ليكنـــــــــــــــــــې

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

دمکې د مذاکراتو په اړه د افغانستان د اسلامي ګونددريځ

حزب اسلامى تل دجگړي په عاجل او دائمي پاى ته رسېدو او دملت دخوښي حکومت په جوړيدو ټينگار کړى او له بين الافغانى مذاکرتو سره ئې خپل توافق اعلان کړى ، تل ئې  په واضح الفاظو او مکرره توگه ويلى چي بهرنۍ لاسوهني اوبهرني ځواکونه دجگړو د ادامې باعث دي ، که دا لاسوهني بندي شي او اشغالگر ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دجگړي اصلي عوامل پاى ته رسيږي، په دې سره افغانانو ته دخپل برخليک ټاکلو اودخپلي خوښي نظام جوړولو موقع په لاس ورځي او دسولي دتأمين لپاره لار آواريږي، په دې کي هيڅ شک نشته چي دمطرح افغاني لور يو ترمنځ دخبرو اوتفاهم له لاري دجگړي پاى ته رسول تر ټولو غوره، آسانه اوعملي لار ده.دغه حقايقو ته په پام سره موږ د سعودي عربستان په وساطت له بين الافغاني مذاکراتو سره په دې شرط موافق يو چي دا ناسته دبن دناستي په څير نه وي، نه حکومت د پرديو په خوښه جوړ شي اونه وزارتونه په پرديو پوري د تړلو ډلوتر منځ وويشل شي، بهرني ځواکونو او زموږ کينه کښ گاونډيان پرې اغيزونه لري، بهرني تيرې ته مشروعيت ورنه کړي او زموږ دهيواد اشغال مشروع  ونه گڼى او دخبرو آترو د اجندا اصلي موضوعات دا وي :

 دټولو بهرنيو ځواکونو وتل.

·دهېواد په کورنيو چارو کي دبهرنيو لاسوهنو مخنيوى.

·يوه موقت حکومت ته دقدرت انتقال.

·په آزاد او خپلواک افغانستان کي آزاد او عادلانه انتخابات.

·د ټولو سياسي بنديانو بلاقيدو شرط آزادول.l دائمي اوربند.

·ټول هغه تصرفات لغو اوباطل  اعلانول چي داشغال په دوران کي نيواکگرو ځواکونو او د دوى لاس پوڅو حکومتونو تر سره کړي .

·اسلامي شريعت د ټولو قوانينو يواځينۍ مرجع گڼل اوټول هغه قوانين، لوايح اومقررات باطل اعلانول چي له اسلام سره اړخ نه لگوي.

· هغه معاهدې چي اشغالگرانو پر افغانانو تحميل کړې اوزموږ له آزادۍ او خپلواکۍ سره مغايرت لري، بې اعتباره گڼل، دپرديو نظامي اډې، زندانونه، دافغانانو نيونه، په غير افغاني محکمو کي ددوى محاکمه ، بهرنيو محبسونو ته د دوى انتقال اودظالمانه او غير اسلامي مقرراتو له مخي ددوى مجازات دتل لپاره پاى ته رسول.

·موږ دا هم ويلي چي که ځيني افغاني ډلي امنيتي تضمينونه لټوي او د دې لپاره دبهرني سوله ساتي ځواک حضور ضروري گڼي، پر دې بحث کېدى شي، موږ چمتو يو چي د دوى تشويشونه رفعه کړو، داهم کېدى شي چي په دې  موخه بې  طرفه اسلامي هيوادو محدود شمير سوله ساتي دموقتي ټاکلي مودې لپاره په هيواد کې ځاى پرځاى شي، په دې شرط چي :

·دا به دموجوده دروغجنو سوله ساتو په څير نه وي چي له اسلام دښمنو ځواکونو جوړ شوى، داشغالگرانو په خدمت کي دئ او مأ موريت ئې د سولي تأمين نه ، بلکي دسولي تر غولوونکي نامه لاندي د اسلام اومجاهدينو په ضد جنگ دئ.

