|

ګل آغا احمدي وردك
د ډیوو شیبې
هلته د ډیوو وړانګې د مینې په زړه وړونکو انځورونو
کې د ښکلاوو له محل څخه داسې را تاو شوې وې تا به
ویل چې د ګلبڼ د رنګارنګ ګلانو ګلالیو پګړیو ته د
ګوربت له څوکو څخه د سهار د لمر زرین څرک خپل ځان
را رسولي دي.
هلته د ښکلاوو په محل باندې د مښکو داسې یوې خوږې
وږمې پرواز کاوه تا به ویل چې نن بیا بورا د ګلبڼ
د خیالي ګلانو د رنګینو پاڼو پرخه په خپلو منګولو
را جارو کړې او د خپلې غاړې له تبراک څخه لپه لپه
عطر د فضا په سپین مخ ورشیندي او په خپلو نازکو
لاسونو یې د رخسار شونډو ته رنګ ورکوي.
هلته د شرینو ولولو یوې داسې خماري لیلا د ښایست
په لمنو ورو ورو قدم واهه تا به ویل چې بلبلان نن
د مستو سندرو، خوږو ویناوو او پستو خبرو ستیج ته
ختلي او د مینې په د ځانګړي انداز په ترنم سره د
ښکلاوو نړۍ ته سندریزې نغمې صادروي یا دا چې د
ګوربت د عظمت په کمرونو باندې خړې زرکې بوڅې بوڅې
ناستې دي د خپلې سینې په تورو او سپینو کرښو کې یې
د مینې مشالونه ټالونه وهي، د هسک ګوربت د یخ شمال
له رباب سره یې د خپلو زمزمو نظم برابر کړی او د
خپلې ښکلا، عظمت او پرمختیا په ژبه مسکیږي.
هلته د ګوربت په مېنه کې نن د لوی ګلبڼ له لوړو
څانګو، د ښکلا د ستر ماحول له څوکو، د ښایست د
عطرین ګلزار له ورشو، د سمسورو هیلو له رنګین
آرمان او د رنګارنګ غمیو له قیمتی هار څخه د پلوشو
یو داسې کاروان سره يو ځای شوی دی چې د خپل ویاړلي
هوډ تازه کولو لپاره یې د موسکاوو بې شمیره ځولۍ
له ځانونو سره راړوې دي څو ستر ګلبڼ په خپله بخملي
پرده کې را و نغاړي.
نن د ستر غازي او د هیواد ملي اتل غازي محمد جان
خان ټاټوبي، د ستر ادیب، لیکوال او هیواد پال
شخصیت محمد ارسلان سلیمي ادبي ګلبڼ، د هیواد د
ریښتنو پرمختیاوو د سمسورو بڼوڼو پالونکي ډاکټر
صاحب عبدالوکیل سمسورې سیمې، د ستر لیکوال حبیب
الله رفیع څیړنیزې باغچې او د دې ولایت د مشرتابه
کور ته داسې نازولي میلمانه راغلي دي چې د ښه
راغلاست او لبیک لپاره یې موږ د الفاظو په خوښولو
کې هک حیران پاتې یو.
هو نن شنبه چې د روان ۱۳۸۵ هجري لمریز کال د لیندۍ
د میاشتې څلورمه نیټه ده د هیواد د ننه او له
هیواد څخه بهر میشتي څو کسان هغه افغان فرهنګپال
او د پښتو ژبې ادبي سټې یادوم چې د وردګو او میدان
د ولایت په مرکز میدان ښار کې د دې ولایت د مقام
ښاغلي عبدالجبار نعیمي او کلتوري یون میلمانه دي
او د دې ولایت ګوټ ګوټ یې په خپل تشریف راوړلو سره
ښکلی کړی دی. د ادبي کاروان سټې او روڼ آندي د
خپلو آرماني زړونو غوټې یو بل ته پرانیزي او د
هیواد د معاصر کلتور، سیاست او هر اړخیزو مسایلو
په اړه خپل نظرونه سره شریکوي.
