ليكنـــــــــــــــــــې

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د امريکې په کليفورنيا کې د سولې د جرګې پرېکړه ليک

د سولي جرګه چه د اروپائي هيوادونو، کانادا او د امريکي له بيلابيلو ايالتونوڅخه يو شمير هيوادپالو او خبيرو افغانانو په کښي ګډون کړي وه، د شمالي کليفورنيا د هوارد په ښار کي د ۲۰۱۰ کال د جنوري د مياشتي  په دوهمه نيټه د کلام مجيد د آيتونو د تلاوت سره جوړه شوه ،  چه وروسته له هر اړخيزو ويناووڅخه، د افغانستان د خلکو غوښتني په غونده کی د ګڼ شمير هيوادوالو په شته والي   کي په دي پريکړه ليک کي تصويب شوي:

 

۱۔ جرګي د ګران هيواد افغانستان د اشغال واقعيت د ټولو نړيوالو حقوقو د موازينو خلاف اعلام کړ۔

۲۔ دجرګي ګډون کونکو په افغانستان کي دننه د سولي د جرګي د هڅو نه د وسله وال مقاومت سره د اړيکو د ټينګولو څخه د سولي د راوستلو لپاره ملاتړوکړ۔

۳۔ جرګي هر ډول درغلي، بي عدالتۍ اود مخدرو موادو  کرنه چه د جګړه مارانو، د بشر د حقونو د تر پښو لاندي  کونکو او يا بل چا لخوا تر سره کيږي په جدي ډول وغندل۔

۴۔ جرګي د مليشائئ قواو موجوديت او يا د هغوي بيا جوړول چه په هر ډول واوسي وغندل۔

۵۔ جرګي د وسله وال مقاومت سره د سولي د راوستلو  لپاره  د سولي د جرګو له لاري د اړيکو د ټينګوکولوڅخه ملاتړ څرګند کړ۔

پرهيزګاره مشران اوهغه هيوادوال چه د خلکو  په منځ کي محبوب دي   د سولي د جرګو د جوړولو دنده په غاړه لري۔

۶۔ د سولي جرګه کولاي شي چه د وسله وال مقاومت د استازوه په ګډون د افغانانو خپلمنځي يوه غونډه  راوبولي  او  دسولي د استازو دټاکلو سره په نړيوالو غونډو کي (کنفرانسونو) د سولي د راوستلو لپاره هلي ځلي وکړي۔

۷۔ جرګه د افغانستان د معضلي د حل د لارو لټولو لپاره د نړيوالي غونډي د جوړيدو ملاتړ کوي۔

۸۔ جرګه په داسي حال کي چه د مقاومت په لیکو کي د تلفاتو زغمل غندي، په کلو او بانډو، ښارونو او د افغانستان په شا اوخوا کي د عامو افغانانو شهادت محکوموي او د ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چه د  دغو وژنو د دوام په صورت کي دي د بهرنيو پوځي قواود حضور د اوږديدو په اړه چه له بنسټ نه د منلو  او توجيه وړ نده  له سره غور وکړي۔

۹۔ جرګه د ټولو هغه بنديانو چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا په بند کي ساتل شوي د خوشي کيدوغوښتنه کوي۔

۱۰۔ جرګه د ټولو هغو زندانونو د تړلو غوښتنه کوي کوم چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا اداره کيږي۔

۱۱۔ جرګه د ديورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته په اوسيدونکو پښتنو د هر راز بمباريو غندنه  او د دي ظالمانه کړو وړو د بندولو غوښتنه کوي۔

۱۲۔  جرګه د ديورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته او د افغانستان نورو ځايو کي د بي پيلوټه الوتکو بي رحمه بمباري په کلکه غندي او د دريدو غوښتنه ئي کوي۔

۱۳۔ جرګه د پوځي قواو شتوالي او د‎ هغو ډيرول د ستونزي د حل لاره نه ګڼي او د دوي د ويستلو لپاره د معيني نيټي د ټاکلو غوښتنه کوي۔

۱۴۔ جرګه غوښتنه کوي چه د بهرنيو قواو لنډ مهاله موجوديت او د هغوي تدريجي وتل بايد د يوه ملي او اسلامی حکومت سره په توافق  چه د وسله وال مقاومت ملاتړ ورسره وي د يو  نړيوال تړون په ترڅ کي تنظيم شي۔

۱۵۔ جرګه د يوه قوي ملي او اسلامي حکومت د جوړیدو  څخه چه  ملي وسله وال پوځ او ملي پوليس ئئ  ملاتړ وي، ملاتړ کوي۔

۱۶۔ جرګه د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو سره  د يو بل په کورنيو چارو کي د نه مداخلي او د ښه ګاونډيتوب د موازينو

 پربنسټ د ښو اړيکو غوښتونکي ده۔

۱۷۔ جرګه د افغان مهاجرو سره د پاکستاني او ايراني مقاماتو د ظلم نه ډک  چلند غندي او د دريدوغوښتونکي ئي ده.

ومن الله التوفيق

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com