
د خواشينۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ مې خبر واخيست چې د بهاند کورنۍ مشر ورور، افغان اقتصاد پوه شريف بهاند د ورپېښې ناروغتيا له کبله پرون په جرمني کې په حق ورسېد. انا لله و انا اليه راجعونپه داسې حال کې چې د ارواښاد شريف بهاند مړينه د ده کورنۍ او د افغانستان علمي ماحول ته لويه ضايعه بولم، ارواښاد ته دفردوس جنت غوښتنه کوم ، د بهاند کورنۍاو خپلو ګرانو دوستانو هر يو لطيف بهاند، آصف بهاند ، ملالۍ بهاند او احمد شاه بهاند سره په دغه غم کې ځان شريک بولم او ټولو ته جميل صبر غواړم .
ډاکتر شېرحسن حسن
****************************