|
په سيدني کې دارواښاد اجمل خټک ياد غونډه جوړه شوه
د استرالیا په سیدني ښار کې میشتو پښتنو ، د فبروري پر اوه
ویشتمه د پنچبول په کمونیټي سنتر کې ، د یوې پرتمینې غونډې
په جوړولو ، د پښتنو د نامتو سیاسي ، فرهنګي او
ټولنیزې سټې ارواښاد اجمل خټک بابا یاد ونمانځه.
ورپسې سدني میشتي زلمي ډاکتر ایمل د موضوع په اړه خپله ژباړه ولوستله همدا راز د پښتو ژبې د ستر لیکوال او حقدار ارواښاد تقویم الحق کاکاخیل زوی ښاغلي حسن تقویم کاکاخیل د یوې عالمانه وینا په ترڅ کې د خدایي خدمتګارو د تحریک او په هغه کې د اجمل خټک د رول او هڅو پر بیلابیلو اړخونو رڼا واچول. استرالیایې ځوان بنجامین ګلمار چې پښتونخوا ته یې ډیر ژورنالستیک او څیړنیز سفرونه کړي او په وروستیو کې یې د پښتونخوا او پښتنو په باب یو مستند هم جوړ کړې دی ، د غونډې بل وینا وال وو ، چې د خپلو په زړه پورې خبرو په ترڅ کې یې ، د خدايي خدمتګارو د تحریک ، پاچا خان ، اجمل بابا او پښتنو په باب خپل برداشتونه او نظریات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل. ډاکتر ا حسان الله آذري د غونډې بل ویناوال وو چې د اجمل خټک د سیاسي شخصیت په باب یې رڼا واچول ، ورپسې لیکوال ، شاعر او د سیاسي مسایلو شنونکي عبدالهادي هادي ،له اجمل خټک سره خپلې خاطرې د غونډې ګډونوالو ته واورولې او په خپلو خبرو کې یې د ارواښاد اجمل خټک د شخصیت فرهنګي اړخ راوسپړه ، ده همداشان د غونډې برخه والو ته د دغه لوی اروا شاعر د تل پاتې آثارو او د پښتو په ترقي پسندو ادبیاتو کې د هغه د رول او دریځ په باب رڼا واچول . ډاکتر ستارګل پکتیاوال د غونډې وروستی وینا وال وو چې تر هغه وروسته د غونډې مشر ښاغلي شیریندل خان اوریا ، یاده شوې ناسته وارزوله او د دې په څنګ کې چې د داشان غونډو جوړول یي یو ارزښتناک کار وباله ، په استرالیا کې یې د پښتنو د سولې او همکارۍ له ټولنې (ای پی پی ای) نه هم مننه وکړه چې د مها جرت په ستونزمنو شرایطو کې یې د داسې پرتمینې غونډې په جوړولو د اجمل خټک په شان یوه حقداره شخصیت د حق د ادا کولو هڅه کړې ده .
د غونډې په پای کې د پښتو ژبې او فرهنګ د یوه همیشني
خدمتګار او چوپړوال انور خان منګل له خوا تیاری و ښودل شو
چې د اجمل خټک بابا یو نا چاپ او یا کمیابه اثر به په
خپل
مالي لګښت چاپوي ، همدا شان ښاغلي حسن تقویم کاکاخیل هم
تیاری وښود چې د اجمل بابا د یوه کتاب لګښت ته به اوږه
ورکوي .
|