· له ښارونو نه بهر به په عسکري مراکزو کي ځاى په ځاى کيږي، تگ او راتگ به ئې دافغان حکومت په اجازه او موافقه وي، داسي نه لکه دناټو نيواکگر اوجگړه مارو ځواکونو چي په خپل سر ځي او راځي، په ښارونو کي مراکز لري او گزمي کوي، دافغانستان ځمکه او فضاء مفتوحه سيمه اوتر خپلي مطلقي واکمنۍ لاندي گڼي.
دموقت حکومت تر قومندې لاندې به عمل کوي او دمسئولو افغاني مقاماتو له موافقې پرته به دهيڅ نظامي تحرک حق نه لري،داسي نه چي د اوسني نيواکگر ځواک په څير وي چي په خپل سر عمليات کوي، پر کليو، کورونو، مدرسو او جوماتونو بمونه وروي، هره ورځ په لسگونو مظلوم اوبې وزلي افغانان په وينو کي رغړوي ، نه د افغانانو اونړۍ والو پرله
 
پسې اوجدي اعتراضاتو ته اعتناء کوي او نه دخپل لاس پوڅي حکومت دچارواکو مکرر التماس او غوښتني ته چي تر عملياتو مخکي بايد دوى خبر کړي شي!!

· همدا راز حاضر يوپه دې اړه هم د دوى پر غوښتني بحث وکړو چي د بهرنيو ځواکونو دوتلو  ترڅنگ بايد د مجاهدينو په ليکو که دبهرنيو جنگياليو شتون وڅيړل شي ، موږ ټولو خواوو ته اطمئنان ورکوو چي له دې سره په بشپړه توگه موافق يو چي په افغانستان کي دي نه بهرني نيواکگران وي او نه بهرني جنگيالي، نه دي دهغو لپاره نظامي اډې وي اونه ددغو لپاره نظامي مراکز، که څه هم ټولو ته داخبره جوته ده چي اوس القاعده په عراق کي جنگيږي او پاکستاني طالبان په پاکستان کي ، يو ئې هم په افغانستان کي دجنگيدو او دنظامي مراکزو درلودو ته ضرورت نه لري، په افغانستان کي ددوى دشتون په اړه تبليغات دخاصو سياسي موخو په غرض تر سره کيږي.

·دې ته هم چمتو يو چي تضمين کړو په افغانستان کي به دمخدره موادو دتوليد اوتجارت  مخه نيسو، موږ دنشه يي موادو کښت، توليد اوتجارت حرام گڼو، دهيواد منتخبه شورى به دنورو اساسي مسائلو تر څنگ په دې قضيې بحث کوي او لازم تدابير به نيسي، په دي کي هيڅ شک نشته چي دمخدره توکيو بازار  دنيواکگرو ځواکونو لخوا تود شوى، دوى جنايتکاران او دمخدره توکو قاچاقچيان په څنگ کي نيولي، دلاس پوڅي حکومت لوړ پوړي  چارواکي او دبهرنيو ځواکونو لوړ پوړي افسران په گډه په دې گنده فعل کي لاس لري، د دې ادعا د اثبات لپاره دا دليل کافي دئ . ددښمنانو دا تبليغات په بشپړه توگه بې بنسټه او دروغجن دي چي مجاهدين په دې ناروا فعل کي په لاس لرلو تور نوي، مجاهدين خو هغه دي چي دخپل رب درضاء لپاره خپل سر قرباني کوي، دشهادت تلوسه ئې دې ته چمتو کوي چي له باروتو ډک واسکټ واغوندي او د دښمن په خوا کي چاودنه وکړي!!  دا فرشته صفته مجاهدين به څنگه د حرامو توکيو اوتجارت سره خپل ايمان ته تاوان رسوي اودخپل رب درضاء په خلاف به عمل کوي؟!!

حزب اسلامي افغانستان

١٦/٧/١٣٨٧

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.