بســـــــــــمل
۰۲ـ۱۲ـ۲۰۱۱
دبن دوهم کنفرانس که دافغان په کوردوهمه ټکـــه؟
قدرمنو لوستونکو!
د اوږدې لیکنې په ځای بهتره ګڼم د څو لنډو جملو په وړاندې کولو سره د پورتني سرلیک دبن د دوهم او بې ثمره کنفرانس په اړوند په لنډ ډول ستاسو خدمت ته څه مالومات درکړم .
دایوڅو ورځې کیږي ، چې دنړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې مې له ډېروبا احساسو افغانانو سره اړیکې ونیوې دوی ټولو په یوه خوله وېیل ، چې دبن دوهم کنفرانس به له لمړي کنفرانس څخه په مراتبوکمزوری وي دا ځکه، چې اوس د مغرضینو سترګې په سیمه کې خلاسې شوې ، دوی ډېر مغروردي او فکر کوي ، چې ګواکې لاس پوڅي اواجنټان به یې ګټې وساتي خو دا فکر ورسره نشته، چې دا حماسي سیمه د امپراتورانو تل پاتې هدیره وه او وي به .
د بن دوهم کنفرانس به هسې دوخت وژنه او افغانانو غولونه وي نورڅه به څوک ترې جوړنه کړي له همدې کبله مې په یوشمېررسنیولکه دپیام افغان تلویزیون، آزادي رادیو اوبي بي سي رادیوکې خپلې نیوکې وکړې هیله من یم ستاسودمنلو وړ وګرزي .
که تاسو دافغان ویبپاڼو د تخنیکي ستونځو له کبله هغه نه شئ اورېدلای نود پورتنیو رسنیو په ارشیفونو کې یې هم موندلای شئ .
یو ځل بیا په لنډ ډول سره تاسو ته لیکم، چې دبن دوهم کنفرانس ځکه دغندنې وړ دی، چې دبهرنیو هېوادونو تر دکتې لاندې به په افغان هیئت هر څه ومنل شي دا ځکه، چې یاد هیئت دبهرنیانو لخواتحمیل شوی دی .
له بي بي سي راډيو سره د ښاغلي بسمل مرکه د دې کرښې په کلېک سره واورئ !
له ازآدۍ راډيو سره د ښاغلي بسمل مرکه د دې کرښې په کلېک سره واورئ !
له پيام افغان تلويزيوني کانال سره د ښاغلي بسمل مرکه د دې کرښې په کلېک سره اورېدلای شئ !