د افغان کلتوري ټولنو جرګه جوړه شوه
د زمري پر 26 مه نېټه ( د اګسټ 17 )
، د کابل ښار په ستاره هوټل کې د
افغان کلتوري ټولنو دجرګې بنسټ د يوې
غونډې په ترڅ کې کېښودل شو .
په غونډه کې د افغانستان دبېلا بېلو
ولايتونو د کلتوري جرګو استازو او يو
زيات شمېر آزادو فرهنګيانو ، ليکوالو
او شاعرانو ګډون کړی وو . غونډه د
سهار په نه نيمو بجو د قاري عبدالله
کامه وال له خوا د قرآن پاک د مبارکو
آياتونو له تلاوت سره پيل شوه او
وروسته ټول ګډون وال د ملي سرود د
درناوي لپاره په خپلو ځایونو کې
ودرېدل . تر ملي سرود وروسته ځوان او
با احساسه شاعر ذبيح الله احساس د
افغانانو ديووالي ترانه په ترنم کې
وړاندې کړه .
د غونډې کاري برخه چې د عبدالجبار
څپاند ، خاطرې اسحق زۍ او غوث الدين
فروتن له خوا چلول کېده ، د افغانستان
مشهور اديب او شاعر استاد محمد پسرلي
په خپلې ارزښتناکې ويناسره پرانيستله
. ورپسې د افغانستان پياوړي فرهنګيالي
استاد محمد آصف صميم د جرګې پر اړتيا
او اهدافو رڼا واچوله . تر هغې وروسته
ډاکتر خوشال روهي د جرګې د تدارک
کمېټې ګزارش وړاندې کړ او بيا په
ترتيب سره د بغلان ، بلخ ،پکتيا ،
پکتيکا ، پېښور ، تخار ، خوست ، زابل
،غزني ، کابل ، کندز ، کندهار ، کونړ
، لغمان ، لوګر، ننګرهار ، وردګ ،
هرات او هلمند د کلتوري جرګو استازو
خپل ګزارشونه وړاندې کړل . دوی په
خپلوګزارشونو کې د ولايت په کچه د
کلتوري برياوو او ستونزو په اړه خبرې
وکړې او ورسره يې د حل لارې په ګوته
کړې . تردوی وروسته په اروپا کې د
افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په
استازۍ له جرمني څخه د افغانستان
پياوړي ليکوال او کره کتونکي زرين
انځور ، له هالنډ څخه پياوړي ليکوال
ډاکتر طارق رشاد او له لندن څخه تکړه
شاعر او ليکوال افضل ټکور د ټېلېفون
پر کرښه خپل پيامونه واورول او له
جرګې سره يې خپل هر اړخيز ملاتړ څرګند
کړ .
تر غرمې وروسته نامتو شاعرې پروين فيض
زاده ملال د جرګې د اهميت په اړه خبرې
وکړې او بيا په عربي هېوادونو کې د
کلتوري ټولنو په استازۍ ليکوال او
شاعر عبدالله صادق وينا وکړه او له
جرګې سره يې په عربي هېوادو کې د
افغاني کلتوري ټولنوله خوا د هرراز
مرستو ژمنه وکړه .
تر ويناوو وروسته د غونډې پر ټولو
ګډون کوونکو د جرګې کړنلاره ووېشل شوه
او بيا د ګروپي کار پر بنسټ نظريات
راټول شول او د هغو په رڼا کې د جرګې
کړنلاره تصويب شوه . ورپسې ډاکتر
ابراهيم شينواري دجرګې تشکيلات وړاندې
کړې کړل او تر يو لړ بحثونو وروسته د
جرګې لارښوده شورا ، سلا کاره شورا ،
کاري ډله او مالي کمېټه وټاکل شول .
استاد عبدالله بختانی خدمتګار ، استاد
محمد صديق پسرلی ، استاد سعدالدين
شپون ، استاد نصرالله حافظ ، استاد
حبيب الله رفيع ، اغلې پروين فيض زاده
ملال او پياوړی شاعر پيرمحمد کاروان د
رايو په اتفاق د لارښودې شوراد غړو په
توګه وټاکل شول . کابو 70 تنه
فرهنګيان د سلاکارې شورا د غړو په
توګه ، 20 تنه د کاري ډلې او 5 تنه د
مالي کمېټې د غړو په توګه وټاکل شول .
تر تشکيلاتو وروسته دراتلونکي کال د
کاري پلان په اړه خبرې وشوې او بيا
استاد حبيب الله رفيع د جرګې لومړۍ
غونډه ډېره بريالۍ وارزوله . دغونډې
کاري برخه د يوې دعايې په لوستو سره
پای ته ورسېده .
د چايو او لمانځه تر دمې وروسته جشني
برخه پيل شوه ، چې د پياوړو شاعرانو
هر يو نذير احمد نذير ، ذبيح الله
احساس او اغلې دل افروز ځيرک له خوا
چلول کېده .
په پيل کې د ( باتوران دود ) لوبغاړو
د رزمي حرکاتو ننداره وړاندې کړه ، چې
د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول
. ورپسې د افغانستان ډېرو وتلو
کوميډينانو ښاغليو عابد ، شاه محمد
ياري اوقسيمي په خپلو ټوکوټکالو او
تمثيلي پارچو سره ګډونوال ډېر وخندول
. ترهغو وروسته مشاعرې اوبيا ټنګ
تکورته وار ورسېد . د ټنګ تکور په
برخه کې وتلي سندرغاړي حفيظ ګردش په
خپل خواږه غږ ښکلې اوسوزناکه غزلې
واورولې . غونډه د شپې پر څه باندې
يولس بجو پای ته ورسېده .
( د
غونډې انځورونه د دې كرښې په كښېكاږلو
ليدلاى شئ )
د افغاني كلتوري ټولنو جرګه به دېر ژر
په عدليې وزارت كې راجسټر شي او خپل
كار به په عملي ډول پيل كړي.
ددې جرګې لوړ هدفونه په لاندې ډول دي:
- په يوه واحد، ملي ،افغاني
اواسلامي نظر دټولو فرهنګي کړنو او
کړيو راټولو ل .
- دافغانانو کلتوري اومدني متوازن
پرمختګ
- دهيواد ټولو خلکو ته د متناسبو او
مساوي کلتوري زمينو رامنځته کول
- دپوهنې عامول ، دنجونو ښوونې او
روزنې ته خاصه پاملرنه اود لويانو
زده کړې
- دځوانانو د ذهني اوعلمي سويې لوړول
- افغانان په قانون پوهول ، دقانون
درناوي او منلو ته يې هڅول او دقانون
په چوکاټ کې دخپلو کلتوري حقونو
دغوښتنې لپاره يې تيارول
- د ولس د مثبتو دودونو پياوړي کول او
له منفي قبايلي کلتور سره مبارزه
- د بنسټيزو انساني حقونو او وجايبو
په باب د عامه پوهاوي لوړول :
- فردي ازادي
- دښځو حقونه
- دماشوم پالنه
- دروغتيايي کلتور ، نظافت او ورزش
هڅول
- دپښتو ژبې پرمختيا اودقانون په
چوکاټ کې يې په ښوونځيو ،پوهنتونونو
،ادارو، سوداګريزو او عامه چارو کې
رواجول
- دټول هيواد د کلتوري هڅو او
فعاليتونو تر منځ د هماهنګۍ رامنځته
کول .