د زړور وطنپالونکی د شهادت له امله په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند د ډاډګيرنې پيغام
د هيواد د زړور وطنپالونکی ، نه ستړي کيدونکی مبارز، نامی سياسی شخصيت د شهادت خبر ډېر افغانان د غمځپلی هيواد د ننه او د هيواد څخه د باندې په داسې وير اخته کړل چې د ټولو خوبونه او آرام يې تالا ترغه کړل . زمونږ مظلومه او په ساندو ستړی مور ګران افغانستان بيا د يوه رښتينی او سرښندونکی ځوی محمد هاشم وطنوال په مرګ بوره شوه . د تروږمۍ او تيارې مريانو د وطنوال په ياغی وينو د هيواد لمن خړوبه کړه ، تر څو د راڼه سحر او روښانه راتلونکی مخه ډب کړی . خو په پوره باور سره به د وطنوال د ياغی وينو مستی د پيړيو په درندو خوبو خوبولی وطنوال راويښ کړی او د هيواد ساتونکی کاروان به مطلوب سر منزل ته ورسوی .
مونږ په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند ټول غړی په داسې حال کې چې د وطن د شهيد وطنوال سپيڅلو آرمانو ته خپله زيان نه منونکی ژمنتيا په بشپړه يووالی سره نوی کوو، د وير په دې غمجنو شيبو کې د تل ژوندی وطنوال د شهادت له امله د هغه درنې کورنۍ ، ټولو خپلوانو او دوستانو ، همدارنګه د نامداره وطنپالونکی د سنګر ټولو ملګرو ، د افغانستان ملی ګوندمشرتابه او په ځانګړی توګه د افغانستان ملی ګوند ځوان مشر محترم عبدالحی مالک ته ددې جبران نه منونکی ضايعې له امله د زړه له کومې د ډاډ او تسليت مراتب وړاندې کوو او د شهيد روح ته د دعا لاسونه لپه کوو .
په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند شورا
****************************
د وطنوال په وير کې
خړ توپان دی د لوخړو
تر هر وره رسیدلی
یو یو کاڼی له اسمانه
پر هر کور دی رالویدلی
هر افغان دی ددی خاوری
نن په اوښکو لمبیدلی
پر اوار ټغر د غم یی
خوښ پنجاب دی نڅیدلی
که افغان په خوب ویده وی
او ګرګین را پاڅیدلی
هم به لر وی ، هم به بر وی
پدی غم کی زنګیدلی
ګوره تور دیب سری منګولی
فرشتو ته خښمیدلی
هره ورځ یو « وطنوال » خوری
چی په خیټه پړسیدلی
هم په بم هم په راکټ مری
هر ددی هیواد وګړي
پاڅولای پښتون نه شم
خدایه څنګه خوب وهلی
« پښتنو ! کښتۍ ډوبیږی »(۱)
« جهانی » مو ارویدلی ؟
که یو نشی نو ورکیږی
ځان ته مه وایه ښاغلی
نوزادی په لوړ اواز دی
دا پیغام در رسولی
ډنمارک - ۱۹ / ۷ /۲۰۱۱
(۱)- دا د وتلی شاعر عبدالباری جهانی دیوه شعر مطلع ده چی پښتانه یی مخاطب کړیدی .
****************************
د ارواښاد محمد هاشم وطنوال د
شهادت له کبله
د خواخوږۍ پيغام
په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د انسانیت ، ازادۍ او د زیار ایستونکو د داعیې ستر لاروۍ او زموږ د هېواد ځوان او مجرب پارلمانتاریست او یو ستر ګوندي سیاسي شخصیت د دون همتو د غلچکیو بریدونو له وجې د فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړي ، هغه شهید او سپیڅلی دﺉ . هغه په ژوند کې زړور ، خواخوږۍ ، اعتدال پسند ، مشکل کشا او خیرخوا انسان وو . هغه د افغانستان د خلکو ، په تیره بیا د هېواد د روڼ اندو او د وطن د دموکراتو او ملي سیاسي نهادونود یووالي کلک پلوي وو. د هغه د تشې ډکیدل کلونه او نسلونه غواړي . زموږ د برتانیا ملګري په غم او ویر کې ډوب تللي . له دې کبله د هغه درنې مګر په ویر کې ډوبې کورنۍ ، د هغه د مبارزي او مجاهدت دلاري ټولو سر سپارلو ته د زړه د تل څخه تسلیت وړاندي کوي . د شهید د کورنۍ سره د تلپاتې ټینګو اړیکود پاللو هوډ تازه کوي او د لوي خداي څخه غواړي چې نوره افغان وژنه او وینه تویونه بنده شي او د افغان په وطن د سولي لمر وځلیږي .
