د افغانستان
ملت ، لويې څارنوالۍ ،
او نورو عدلي ـــ قضايي ادارو په نوم !
دا كرښه كلېك كړئ ، او په خلاصو غوږونو يې واورئ
!!!
http://www.youtube.com/watch?v=_iQlcYgtfJE
كه دې ډول
جناياتو او سپكو سپورو ته اوس مناسب ځواب ورنكړئ ايا
تاريخ او راتلونكي نسلونه به مو وبخښي ، د وجدان راحت
به بيامومو ؟
دا د
افغانستان د دولتونو د بې تفاوتې پاليسۍ
پايلې دي . كه هر خاين او د پرديو
غلامانو ته په خپل وخت ځواب وركړ شوى واى ،
او (( په خپل ځاى كښېنول شوى واى )) ، خبره به تر
دومره بې حيايۍ نه رسېده .
د موثقو اسنادو په استناد دا د
ازادۍ راډيو د يو كاركوونكي نجيب
عزيز غږ دى ، چې د ازادۍ راډيو
مشر ښاغلي اكبر ايازي نوموړى يوازې له دندې گوښه
كړى دى ، خو : دوۍ اوس د يو ځانگړي
انساني ضد ، اسلامي ضد او افغاني ضد مكتب پيروان دي ،
دوى او د دوى څرگندو مشرانو او ډلو ته چې همدا اوس
مناسب عدلي او شرعي ځواب ورنكړو ، آخر
څه وخت ته منتظر كښېنو ؟
بې فرهنگه نجيب عزيز دې لومړى محاكمه او د
اسلام او افغانيت پرضد د نارواو
او كفر په تور دې پر دار وځوړول شي چې د دې
رواني ناروغۍ د سرايت مخه ونيول شي .
زه بې له شكه چې د چا د ژوند د اخيستو
پلوى نه وم او نه يم ، خو فكر كوم د هغه
ډله كسانو لپاره چې ملتونه وژني ، مرگ او
دوزخ ته د ژر تر ژره لېږدول ډېره مناسبه
سزا ده .
زموږ د ملت او ملي هويت د دښمنانو د ژر تر ژره محاكمې
په هيله
ډاكتر روښان لمر
د ٢٠٠٧ ز كال د جون لومړى نيټه