|
باوري
درنې
کورنۍ ته دخواخوږۍ
پيغامونه
د پوهنمل حاجی محمد نوزادی لخواد
تسليت پيغام
په ډیری
خواشینۍ سره د انترنیټ په جال کی د لروبر ویب پاڼی دلاری خبر شوم
چی زما د ګران دوست ، وتلی لرغونپوه او پیژندل شوی فرهنګی شخصیت
پوهنوال محمد رسول باوری کشر ورو نامراد عزیزالله باوری دیوی
ناڅاپی ناروغۍ له کبله په حق رسیدلی دی . ځوانیمرګ عزیزالله جان یو
رشید ځلمۍ او دخپلو نورو وړونو پشان ورته پاک خدای ( ج ) غوړیدلی
استعداد ورکړی وو چی کولای یی شوه د وطن په ننی ماښام کی لږ ترلږه
د یوه کنج روښانه څراغ و ګرځی ، خو :
دا فلک یو څه
نادان غوندی باغوان دی
هریو ښاخ چی غوټۍ نیسی، پری کوی یی
زه پدی توګه
په ابدی خوب ددغه ځوانیمرګ د ویدیدلو له کبله و الحاج محمدجان
باوری ،
پوهنوال محمد رسول باوری ، الحاج محمد امین باوری او ددوی و ټولی
کورنۍ ته په ژور خفګان سره پدی ماتم کی تسلیت وایم ، د لوی او
بخښونکی خدای نه ځوانیمرګ ته فردوس جنت او په ویر کی پاته کسانو ته
یی د جمیل صبر غوښتنه کوم .
امین یا رب العالمین
انا لله و انا اليه راجعون
**************
ستاسې له ټولې درنې کورنۍ سره په دې درانه
غم کې شريک يم
په ډيره خواشينۍ د ډيرو درنو او خوږو
دوستانو پوهنوال رسول باوري او حاجي امين باوري د کشر ورور عزيز
الله باوري د مړينې خبر راورسېد.
انالله وانااليه راجعون
په داسې حال کې چې ارواښاد عزيزالله
باوري ته د خداي (ج) له درباره دمغفرت غوښتنه کوم او روح ته يې د
فردوس جنت ښادي غواړم، زړه ته رانږدې دوستانو رسول باوري ، امين
باوري او د دوی له ټولې درنې کورنۍ سره په دې درانه غم کې شريک يم،
دوی ټولو ته د جميل صبر غوښتنه کوم او له نورو غمونو څخه يې په
امان غواړم .
شېرحسن حسن
روسيه - مسکو
**************
محمد امین بسمل دجرمني له بایرن آیالت
څخه
دباوري صاحب درنې کورنۍ ته دتسلیت پیغام
دیوې
منورې، درنې اوویاړلې کورنۍ دیو ځوان، ځوانیمرګتوب دومره په زړه
داغ داغ کړم، لکه دخپلې کورنۍ کوم څوک مې چې له لاسه ورکړی وي .
هو!
داسې یوتریخ
اوخورابدخبر مې واخیست، چې دباوري صاحب کشری ورورعزیزالله جان
باوري په حق ورسېد.
انالله و انااليه راجعون
زه له قدرمنوهریو
الحاج محمد
جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین
باوري
، ډاکټر امان الله
باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري،
استاد
عبدالغني باوري،
ډاکټر نجیب
الله باوري ، ډاکټر حمید باوري او ډاکټر اشرف باوري
سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم .
دباوري صاحب پتمنې
کورنۍ، ټولو خپلوانو او غمشریکانو ته دتسلیت لاس لپه کوم او
ځوانیمرګ عزیزالله جان ورورکي ته مې له الله (ج) څخه دفردوس جنت
هیله کوم .
د ګردون دا
وروستیوناوړو پېښو مې زړه ډېر نازک او تنګ کړی دی بېګاه مې په
نیمه شپه کې هم دڅو جملو په لیکلو سره خپل دردېدلی زړه دلاندې څو
جملو په لیکلو سره اراماوه خو دردیې لا نورې څړیکې هم پسې خپرې
کړې :
له ډېره درده یو
څو کرښې لیکم هو!
په جرمني کې نیمه
شپه شوه له درۍ نیمو بجو هم ورواوښتې خو ما ته خوب نه راځي ما خو
پخپل ژوند عزیزالله جان نه و لیدلی خو په خدای باور وکړئ ، چې وړمه
ورځ مانا دهغه دمړینې په ورځ ما ته زما شپږم حس وېیل، چې کور ته
ولاړ شې نو بد خبر به واورې .
تاسو باور وکړئ ،
چې تر کوره په را رسېدو مې زړه درزا کوله کله، چې کور ته را
ورسېدم او پوښتنه مې وکړه هر څه سم و خو ، چې انترنیت مې پرانیست
دیو ځوانیمرګ خبر مې پکې ولوست دا داسې ځوانیمرګ و ، چې ما پخپل
ژوند نه و لیدلی، عجیبه ده، چې چا څوک لیدلی نه وي پسې ژاړي؟
هو!
دا دیوې درنې او
منورې کورنۍ یو ځوان غړی و، اوس خو په موږ پښتنو عمومي لو ګډ دی خو
د داسې منورې کورنۍ یو ځوان ، چې رانه اخلي دا نو لا زیات زور
غواړي .
نیمه شپه ده خوب
مې ورک دی دوه درۍ ګړۍ مخکې مې جهاني صاحب اوغمخورصاحب ته زحمت
ورکړ دزړه درد مې ورسره شریک کړ ، ګران عبدالله احسان صاحب خو مې
له خوبه را ویښ کړ خو ما ته یې په خورا محبت ځواب راکړ زه له
دوی ټولو مننه کوم او ویاړم، چې شکر دغم او درد شراکت خو لا ژوندی
دی خو بیا هم نه پوهېږم، چې ولې دعزیز الله جان مړینې چې ما پخپل
ژوند نه و لیدلی ما دومره ځوروي؟
کېدای شي درنو
لوستونکو ته هم پوښتنه پیدا شي خو زه یې پخپله ځواب نه لرم ممکین
دا یو اروايي تړاو وي په هر صورت راځئ ، چې په دې درانه غم کې
دباوري صاحب درنې کورنۍ ته لاس ورکړواو په دې دردوونکو شېبو کې
ورسره مله او ووایو، چې هم ژوند حق دی هم مړینه .
**************
د خواخوږی ادبي او
کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
نيټه:
۲۱/۱/۲۰۱۲
کابل - افغانستان
په خواشيني سره مو
خبر واخيست چې د هېواد د پياوړي فرهنګی
کورنی یو غړی ارواشاد عزیزالله باوری ځوانی مرګ سو.
انا لله و انا
الیه راجعون
د خواخوږی ادبي او
کلتوري ټولنه د ارواښاد د مړيني په مناسبت د دوي محترمي کورني په
خاصه توګه
الحاج محمد جان باوری، پوهنوال استاد محمد رسول باوری، حاجی محمد
امین باوری، پتمنی کورنی او دوستانو ته
د خواشيني مراتب
څرګندوي او دوي ته تسليت وائي.
د لوي خداي (ج) د
دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او
ټولو دوستانو ته
جميل صبر غواړي.
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
 |