|
د ارواښاد استاد رحيم غمزده د مړينې له
کبله
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د غمرازئ پيغام په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ښاغلی رحیم غمزده د اوږدې ناروغۍ وروسته د نزدې 75 کالو په عمر د روان ۲۰۱۱ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۱۵ مه نیټه د جمعی په ورځ لدی فانې نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټي کړی رحیم غمزده د تېرو دریو کالونو راهیسی د مرئ د کېنسر یا سرطان په ناروغئ اخته ؤ او د جمعې په ورځ د ننگرهار په یو روغتون کې پحق ورسېد. انالله وانا الیه راجعون ارواښاد رحیم غمزده دپښتو ژبی نومیالی سندرغاړی ،کمپوزر ،شاعراو ممثل ؤ چی د هنر په ډګر کی ئی دډیرو نوښتونو سربیره د پښتنی کولتور د بډایني لپاره ئی دپښتو موسیقي په شرقی، غربی او هندی نوی تالونو سره غني کړی وه. ارواښاد رحیم غمزده نزدې شپېته کاله د هنر په نړۍ کې پاتې شوې ؤ. ملی سیاسی نظر ئی درلود د خپل قام او هیواد دابادئ اوسوکالئ لپاره ئی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی اوخپلو سندروته ئی دمينې او ورورولئ پښتنې رنګ ورکړی ؤ . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Democratic Party (PSDP) د ارواښاد رحیم غمزده مړینه پښتنی کولتور او ټولو پښتنو ته نه جبران کیدونکی ضایعه بولی، دکورنئ خپلوانو ، دوستانو او مینه والوسره ئی پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی. روح دی ښاد وی ******************************** انجنیرعبدالقادر مسعود دخواشینۍ پیغام
ارواښاد استاد رحیم غمزده هغه ویاړلې او برمیاله څیره وه، چې د ده تل پاتی غږ او هنرد اوریدونکو او لیدونکو په زړونو کې منګولې شخوي او خپل ځانته یې راکاږي. دی د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری وو، او په کلونو کلونود بزمونو مشال وو. ارواښاد استاد رحیم غمزده پنځه اویه (۷۵) کاله مخکې د ننګرهارولایت دخوګیانیو په ولسوالی کې زیږیدلی وو. ده له کوچینوالي څخه د موسیقې له هنر سره ځانګړې مینه لرله او په شپاړلس کلنې کې یې د موسیقې دهنر په زده کړو پیل وکړ، او دمحلي موسیقي سره یې زیاته مینه درلوده. ارواښادغمزده صاحب په رادیو او تلویزون کې د یوسلوپنځه شپیته(۱۶۵) په شاووخوا کې آهنګونه ثبت کړي دي، چې د زیاترو آهنګونو کمپوزونه ده خپل جوړکړي دي. دی دکنسرتونوپه اجرا کولو کې د مقاماتو له خوا نمانځل شوی وو، او ډیرزیات سوغاتونه یې ترلاسه کړي وو. ده دخپل ژوند شپیته (۶۰) کاله عمر د افغاني موسیقې په خدمت کې تیر کړی دی. دی نه یوازی، چې دموسیقې دهنر یو تکړه هنرمند وو، بلکې ښه شاعرهم وو. په خواشینۍ سره، دغې نامتوهنرمند، د (۱۳۹۰)لمریزکال د لیندې د میاشتی په (۲۵) نیټه دجمعی په ورځ د(۷۵) کالو په عمر کې د جلال آباد په ښار کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. انا لله واناالیه راجعون د ده مړینه زموږ دهیواد لپاره او په ځانګړي توګه د موسیقې دهنرپه ډګر کې یوه ستره ضایعه ده. زه نه یوازی پدې مناسبت دزړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او څپلوانو ته دصبراو تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم. شاعر وایي:
چې پیدا شوی تا ژړل خلکو خندل په ډیر درنښت ******************************** د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام
نيټه: ۱۶-۱۲-٢٠١١ /۲۵-۹-١٣٩٠ کابل - افغانستان
په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نامتو شاعر او سندرغاړی رحیم غمزده د سرطان د ناروغی له عمله د ۷۵ کالو په عمر نن د جلال آباد په روغتون کی د دی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد رحیم غمزده د خپل ژوند ډیر کلونه د هیواد د موسیقی او هنر په خدمت کی د ډیرو رنځونو او ربړونو سره تیر کړل او د ځان څخه یی ښه او د قدر وړ ادبی او هنری اثار و ولس ته په میراث پری ایښی دی. د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د ارواښاد رحیم غمزده مړینه یوه لویه هنری او کلتوری ضایعه بولی، ارواښاد ته د لوی خدای (ج) د دربار څخه مغفرت، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.
روح دي ښاد وي
غرزي خواخوږی د ټولني مشر
|
