|

ګل آغا احمدي وردك
له خپل والي څخه د وردګو او ميدان د خلکو ملاتړ
د وردګو اوميدان د ولايت اوسيدونکو د خپل ولايت له
مقام څخه ملاتړ څرګند کړ. دغه ټکی په هغه مطبوعاتي
غونډه کې څرګند شو چې د تيرې پنجشنبې په ورځ چې
روان
۱۳۸۵
هجري لمريز کال د ليندۍ د مياشتې له لومړۍ نيټې
سره سمون خوري د نوموړي ولايت د مرکز او ټولو
ولسواليو د شوری ګانو د ريئسانو، مخورو، سپين
ږيرو، روڼ آندو، د مدني ټولنو د استازو، محصلينو
او عامو وګړو په نوښت د اطلاعاتو او کلتور د وزارت
د کنفرانسونو په نړيوال تالار کې جوړه شوې وه چې د
ګډونوالو شمير يې سلګونو ته رسيده او د هيواد د
خبري رسنيو ځينو استازو او ژورناليستانو هم ګډون
پکې کړی وو.
غونډه د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په
تلاوت سره پيل او ورپسې د وردګو د ولايت د ټولو
ولسواليو او مرکز استازو له خوا د خپلو خبرو په
ترڅ کې د دې ولايت د مقام ښاغلي عبدالجبار نعيمي
سره د ملاتړ پيغامونه خپاره شول. د غونډې ويناوالو
هغه اعمال او تحرکات په کلکه وغندل چې د ډول
ډول سياسي، سليقه يي، شخصي او تخريبي انګيرنو له
مخې يې د ګوتو په شمير اشخاص د دې ولايت د خلکو په
نوم د ولايت د اوسني مقام په ضد په لاره اچوي او
غواړي چې په هغه باندې د بې باورۍ څپه راپورته او
دغه راز اشخاص له دې لارې خپلو تخريبي موخو ته په
رسيدلو کې بريالي شي.
د غونډې ويناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه
چې نوموړي اشخاص د هيواد له پلازمينې څخه د هغو
کسانو له خوا تحريک کيږي چې اصلا د وردګو په ولايت
پورې اړه نه لري، د کابل له چوکونو څخه خپلو موخو
ته د رسيدلو لپاره کسان را غونډوي او د لاريون په
ډول يې د وردګو د خلکو په نوم استعمالوي چې هيڅ
راز معقوله غوښتنه ورسره نشته.
دغه راز اعمال د وردګو او ميدان د اوسيدنکواواز نه
دی بلکي د وردګو او ميدان د ولايت د ټولو ولسواليو
اوسيدونکي د هيواد ولسمشر، حکومت او پارلمان ته د
خپل والي او د ولايت د اوسنيو چارواکو په هکله د
باور د څرګندولو ډاډ ورکوي.
د نوموړي ولايت د جغتو له ولسوالۍ څخه ښاغلي سيد
عمر خان خبرې وکړې چې نوموړې مسئله او ستونزه يې
له لومړي سر څخه د غونډې ګډونوالو ته په څرګندو
ټکو کې واضح کړه او زياته يې کړه چې ولې دا خلک
داسې بيځايه دعواوې کوي او په بيځايه نارو سورو يې
پيل کړی دی؟ همدارنګه ولې دغه د ګوتو په شمير خلک
په خپلو هغو ژمنو نه دي دريدلي چې د وردګو د ولايت
له مشرانو سره يې د ستونزې د حل په اړه کړې وه؟
د غونډې نور ويناوال له ميدان ښار څخه عبدالجبار،
د جلريز له ولسوالۍ څخه سيدعلي قبادي، د سيدآباد
له ولسوالۍ څخه محمد عالم باقري، د چک له ولسوالۍ
څخه زيت الله خان، د شهداوو او معلولينو په
استازيتوب محمد الله، د محصيلينو په استازيتوب
عبدالمتين حميدي، د مدني ټولنو په استازيتوب
شيرشاه عزيزي او د دې ولايت د روڼ آندو په
استازيتوب د ښوونې او روزنې د وزارت مشاور صديق
ويرا خبرې وکړې او د خپل ولايت د اوسني مقام په
اړه يې د ملاتړ او پيوستون څرګندونه وکړه او د هغه
کړنې يې د دې ولايت او سيمې د هر اړخيز پرمختګ په
لاره کې اغيزمنې وبللې.
همدارنګه اړوندو کسانو د هيواد له ولسمشر، حکومت
او پارلمان څخه غوښتنه وکړه چې د دې مسئلې څيړنه
دې وکړي او د سيمې له خلکو دې پوښتنه وشي چې آيا
رښتيا هم دوۍ د ولايت له اوسني مقام سره کومه
ستونزه لري او که نه؟ که يې نه لرې نو هغه د ګوتې
په شمير خلکو ته دې اجازه نه ورکول کيږي چې په دې
اړه پرته له دې چې د سيمې او ولس خلک په جريان کې
وي د خپلو شخصي غوښتنو د تحقق لپاره د وردګو له
ولايت پرته ځينې خلک د ځان په ګټه استعمال او د
مظاهراتو په شکل يې د ګډوډۍ اچولو ډګر ته را
وباسي.
د وردګو او ميدان د ولايت ريښتينو استازو د خپلو
څرګندونو په لړ کې زياته کړه چې د دې ولايت اړوند
يو شمير وکيلان غواړي چې د ناڅرګندو، شخصي، سيلقه
يي او خود غرضو ناوړه موخو او دلايلو له مخې د
ولايت د مقام ښاغلي عبدالجبار نعيمي د کار په
مقابل کې ستونزې پيدا کړي کله د جمهوري رياست دفتر
ته شکايت کوي او کله د پارلمان مخې ته څو کسان
راغونډوي او د وردګو د اوسيدونکو په نوم د د ې
ولايت د مقام په وړاندې دريږي او د هغه پرمختګ د
کاروان مخه ډب کوي چې همدا اوس اوس يې په سيمه کې
سر را پورته کړی او ډير ژر به د نوموړي ولايت هرې
درې ته غزول کيږي.
د غونډې ټولو ګډونوالو ټولو په يوه آواز سره د
خپل ولايت له مقام او د هغه له پرمختيايي چارو څخه
په کلکه ملاتړ څرګند کړ او د غونډې په پای کې هغه
پريکړه ليک د خبري رسنيو په واک کې ورکړ چې د دې
ولايت د اوسيدونکو له خوا تهيه شوی و.
غونډه له غرمې وروسته په يوه بجه پيل او د ماسپښين
په دوو نيمو بجو پای ته ورسېده.
|