په برتانیا کې د افغانستان د واحد ګوند شورا
****************************
نيازمحمد مومند
۲۰-۰۷-۲۰۱۱
دخواخوږۍ پيغام
د روان کال د جولای د مياشتې د اولسمې نيټې د ماښام په وخت مې دا زړه بګنوونکی خبر تر غوږ شه چې د افغانستان په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی محمدهاشم وطنوال د ولسمشر کرزی د سلاکار دارزګان د وتلی قومی مشرجان محمدخان سره يوځای د هيواد او خلکو د دښمنانو له خوا په شهادت ورسول شول .
دغې خونړی پېښې نه يواځې د غښتلی او زړور وطنوال مهربانه زړه له خوزښته ودراوه او دهغه پتمنه کورنۍاو نور خپلوان ، د ارزګان شريف خلک او د ارواښاد په زرګونو دوستان ، ملګری او همسنګران يې ويرجن کړل ، بلکې د افغانستان د تاريخی دښمنانو تورې او کرکجنې څيرې يې يو ځل بيا را بربنډې او د هغوی په وړاندې يې زمونږ د وطنپالو خلکو کرکه او غوسه نوره هم راوپاروله .
ارواښاد محمد هاشم وطنوال يو پياوړی سياسی ، ټولنيز شخصيت ، د مهربانه زړه څښتن زړور مبارزاو صادق سياستوال وو او د خپل آګاهانه سياسی ژوند تر وروستيو شيبو د سولې آزادۍ ، دموکراسۍ ، ملی – ټولنيز عدالت او د هيواد د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ او ملی يووالی د ټينګښت له پاره يې په پرلپسې توګه مبارزه کوله او په دغه سخته خو له وياړه ډکه مبارزه کې يې جيلونه ، شکنجې او مهاجرتونه وزغمل ، خو اراده يې کمزورې نه شوه .
زه په داسې حال کې چې د هيواد او خلکو د دښمنانودغه خايينانه عمل په کلکه غندم ، پوره باور لرم چې افغان وطنپالونکی به د وطنوال آرمان چې هغه د وطن د مليونو خلکو آرمان هم دی او هغه د سوله ايز ، په دموکراسۍ ولاړ او پياوړی او خپلواک افغانستان جوړول دی ، په پوره ميړانې سره سر ته ورسوی .او د هيواد د تاريخی دښمنانو ناولی خوبونه او شوم نيتونه به خاورې ايرې کړی .
زه په دې غمجنو شيبو کې د هغه درنې کورنۍ ، پتمنې مېرمنې ، نازنينو لورګانو او نازولو زامنو : نعيم ،قسيم ، او نسيم او د افغانستان د واحد ګوند مشرتابه هيأت او ټولو غړو ، د ارواښاد وطنوال ټولو خپلوانو ، دوستانو ، همسنګرانو او د هيواد د روشنفکری غورزنګ لارويانو ته خپله ژوره خواشينی څرګندوم او هغه ارواښاد ته د لوړو جنتونو هيله کوم .
اروا دې ښاده وی !
****************************
په اروپا کې
د افغانستان واحد ګوند
د انسجام کميسيون له خوا
د
تسليت پيغام
په بيساری خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړ چې د افغانستان په اولسی جرګه کې د ارزګان د خلګو استازی او د افغانستان د واحد ګوند د مشرتابه شورا غړی ، ځوانیمرګ محمد هاشم وطنوال د هیواد د دښمنانو دیوه وحشيانه برید ښکار او په شهادت ورسید.
انالله و اناالیه راجعون
دازړه بګنوونکی خبر د هيواد دکليو او بانډو نه نیولی په ټوله نړۍ کې په غمجنه چټکتيا سره تأو راتأو شو او پر وطن مین افغانان یی دغم په څپو کی لاهو کړل. دې ويرجنې پېښې نه يواځې د وتلی شهید درنه کورنۍ او د ارزګان غمځپلی خلګ د وير پر ټغر کښینول بلکه د افغانستان د واحد ګوند د ټولو وطنپالو غړو او د هيواد د روڼ آندی غورځنګ د لارويانو په زړونو کی يې د ویر او انديښنو کرغیړن سيورۍ وغوړاوه .
