ليكنـــــــــــــــــــې

 

ارواښاد محمد هاشم  وطنوال 

سويډن ـ مالمو
د ۲۰۱۱ز د اګسټ ۱۳ مه

 په مالمو کې د شهيد محمدهاشم وطنوال د فاتحې رپوټ

ارواښاد شهيد محمدهاشم وطنوال د ۲۰۱۱ز کال د جولای میاشتې په ۱۷ مه نېټه د کابل په ښار کې د هېواد او خلکو د دوښمنانو لخوا په یوه تروریستي ناځوانمردانه پېښه کې په شهادت ورسید (اروا دې ښاده وي).

د ارواښاد وطنوال فاتحه   د ۲۰۱۱ ز کال د اګسټ په ۱۳ مه نېټه د ارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، او ملګرو لخوا د سويډن د مالمو د ښار په لوی جومات کې په یاده نېټه تر سره شوه. په فاتحه کې د سويډن له دوستانو برسېره، له لندن، المان، هالينډ، ناروی، ډنمارک، امريکا، بلجيم او يوشمېر نورو هېوادو نه په سلګونو نرينه وروڼو او ښځينه خويندو ګډون کړی وو. فاتحه د شنبی په ورځ له دوو بجو نه تر څلورو بجو پورې د وتلي قاري، محترم مبين په خواږه غږ د کلام پاک په لوستلو سره پای ته ورسيدله. درنو دوستانو! ما د کډوالۍ ژوند پر مهال د ډيرو نورو خدای بښلو دوستانو ډېرې فاتحې ليدلې وې خو د شهيد وطنوال د فاتحی بيلګه مې په بل ځل کې نه وه ليدلې. ګرده دوستان په خورا خواشینۍ سره تر پايه ناست ول او دا ستر غم یې له کورنۍ او ملګرو سره شريک کړو. راغلو دوستا ته د کورنۍ په استازيتوب د محترم پياوړي ځوان احمدګل اندړ لخوا هرکلې وويل شو. او ټول دوستان يي د روژه ماتي لپاره چې د شهيد وطنوال د دوستانو لخوا برابرشوی وو، بلنه ورکړه او د روژه ماتي پر مهال، د شهيد کورنۍ ته د دوستانو او ميلمنو لخوا يوځل بيا ډاډينه ورکړل شوه اود کورنۍ په استازيتوب محترمې خور ډاکتر عزيزې وطنوال، او محترم نعیم وطنوال له مېلمنو او ټولو دوستانو نه چې په دې درانه او نه جبرانيدونکي پېښه کې ورسره غم شریکي کړې وه، مننه وکړه او نوموړو يو ځل بيا خپل هوډ تازه کړو چې د شهيد د لارې پل به نیسي او د وطن دوښمنانو پر وړاندې به بې امانه هاندو هڅې کوي.

په پای کې ټولو دوستانو د شهيد وطنوال پاک روح ته دوعا وکړه اود پاک الله (ج) له دربار نه يې ارواښاد ته د جنت فردوس اوکورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.

و من الله توفيق

محمداقا شيرزاد

د ولس غږ د پاڼې مسول

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com