ليكنـــــــــــــــــــې

 

دامن دجرګې پريكړه ليك

۹ اګست ۱۲ اګست ۲۰۰۷
کابل

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

۱. د امن ګډې جرګې په يوه خوله او يو غږ تروريزم دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښ وباله او ويې ويل چې د ېوادونو د ملي پاليسيو او امنيتي ستراتيژيو يوه نه بېلېدونكې برخه وي. د امن ګډې جرګې برخه والو اعلان وكړ چې د تروريزم پرخلاف دې پراخه او پرله پسې مبارزه وشي او د پاكستان او افغانستان له حكومتونو او ولسونو څخه يې وغوښتل چې په خپلو هېوادونو كې ترهګرو ته د پټنځايونو او روزنځايونو اجازه ورنه كړي.
۲. د امن ګډې جرګې د يوې داسې جرګه ګۍ د جوړېدو پرېكړه وكړه چې د هرې خوا له ۲۵ مخورو غړو به جوړه وي او دلاندېنيو هدفونو لپاره به هڅې كوي:
الف- له مخالفينو سره د سولې او پخلاينې د روان بهير چټكول.
 ب- د امن د ګډې جرګې د پرېكړو او سپارښتنو د څارلو او پلي كولو لپاره د منظمو ناستو او غونډو جوړول.
 ج- د امن د راتلونكې ګډې جرګې د جوړولو لپاره د طرحې ترتيب او د اسانتياو برابرول.
۳. د امن ېوادونو ترمنځ د ورورولۍ د اړيكو پر حياتي ارزښت، د متقابل احترام، نه لاسوهنې او سوله ييز ګډ پايښت لپاره ټينګار او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي- ټولنيزو او كلتوري اړيكو د لاپراختيا سپارښتنه كوي.
۴. د امن ګډې جرګې غړو كلك باور څرګند كړ چې ترهګري او د نشه يي توكو قاچاق يو له بل سره تړل شوي او د نشه يي توكو، اپينو او نورو نا قانوني توكو كرل، پخول او قاچاق يې وغندل. جرګې پر دواړو حكومتونو غږ وكړ چې ددې مصيبت پرضد دې هر اړخيزه مبارزه پيل كړي. جرګې د نړيوالې ټولنې مسئوليتونو ته هم اشاره وكړه او ويې ويل چې بزګرو ته د بديل معيشت په برابرولو كې دې داټولنه له افغانستان سره مرسته وكړي.
۵. جرګې غوښتنه وكړه چې د افغانستان او پاكستان اسلامي جمهوريتونه دې د نړيوالې ټولنې په مرسته له ترهګرۍ څخه په متاثره شويو سيمو كې په اقتصادي او ټولنيز ډګر کې زېر بنايي پروژې پلې
۶. د امن ګډې جرګې د پنځو كاري كميټو بشپړې او مهمې سپارښتنې د يوې ضميمې په توګه د دغه ګډ پرېكړه ليك برخه او ورسره مل دي.

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.