موږ په داسې حال کې چې د ځوانیمرګ وطنوال دا بیرحمانه وژنه د خارجی افغان دښمنو استخباراتو او وحشی تروريستانو په ټنډو يو بل تور داغ ګڼو او د هيواد د ترقی غوښتونکی غورځنګ له پاره يې یوه جبران نه منوونکی ضایعه بولو ، د هغه شهيد ستر روح ته دعا کوو او په دې غمجنو شيبو کې دده په ویر کی اوښکی تویوو .
موږ ته د وطن هر شهید بچۍ چی پدی اوږده غمیزه کی په وینو لمبیدلی دی ، محمد هاشم وطنوال دی او هری کونډی او یتیم ته ددی نامراد د ګونډی او یتیمانو په سترګه ګورو .
شهید محمد هاشم وطنوال د پارلمان په دواړو دورو کی د ارزکان د خلګو د یوه منلی استازی په توګه د اولسی جرګی غړی پاته شوی او هلته یی په دریم خط کی د وطنپالو وکیلانو ترمنځ د درناوۍ نه ډک ځای درلود .
خدای بخښلی وطنوال د کابل پوهنتون کی د لوړو زده کړو دپای ته رسولو وروسته د دولتی ادارو په بیلابیلو څانګو کی په پوره ایمانداری او د وطنپالنی په بشپړه مینه کار کړی چی ددی لاری یی د هیوادوالو او په ځانګړی توګه د ارزګان د غریب اولس درناوی او ملاتړ تر لاسه کړی دی .
موږ پداسی حال کی چی ددغو هیوادوالو سره پدی ماتم کی ځان شیریک ګڼو ، ددولت نه غواړو چی ددی غمیزی څخه د وتلو په موخه دملی روغی جوړی د لاری په وطن کی د تلپاتی امن د راوستلو په هیله کوټلی ګامونه واخلی ترڅو ددی وطن نوری کورنی ددا ډول ماتمونو څخه و ژغورل شی او لانورهم د یتیم په اوښکو د بلی کونډی لمن لنده نشی .
موږ د زړوروطنوال او پر وطن مین نامراده ځوان سره د وداع په لړزوونکی موکه ددغه نوميالی شهيد دپاره دپاک خدای ( ج ) نه فردوس جنت ، دده غمجنی کورنۍ، د اورزګان غمځپلو خلګو ، د افغانستان د واحد ګوند مشرتابه شورا ، ددې ګوند ټولو غړو او د هيواد ترقی پلوه غورځنګ ټولو لارویانوته تسلیت وړاندی کوو او جمیل صبر ورته غواړو .
په اروپاکی د افغانستان د واحد ګوند دانسجام کمیسیون
****************************
د ارواښاد شهيد محمد هاشم
وطنوال
د شهادت له امله د خواخوږي پيغام
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد وتلي سياسي شخصيت، د سولي او دموکراسي پياوړي مبارز او په ولسي جرګي کې د روزګان ولايت د خلګو منتخب استازي ارواښاد محمد هاشم وطنوال د افغانستان د سولي او سوکالي د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيد.
انالله و انا اليه راجعون
شهيد محمد هاشم وطنوال په افغانستان کې د دموکراسي او د سولي رښتني مبارز چې کلونه کلونه ېي د ناخوالو، بدمرغيو او استبداد پر خلاف مبارزه کړي او ډېري ستونزي ېي ګاللي، د ډاکټر نجيب الله د واکمني په مهال د سوله غوښتونکو مبارزينو په قيام کې نيول سوي، په اعدام محکوم او وروسته ېي شپږ کاله بند ګاللي ؤ. د محبس د خلاصيدلو وروسته په افغانستان کې د سولي د ټنګښت د غورځنګ په مشرانو کې پاته سوي ؤ چې د ژوند تر پايه پوري د سولي او پخلايني په لاره کې هلي ځلي کولی.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د ارواښاد وطنوال شهادت يوه لويه ملي ضايعه بولي، د لوي څښتن تعالي له دربار څخه شهيد ته جنت الفردوس، درنۍ کورني، ملګرو، دوستانو او د لوي کندهار زوريدلو خلګو ته د جميل صبر غوښتونکي دي.
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
****************************
حکيم روان
پيام تسليت
خبر دردناک و اندوهبار قتل وحشيانه انسان بزرګ ، مبارز نستوه و وطنپرست پرشور محمدهاشم وطنوال نماينده مردم رنجديده ارزګان در ولسی جرګه افغانستان و عضو هيأت رهبری عالی حزب واحد افغانستان در فضای غم آلود کشور و جهان درهم پيچيد . طنين ګوشخراش اين خبر ملال انګيز فاميل شريف وطنوال نامراد ،رفقا و دوستان او را در سوګ و شوک عميق فروبردند. رفيق و دوست ګرامی ما وطنوال عزيز با جاودانګان پيوست .اين راه حقيقی وی بود و اين پايان طبيعی راه او ست . او که راهها را به سوی قلبها باز ميکرد ، اينک جايګاه شايسته خودرا در قلوب مردمان کشور ، رفقا و دوستان خويش احراز کرد .
