ليكنـــــــــــــــــــې

 

اسدالله جلال ، کابل

 د مسعود په اړه د افغانستان د مؤرخينو شپږمه پرېکړه

کابل ، د ١٣٨٦ کال د سنبلې ١٨
(د ٢٠٠٧ ، د سيپتمبر٩)

 د افغانستان يو شمېر مؤرخينو او پوهانو نن په کابل کې د يوې غونډې په لړ کې د مشهور  جنګ سالار احمدشاه مسعود په اړه خپله شپږمه غونډه وکړه او د هغه د کارنامو !! په اړه يې له خبرو وروسته  په څو مادو کې دغه پرېکړه وکړه :

١.  احمدشاه مسعود د افغانستان په سپيڅلي جهاد او مقاومت کې هيڅ ونډه نه لرله او يا يې له بده مرغه د جهاد او مقاومت په اړه منفي نقش درلود . د افغان مقاومت په ټول بهير کې يې له روسانو سره پټ تړونونه وکړل ، پيسې او وسلې يې ترې تر لاسه کړې او افغان مقاومت  يې سخت وځپلو. هغه د افغان جهاد او مقاومت په وړاندې ستر خاين دی او د افغان تاريخ پاڼې به يې په همدې نوم ثبتوي .

٢.  د ملګرو ملتونو د سولې پلان د هغه په توطيْه تخريب شو ، د سولې پر ځای وطن د اور د لمبو خوراک شو .

٣.  واک ته د مجاهدينو له رسېدلو سره سم ، هغه د واک د بشپړ نيولو لپاره د بېګناه افغانانو وينې تويې کړې ، شپيته زره کابليان يې ووژل او په افغانستان کې يې قومي ، ژبني او تنظيمي اختلافونه راوپارول .

په دې ډول نو موږ خپله شپږمه پرېکړه کوو او د افغانستان په معاصر تاريخ کې يې يو ځل بيا د يو ناوړه افغان او لوی ملي خاين په توګه اعلانوو .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.