانې خبره به نه اوږدوم په دې خو ټول پوه او يوه خوله يو چې پښتانه د تاريخ په دې حساسه مرحله کې د يو ستر ازميښت سره مخ دي. څه بايد وکړو؟ ښاغلی سربلند خان يو څه ستونزو اسانه حل په دې ډول په ګوته کوي:
-که
په افغانستان کې پښتانه د يو بل مخې ته ونه درېږي نو د پښتنو په
وړاندې شته ستونزې به نه وي او نه به په راتلونکي کې را پيدا شي. د دعوت پوستي پته: Dawat, P.O.Box 289, 2001 Lillestrom, Norway tel. +47-63844384 mobil. +47-90856195 د دعوت د برېښناليک پته: dawatmedia@gmail.com د دعوت د انترنت پته: www.dawat.no يادونه: په خپل ګډون سره د عوت هميشني لوستونکي شئ. خپله د ګډون ونډه د پوست او هم د بانک د لارې د دعوت په پته راليږلی شئ د دعوت بله ګڼه د چاپ لاندې ده. په پښتونخوا کې د دعوت مينه وال د پيښور په خيبر بازار کې د مکتبه سرحد نه کولای شي دعوت لاس ته راوړي. |
