ليكنـــــــــــــــــــې

 

د خواخوږۍ پيغام

په خواشينۍ سره خبر سوو چي د افغانستان د معارفو د ډګر تکړه، پیژندلی او منلی شخصیت (الحاج مدیر محمد نبي خان) تر اوږدې ناروغی وروسته د ثور پر ۲۶ مه دسهار پر پنځو بجو په کابل کي د ۸۶ کلو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې. انالله و انا الیه راجعونارواښاد محمد نبي خان خپل ټوله ژوند د افغانستان د ځوانو نسلونو د ښووني اوروزني په چوپړ کښي مصرف کړی و. نوموړي ارواښاد تر پايه ځان د خپل ولس او وطن څخه و نه سپماوه. خدای بخښلی مدیر صاحب یو ډېرمهربانه ، اجتماعي، پاک، حوصله مند، پر وطن مین عالم او فاضل عالي انسان و، چي ځای به يې ښايي تر ډېرو کلونو پوري خالي پاته وي. موږ پداسي حال کي چي د قادر خالق (ج) څخه ورته د جنت الفردوس دعا کوو ، د کورنۍ ټولو غړو ته يې د خپلي خواخوږۍ مراتب وړاندي کو. دا زموږ دټولو ګډ غم دﺉ. رحمن څښتن (ج) دي مدیر صاحب ته جنتونه ور په برخه کړي.

 آمین
په درناوي
د ريشاء کورنۍ

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com