ليكنـــــــــــــــــــې

 

 

په افغانستان کې د ملي گوند
 او د تفاهم شورا دگډ
ې کنگرې لنډ رپوټ

د روان کال د ډسمبر لومړۍ چې د ليندۍ د لسمې نېټې سره سمون لري ، د افغانستان پلازمېنې کابل کې د افغانستان ملي گوند او تفاهم شوری د واحد گوند لپاره يو درنه غونډه (کنگره) درلوده .

په نوموړې غونډه کې د افغانستان د ټولو ولايتونو ، د کابل ښار ، د گاونډيو هېوادو او له بهرنيو هېوادو څخه ۳۵۰ ټاکل شوي نمايندگان رابلل شوي وو. همدارنگه کنگرې ته د نورو سياسي گوندونو مشرانو او استازو، د ولسي جرگې غړو، دولتي او غير دولتي اشخاصو گډون درلود.

غونډه د کلام الله د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل او ورپسې د کنگرې کار د گوند د موسس او سپين ږيري مشر ښاغلی عبدالرشيد ارين لخوا پرانستل شوه .

د کنگرې د مشرتابه هيئت او اجندا د رايو په يووالي سره تائيد شوه . د کنگرې کار د گوند د مرستيال عبدالرحمان صدري له خوا پرمخ وړل کېده.

د کنگرې اساسي رپوټ د ملي گوند د رئيس ښاغلي عبدالحی مالک له خوا د کنگرې برخه والو ته واورول شو . په رپوټ کې د گوند د دوو کنگرو ترمنځ د گوندي کار او فعاليت د افغانستان او سيمې په روانو سياسي – نظامي حالاتو او د گوند د راتلونکو دندو په هکله اوږد څېړنيز بحث شوی وو.

د کنگرې په اساسي رپوټ يو شمېر گوندې مسئولينو تائيدي ويناوې او خپل وړانديزونه وړاندې کړل .نوموړی رپوټ د کنگرې د برخه والو له خوا تائيد شو.

د کنگرې په بله برخه کې د نورو سياسي گوندونو او سياسي شخصيتونو ويناوې وکړې او د کنگرې د کار او فعاليت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

وروسته بيا د گوند په نوم، مرامنامه او اساسنامه باندې اوږد بحث وشو. په پايله کې د گوند نوم په خپل حالت ( ملي گوند) پاتې شو او په اساسنامه کې يو شمېر تغيرات رامنځته شول.

د غونډې په څلورمه برخه کې د کنگرې د غړو څخه نوي (۹۰) کسان د گوند د مرکزي شوری لپاره د رايو په اکثريت وټاکل شول.

په پای کې د مرکزي شوری پلينیوم داير شو . د پيلينيوم برخه والو د گوند رئيس، درې مرستيالان (۱۵) تنه اجرائيه هيئت اوه (۷) تنه دارالانشا وټاکل .

د گوند رئيس ښاغلی عبدالحی مالک، مرستيالان يې عبدالرحمان صدري، جانان مرخيل، سيدمحمد ټينگار د درې کالو لپاره غوره شول .

کنگره د نويو کارونو او دندو د ښه پرمخ بېولو په موخه په پوره ملگرتوب او ريښتونولۍ پای ته ورسېده.

 د کنگرې ځينې انځورونه

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com