ليكنـــــــــــــــــــې

 

دپاکستان لخواپرافغانستان دبريدنوغندنه

د پاکستان لخوا پر افغانستان باندې د بريدنو له امله،
 په جرمني کې د يوې درني غونډې پرېکړه ليک

په جرمني کې د کونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې  په کوربه توب پر افغانستان باندې د پاکستان لخوا د وروستيو توغنديزوبريدونو په اړوند د(( هېورت ))  ښارګوټي د ((ايوينټ پلاست)) په سالون کې،يوه درنه غونډه رابلل شوې وه.  په دغه غونډه کې  چې ګڼ شمېر هېوادوالوپه کې ګډون درلود، د هېواد پر بېلا بېلو مسئالو خبرې وشوې.د غونډې برخه والو د تاريخ په دې حساسو شيبو کې افغانان د بهرنيو او کورنيو د پټو او ښکار توطيو ښکار وبلل اود پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره بريدونه ئی وغندل او د دغه ناروا عمل په مقابل کې ﻻندنی پرېکړه ليک د رايو په اتفاق تاييد او تصويب کړ:د پاکستان د اسلامي جمهوريت له حکومت څخه په کله  غوښتنه کوو، چې پرته له قيد او شرطه، د افغانستان پر خاوره خپل بريدونه ودروي.د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو  او د ملي امنيت د لوی رياست څخه غواړو، چې د هېوادوالو د سلا او مشورې سره سم، ژر تر ژره د خپلو ملي ګټو د ساتنې په موخه د متقابلو بريدونو لپاره ﻻزم تدابير ونيسي.موږ په دې ټينګه عقيده لرو، چې جګړه د ګواښ او شانتاژ له ﻻرې نه ختميږي او د بېګناه هېوادوالو مرګ ژوبله هم د دوو ګاونډيو هېوادونو تر منځ  ستونزې نه شي هوارولی بلکې خبرې او سياسي ﻻر د دواړو ملتونو  د ګټو پر بنا د مسئالې د سياسي حل کلي ګنل کيږي. پاکستان دې د دې د ښمنۍ پر ځای له دې وروسته د متقابلو ګټو پر بنا د دوستۍ پر ټينګښت پانګونه وکړي.په افغانستان کې د ايساف، ناټو او د امريکايي پوځونو  له  قوماندانيو څخه غواړو، چې د بن د پرېکړې سره سم د هېواد سياسي او جغرافيايي حريم  د هر ډول بهرني تجاوز او تيري څخه وساتي.موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت شورا او د اسلامي کنفرانس د غړو هېوادنو ،د ناپييلي هېوادونو، اروپا او  امريکا څخه په کلکله غواړو، د پاکستان پر دولت فشار واچوي تر څو خپل بريدونو د افغانستان پر بې وزله ولس بې له قيد او شرط څخه بند او په راتلونکې کې له داسې بريدونو څخه ډډه وکړي.د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رياست له مقام  او د بهرنيو چارو وزارت څخه په کلکه غواړو، چې خپلې دپلوماتيکې هلې ځلې لا پسې ګړندۍ کړي، تر څو د جګړيزې فضا پر ځای د سولې او پوهاوي فضا رامنځته کړي.که د دې ټولو هلو ځلو سره سم  بيا هم زموږ  د هېواد پر حريم باندې د پاکستاني پوځ تيری دوام ومومي، په دې صورت کې به افغان مجاهد ولس خپلو ټولو ګوندي، سازماني، سمتي ، ګروهي  او انفرادي ګټې شاته پرېږدي او د افغانستان د ځمکني بشپړتيا په خاطر به ټول يو موټی او د نړيوالو د اصولو سره سم د حق او قانون له ﻻرې، د خپلو تيرو اتلانو او نيکونو په څېر به ملي قيام پيل  او  په سرښندې سره به د خپل هېواد څخه په کلکه دفاع وکړي.موږ  بهر ميشتي افغانان له خپلو هېوادوالو سره ځان په هر درد او غم  کې شريک ګڼو او ځان لخوا ورته پوره ډاډ ورکوو.

د کونړ ځوانانو کولتوري ټولنه (کولن / جرمني)
مطیع الله روفی

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com