نام نامی او درج صفحات زرين تاريخ پر از فراز و نشيب ميهن به خون نشسته خويش ګرديد.
کسی مارا ترک کرد که ايمان خودرا به آرمانهای والايش، تا آخرين دم زندګی اش حفظ کرد. وطنوال شهيد با از جان ګذشتګی و ايثار ، با تحمل مشکلات فراوان و طاقت فرسا در راه سعادت انسان ، ترقی و شګوفانی کشور فداکاريهای بيشماری را متقبل ګرديد. وطنوال انسانی بود شعله ور از شور وجدان و منور به نور ايمان . چهره جذاب و شاداب او ، اخلاق و فضايل عالی انسانی او ، عقول وقلوب انسانها را تسخير ميکرد . تواضع و خاکساری ، صداقت و راستی ، ترحم و خدمتګذاری، انساندوستی و وطنپرستی از مشخصات عمده شخصيت وی بود . دوستی بود که هرګز فراموش نخواهد شد .
تير ابليس فرشته آزادی ، حقوق و آرمانهای عالی و شريفانه انسانی را از پا در آورد ، تا زبانه های آتش عشق سوزان آزادی انسان را در مجمر خلق کشور فرونشاند و ظلمت قرون وسطايی را به کلبه تاريک مان برګرداند. ولی شعله های آتشيکه وطنوال اين فرهيخته مرد مبارز و ياران او برافروخته اند، اميال ضد انسانی خفاشان ظلمت پرست ، عقبګرا و تاريک انديش را به خاک يکسان خواهد ساخت . وطنوال فرزند برومند تاريخ بود و با تاريخ خواهد زيست .
مشت دژخيمان زبون و تفاله خوار آی ـ اس – آی پاکستان با ارتکاب اين جنايت هنوز زبونتر شدند. همسنګران و همرزمان وطنوال شهيد ، راه پرافتخار اورا با استواری و پايداری بی نظير تعقيب خواهندکرد .
درين لحظات غم و اندوه بيکران ، نسبت قتل وحشيانه دوست ګرانمايه خود،مراتب صميمانه تسليت خويش را به تمام اعضای شريف خانواده وطنوال شهيد، مردم رنجديده ارزګان ، هيأت رهبری حزب واحد افغانستان ، کليه نيروهای ملی و دادخواه کشور و کافه ملت افغان ، تقديم ميدارم .
بګذار رشادتها و سرافرازيهای وطنوال اين شهيد بخون خفته مردم در حافظه نسلهای امروز و فردا بمثابه سمبول ايثار و فداکاری باقی بماند !
انا لله و انا اليه راجعون
****************************
دتسليت اوغمشريکۍ پيغام
دغم دپاسه غم،ځنګل چي اورواخلي وچ
اولانده ټول سوځي.
په ډیره خواشینۍ سره مي واوریدل چي دوطن په سطحه دلوړ تحصل لرونکئ،دسیاسي
مبارزې سابقه لرونکئ،دافغانستان دملې ګوند درهبرۍ غړی،په ولسي جرګه کي
دروزګان دخلګو وکیل ووژل سو.زه دنوموړي د همصنفي اونژدي آشنايې په حیت ،دنوموړي
صداقت،وطن پرستي ،سیاسي مبارزه،ځوان مردي اوښه ځواني تائیدوم.محمد هاشم
وطنوال دافغانستان دخلګو خدمتګاروو،په دولتي وظیفوکي فعال اوله دولتي مقام
څخه يې ناوړه ګټه نه ده پورته کړي.زه اوزما کورنۍ دښاغلي محمد هاشم وطنوال
کورنۍ او دوستانو ته خپل تسلیت وړاندي کوو،اووطنوال ته درب له درباره دجنت
،هغه جنت چی تر ټولو جنتونوافضل وي خواست کوو.محمد نعیم جان ،محمد نسیم جان
اوقسیم جان اوکورنۍ ته يې تسلیت عرضه وو،اوپدي ډول د داکټري صاحب غزیزه
جاني سره پدي غم کي ځانونه شریک بولو.
معلم عبدالقیوم
