|
طيبه د مېرمن ادبي بهير- بلخ اونيزه غونډه د مېرمن ادبي بهير- بلخ اونيزه غونډه، د روان كال د لړم په څوارلسمه، د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې، د شاوخوا ۱۰ مېرمنو په ګډون ترسره شوه. غونډه، چې د جميلې په تلاوت پيل شوه، د وياندۍ چارې يې زهرا پر مخ وړلې. په غونډه كې د تېرې اونۍ راپور د راپورترې د نه شتون له كبله ونه لوستل شو. حميدې ځلا د غونډې په ترڅ كې د ښې ليكنې په اړه يو مطلب ولوست، چې د ګډونوالو له خوا وستايل شو. غونډه د ګډونوالو له خوا د شعرونو او ټپو په لوستلو لا ښكلې شوې وه. په پاى كې د غونډې كوربنې جميلې غونډه وستايله او زياته يې كړه، چې مونږ بايد نورې مېرمنې هم تشويق كړو، ترڅو له مونږ سره په دې بهير كې برخه واخلي. ميرمن ادبي او كلتوري بهير، څه د پاسه يو كال وړاندې د بلخ مېشتو مېرمنو او د كابل مېرمن ادبي او كلتوري بهير په زيار په مزار شريف كې رامنځته شو، چې دادى هره پنجشنبې دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې ادبي او كلتوري غونډې ترسره كوي. |