ليكنـــــــــــــــــــې

 

الحاج سالارزی
اوسلوـــ ناروې

د نجيب کابلي او حشمت غني څرګندونې په کلکه غندم

د‌ ډله ایزو رسنیو څخه خبر شو چې د پوهنې وزیر ښاغلي اتمر د اساسي قانون د ۴۳مې مادې سره سم په کابل کې د پښتنو بچیانو ته ، چې د افغانستان غوڅ ډیره کی جوړوي، په پښتو ژبه د زده کړې څو ښوونځي جوړ کړي دي. د اساسي قانون د پورتنۍ مادې په اساس په ټول هېواد کې ددغسې ښوونځیو جوړول د وزیر صیب دنده او مسؤلیت دی. څرنګه چې د افغانستان په اساسي قانون کې ډېر څه لیکل شوي دي، ولې تر دې مهاله د هېواد دولسمشر په شمول  هیڅ چارواکي او مقام لرونکي اساسي قانون ته درناوی نه دی کړی او نه یې د پلي کولو لپاره نیم فیصده عملي ګامونه اخستی دي. دا چې د پوهنې وزیر صیب اوس د اساسي فانون پلي کولو ته ملا تړلې ده کور یې ودان او بچي یې لوی.

خو داچې د وزیر صیب په دې اقدام سره د هېواد د ملی یووالي دښمنانو نجیب کابلی، چې یو غل او لوټمار دی په دې کار نیوکه کړې ده، ګرم نه دی ځکه هغه نه خپل هېواد او نه خپل هېوادوال او نه د هغوې حقوق پېژني. هغه هر څه ته د لوټمارۍ او چوراو تالان په عینکو کې ویني، ځکه یو شاعر وایي:

 

په دکـــــــــــــــان د نابیناوو ګوهریـــــــــــــانو

خر، مهره یاقوت الماس درې واړه یو دي

پاتې شوه د حشمت غني احمدزي  نیوکه چې دکوچیانو د شورا د ریس په نوم یې په وزیر صیب  کړې ده.  له یوې خوا حشمت غني د کوچیانو د غیرتمن، باتور او په هېواد مین قام ریښتینی استازې نه دی، او له بلې خوا ټول افغانان حشمت غني پیژني چې هغه یو داسې تجار دی چې هغه ته پیسې د قام، ژبې، خپل اولاد او ناموس څخه ډیر ارزښت لري. د حشمت غني او دهغه په څیر د ځینو نوروتش په نامه پښتنو  مغزونه غربي استخباراتو او عیسوي او یهودي کلیسایي مؤسسو او انجوګانو افغانستان ته د صادرولو مخکې وینځلي او د اسلام، وطن او قام مینه یې ترې له منځه وړې او ملي احساسات یې ورته وژلي دي. دغه شمیر کسانو ته یوازې د بهرنیو ګټې او خپلې شخصي ګټې ارزښت لري. د حشمت غني په څیر خلکو څخه د وطن پالنې، قام پالنې او خپلې مورنۍ ژبې پالنه یو پوچ خیال دی.

په پای کې د پوهنې وزیر صیب څخه هیله کوم چې اساسي قانون بې له وېرې پلي کړي. مونږ دوزیر صیب ددغه قانونی عمل هر ډول ملاتړ کوو.

د پښتنو د بهرنیو او کورنیو د ښمنانو د بربادۍ په هیله!

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.