نن د کوزې پښتونخوا د کویټې له ښار څخه درویش
دورانی زموږ میلمه دی. نن له هیواد څخه بهر میشتي
افغان ادیبان هر یو ډاکتر طارق رشاد، زرین انځور
او عاشق الله غریب زموږ میلمانه دي. نن د هیواد له
ګوټ ګوټ څخه اسماعیل یون، عبدالغفور لیوال،
عبدالنافع همت، پیرمحمد کاروان، دانش کړوخیل،
همایون کاکړ، امین مفتون، انجنیر احمد فرید، محبوب
الله محبوب، امین الله حبیبي او انجنیر محمد یوسف
زموږ میلمانه دي
.
نن د میلمنو د ښه راغلاست لپاره د دې ولایت مقام
عبدالجبار نعیمي، ستر استاد حبیب الله رفیع، ګل
آغا احمدي، عبدالودود پښتون ځار، غرزی خواخوږی،
شیرشاه عزیزي، حفیظ الله سلام، فتح الباري جمالزی
او د دې ولایت اداري چارواکي د خوښۍ، مننې او
احترام مراتب څرګندوي.
د
نن ورځې میلمستیا او غونډه د ګټورو معلوماتو د
راکړې ورکړې په یوه دوستانه ماحول کې تر سره شوه
په دې مانا چې راغلي پوهنیز او ادبي پلاوي د وردګو
دولایت له مقام او فرهنګي یون سره په زیاتو مسایلو
خبرې وکړې، د وردګو د ولایت پرمختګونه یې وستایل
او هغه یې د دې ولایت د رهبرۍ د مقام د غوره
نوښتونو، اغیزمن پلان او روغ نیت محصول وګاڼه او
خوښي یې پرې څرګنده کړه.
همدارنګه په هغو لویو ملي مسائلو هم تود بحث صورت
و موند چې د ډول ډول عواملو له کبله زموږ
دهیوادوالو ژوند او د پرمختګ کاروان له ګواښونو او
خنډونو سره مخ کوي.
په همدې توګه هغه ګواښونه په نښه او په علمي
ترتیباتو سره د هغه د له منځه وړلو په هکله خبرې
وشوې چې په قصدي توګه د ځینو ځانګړو حلقاتو له خوا
زموږ د ګرانو هیوادوالو د ښیرازۍ، خوښۍ او نیکمرغۍ
کاروان د وروسته پاتې ګړنګونو په تل کې غورزوي.
په همدې توګه د وردګو د ښوونې او روزنې په موجوده
بهیر باندې د میلمنو له خوا د خوښۍ د څرګندولو سره
سره د سیدآباد د ژورنالیزم د انستیتوت په ګډون د
ځینو هغو ښوونیزو موسساتو فعالولو ته ګوته و نیول
شوه چې په سیمه کې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
راغلي پلاوي د نوموړو ښوونیزو موسساتو رغول او
فعالول په سیمه کې د وردګو د پوهنتون د رامنځته
کولو په لاره کې اړین وبلل چې په راتلونکي کې یې د
جوړولو عملي استراتیژۍ ته باید کار وشي.
د دې ورځې په ادبي بنډار کې د وردګو او میدان د
سیمې د کلتوري د بډاینې، د پرمختګ د بهیر په لا
چټکتیا د سیمې د خلکو د یووالي، د خلکو د سوله ایز
ژوند او پرمختګ په اړه د غونډې د ګډونوالو له خوا
د نظریاتو د راکړې ورکړې یوه روښانه لړۍ تر سره او
د نوموړي ولایت د اوسنۍ رهبرۍ د غوره اقداماتو په
هکله د پوره ډاډ څرګندونه وشوه.
راغلي پلاوي د وردګو او میدان د ولایت اوسنی
پرمختګ د ټول هیواد لپاره یوه غوره نمونه وګڼله او
نورو حکومتي چارواکو ته یې د یوه شفاهي پیغام په
ژبه څرګنده کړه چې کاشکي د هیواد د ټولو ولایتونو
د رهبرۍ چارواکي هم د پرمختګ له لیلا سره داسې د
زړه خواله وکړي لکه چې په دې ولایت کې ورسره شوی
او په ډیر کم وخت کې به یې مثبتې پایلې څرګندې او
د وردګو د ولایت ټوله سیمه به د ښیرازۍ په لوري
ګړندي ګامونه پورته کړي
. |