|
د ډاکتر کبير ستوری په ياد غونډه
او مشاعره جوړه شوه
د
۲۰۰۷
عيسوی کال د جنوري د مياشتی په دريمه نېټه د کونړ
خپلواکه ادبی کولتوری ټولنی او د خاص کونړ ادبی
کولتوری ټولنی د خاص کونړ د ليسی په انګړ کې د
هيواد د ملی او منلی شخصيت ارواښاد ډاکتر کبير
ستوری په ياد درنه غونډه او ازاده مشاعره جوړه
کړه . په غونډه کې د کونړ ولايت ګڼ شمير پوهانو ،
اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، مخورو سپين روبو
او مشرانو ګډون کړی وو .
غونډه د سهار په لسو بجو د اطلاعاتو او کولتور
پخوانی رئيس ښاغلي مشفق په مشرۍ د قران کريم د
مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه .
د خاص کونړ کولتوری او ادبی ټولنی مشر ښاغلی استاد
وجی الله
«
شپون
»
راغلو ميلمنو ته هر کلی ووايو او د ارواښاد ډاکتر
ستوری په ژوند او مبارزه ئې رڼا واچوله . ورپسی د
خاص کونړ د ښونی او روزنی مدير ښاغلی اجمل عزيزی ،
د افغانستان د علومواکاډمی غړی او د کابل د
پوهنتون استاد ښاغلی عبدالقيوم
«
مشواڼی
»
، ښاغلی غروال ، ښاغلی مشفق او د ننګرهار ولايت د
ليکولانو او شاعرانو په استازيتوب ښاغلی بشير
«
ګواښ
»
خپلی ليکنی ولوستلی او لنډی ويناوی ئې وکړی .
د مشاعری په برخه کې ښاغلی استاد عرفان الله
«
کوټوال
»
، ښاغلی هدايت الله
«
هدايت
»
ښاغلی عبدالواحد ، ښاغلی غروال ، ښاغلی ګلرنګ
«
کوچوان
»
او نورو ګڼ شمير شاعرانو خپل شعرونه واورول .
د غونډی په پای کې ګډون کوونکی د مازيګر په دری
بجو د ارواښاد ډاکتر کبير ستوری قبر ته لاړل او د
اروښاد روح ته ئې دوعا وکړه . د ګډون کوونکو په
استازيتوب دPSDP
د
مشرانو جرګی غړی ښاغلی ډاکتر شير ولی
«
شير
»
د لنډی وينا وروسته د ارواښاد د مزار د جوړولو
ډبره هم کيښوده .
د غونډی پوره تفصيل او انځورونه به ورسته پر ليکه
شي .
|