ليكنـــــــــــــــــــې

 

په كابل كې د شهيد عبدالمجيد بابي فاتحه واخيستل شوه

 د مارچ د مياشتې په  لومړۍ  نيټې د  دوشنبې په ورځ  په كابل كې د كندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست د شهيد شوي رئيس عبدالمجيد بابي فاتحه  دماسپښين له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې  واخيستل شوه.

دفاتحې مراسم دكابل په عيدګاه مسجد كې ترسره شول چې كوربه توب يې د اطلاعاتو او كلتور وزير دکتور سید مخدوم رهين، په تخنیکی چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر انجینیر محمد یوسف پښتون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معینان پوهنمل غلام نبی فراهی او وحید سلطان، د خواخوږی ادبي او كلتوري ټولنې مشر الحاج غرزي خواخوږي، د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس دکتور عبدالواحد نظري، د كندهار د ټولنيزې ټولنې مشر عبدالغفور خدام، ، ملي سوداګر حاجي محمديونس مومند او  يو شمېر نورو فرهنګيانو او ټولنیزو شخصیتونو كاوه.

د فاتحې په مراسمو كې پر فرهنګيانو برسېره يو شمير دولتي لوړپوړیو چارواكيو هم ګډون كړى و.

ارواښادعبدالمجيد بابى د فبروري پر ٢٤ مه په داسې حال كې چې د كور څخه  د دندې پر خوا  روان و ، د وسله والو كسانو لخوا ووژل شو.

نوموړى يو پياوړى ليكوال، څېړونکی او ژورناليست او له تېرو اتو كلونو راهيسې د كندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست رئيس و  چې له نوموړي څخه يو شمير ارزښتناک علمي اثار هم پاتې دي.







 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com