ليكنـــــــــــــــــــې

 

د دوستانو د خواشينۍ پيغامونه

 

د ارواښاد ننګ "داودزي" د مړينۍ په مناسبت
 د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينی پيغام

نيټه: ٤-١٠-٢٠١١ /١٢-٧-١٣٩٠
کابل - افغانستان

په ډېري خواشينی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د مطبوعاتو يو سابقه لرونکي، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلي حبيب الرحمن ننګ "داودزي" د هېواد څخه دباندي په کډوالي ژوند کې د آلمان د بوخوم په ښار کې د دي فاني نړي څخه سترګي د ابد دپاره پټي کړي.

 انالله و انا اليه راجعون

 ارواښاد ننګ "داودزي" چې د هېواد په چاپي خپرونو کې د مسؤل چلونکي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مختلفو څانګو کې د آمر او کارکوونکي په صفت هېواد ته راز راز فرهنګي خدمتونه تر سره کړي چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د لسيزي د چاپي خپرونو په بهير کې په ښه توګه ونډه ترسره کړي وه.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ننګ "داودزي" مړينه يوه فرهنګي ضايعه بولي، د ټولني مشرتابه او ټول غړي په دغه ماتم کې د دوي د درني کورني سره ځان شريک ګڼي.

د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د درني کورني و ټولو غړو ته ېي د تسليت مراتب وړاندي کوي او دوي ته د جميل صبر او زغم هيله مند دي.

 روح دي ښاد وي

 غرزي خواخوږی

د ټولني مشر

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دغمشريکۍ اوډاډگېرنې پيغام

 په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه  اوروزگان ملي مهالنۍ خپروني  اداره !

په زياته خواشینی موخبر تر لاسه کړ چي په دسويډن  دمالموپه ښارکي ميشت ليکوال ،فرهنگپال الحاج محمداقا شيرزادمور،دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې غړي ميوند شيرزاداو دځوان  شاعراوفرهنگي څېرې  دروزگان ملي مهالنۍخپرونې همکار اوتخنيکي مسول  ښاغلي هيوادشيرزاد،ځوان شاعر هلمندشيرزاد پتمني انا  دورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله  له خپلو دوستانواوخپلوانونه دابدی ژوند په لوررخصت واخيست  .

انالله و انا اليه راجعون

موږ پداسي حال کښي چي دښاغلي حاجی محمد اقا شيرزاد دمحترمې مور مړينه دده اوددوي دټولي درنې  کورنۍ لپاره ستره ضايع بولو،ځانونه دښاغلي حاجي  محمد اقاشيرزاد دکورنۍ اوټولو اړوندانو سره پدې لوي  اودردونکي غم کښي شريک بولو. دلوي څښتن  له دربارنه مرحومې ته دپردوس جنت غوښتنه اوپاتې دوستانوته ئې   دزړه صبر غواړو. روح دې ښادوي .

پدې هيله چي بيائي دکورنۍ دکاله دړه دداسي غم پيغام رسونکی ورونه ټکوي چي دائې پرې هيرسي .

په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه  په استازيتوب  حبيب اله  غمخور

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې
 دغمشر
يکۍ او تسلیت پیغام

په ډېره خواشیني سره موخبر ترلاس کړ،چې دلویې پکتیااوښتون  ټولنې تکړه اوفعال غړي زموږځوان، هڅاند، خوږ ژبي با استعداده شاعر، فرهنګي او فرهنګپال  شخصیت  ښاغلي احسان الله  محجورقدرمن  پلار په  سیمه کوراوکلي کې محبوب  اومنلی شخصیت  ډګروال  صاحب بسم الله جان دورپېښې ناروغي له کبله پرون وروسته  د سهارلمانځه له  ادأ کولو څخه  په حق ورسېد.

انآلله و انا اليه راجعون

موږ له ګران  محجورصاحب  اودرنې کورنۍ سره یې  په  دې  دردوونکي غم کې ځانونه  شریک  او سخت  غمجن ګڼو،ده  اودرنې کورنۍ ته یې  له لوی  خدای (ج) څخه  دجمیل صبر او خدای بښلي  ډګروال  صاحب بسم الله جان ته دفردوس جنت غوښتنه کوو.

دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې په استازیتوب

محمدامین بسمل

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې دغم شریکي اوتسلیت  پیغام

په  ډېره خواشیني سره مونن  یو بل  دردوونکی خبر تر لاس کړ، چې دګران او فرهنګپال، درانه او عزتمن لیکوال  حاجي صاحب  محمداقا شيرزادګرانه  مور، دميوند شيرزاد، په  موږ ګران او منلي  فرهنګي  او فرهنګپال  ځوان خوږ ژبي اوباحوصلې شاعر ښاغلي هيوادشيرزاد، زموږ ځوان اوتکړه شاعر هلمند شيرزادپتمنې  اناد ورپېښې ناروغي له کبله له  دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

انالله و انا اليه راجعون

موږ  ټول  په  دې  درانه غم  اودردوونکو شېبوکې کې د شیرزاد صاحب  له  درنې کورنۍ سره ځانونه خورا دردمن اوغمجن  بولو.

موږ دعزتمن  شیرزاد صاحب  درنې کورنۍ  او ټولوخپلوانوته جمیل صبر اوخدای بښلې بي بي ته دفردوس جنت سوالونه کوو.

دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې په استازیتوب

محمدامین بسمل

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com