|
دسويډن دمالمو په ښار كې
دروان
۲۰۱۰ کال دفبروري دمياشتې
پر ۲۸ مه دارواښا دعبدالمجيد بابي داړوندانواودسويډن
دمالمود ښار فرهنگي ټولنو لخوا د كندهار ولايت د اطلاعاتو
اوكلتور رياست درئيس شهيد عبدالمجيد بابي فاتحه دماسپښين
له يوې بجې نه
تر
درو بجو پورې دمالمو ښارد اسلامي مرکز په جامع جومات کي
واخيستل
شوه
. دفاتحې تر مراسمو وروسته دافغاني کلتوري ټولنې په سالون کې دهغه د اړوندانولخوادفاتحې گډون کوونکولپاره ډوډۍ برابره شوې وه .پدې خيرات کې دلوی څښتن (ج) له دربارنه ارواښاد عبدالمجيد بابي ته په دعاکولوسره دهغه روح ته دلوی اوبې نيازڅښتن له دربارنه دجنت فردوس غوښتنه وشوه . دخيرات اوفاتحې په مراسموکې ټولوگډون کوونکوافغانانودهغه د قاتلينوپه وړاندې د نفرت په څرگندولو سره داعمل دپښتنو اوټول افغان ولس سره يوه لويه دښمني اوجفا وباله . موږ دهغه روح ته په دعاسره دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمرحوم عبدالمجيد بابي ټولو دوستانو ،اړوندانو اوفرهنگیانوته دزړه صبر غواړو . روح دې يې ښاد اوياد دې يې ابدي وي! ومن الله توفيق |